«د افغانستان په وضعیت کې له اټکل سره سم ښه والی نه دی راغلی» | افغانستان | DW | 21.06.2013
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«د افغانستان په وضعیت کې له اټکل سره سم ښه والی نه دی راغلی»

د آلمان د دفاع وزیر توماس دیمیزیر، افغانستان ته د خپل سفر په پای کې وویل، د افغانستان د شمال په امنیتي وضعیت کې لکه څرنګه چې یې اټکل کیده ښه والی نه دی راغلی. د افغانستان په شمال کې آلماني پوځیان میشت دي.

دیمیزیر د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د جون د میاشتې ۲۱مه) په مزار شریف کې د خپل سفر په وروستي ساعتونو کې وویل: «امنیتي وضعیت بې ثباته پاتې دی، موږه د تیرو دوو کلونو په پرتله د ډیر پرمختګ انتظار درلود.»

د آلمان اردو د مې د میاشتې په وروسیتو کې دې ته اړ شوه چې تر مخه د شمال د امنیتي وضعیت په اړه اعلان شوي بر رسي تصحیح کړي او پر دې اعتراف وکړي چې په تیر کال کې د افغانستان په شمال کې د تاوتریخوالي پیښې ډیرې شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو جنګي ماموریت یونیم کال وروسته پای ته رسیږي.

دیمیزیر چې د پنجشنبې په ورځ د خپلو سرتیرو او له افغان چارواکو سره د خبرو اترو له پاره افغانستان ته تللی وو، وویل: «موږ په یوه منظم او ښه مسیر کې قرار لرو، خو دغه مسیر په بشپړه توګه د خوښې وړ نه دی.»

د آلمان د دفاع وزیر زیاته کړه: «دغه هیواد به هیڅکله د آلمان په شان له امن څخه برخمن نه شي. خو موږ د افغانانو د مسوولیت لاندې د یوې مناسبې امنیتې سطحې د رامنځ ته کولو له پاره کار کوو او زه په دې برخه کې په محدوده توګه خوشبینه یم.»

د آلمان د دفاع وزیر په قطر کې د افغان طالبانو سره د سولې د پروګرام په اړه وویل چې دغه خبرې اترې باید د افغان حکومت تر مشرۍ لاندې تر سره شي.

طالبانو د سه شنبې په ورځ د قطر هیواد په پلازمینه دوحه کې د خبرو اترو له پاره یو دفتر پرانیست. هغوی د طالبانو د واکمنۍ د وخت بیرغ پورته کړ چې د افغان حکومت غوسه یې راوپاروله. پر دې سربیره پر دغه دفتر باندې د «افغانستان اسلامي امارت» په نوم لوحه هم ځړول شوې وه.

دیمیزیر د طالبانو دې کار ته په اشاره سره وویل چې هغوی په تحرکاتو پیل وکړ او دا کار د قهر وړ وو.

د بلخ والي عطا محمد نور هم له دیمیزیر سره د ملاقات پر وخت د طالبانو پر دغه عمل نیوکه وکړه. هغه وویل: «دغه عمل البته موږه هم ډیر ناراحته کړي یو.»

خو پر دې سربیره هم د بلخ والي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو اترو غوښتونکی شو او ویې ویل: «زموږ له پاره دا مهمه ده چې ټول افغانان د خپل هیواد د راتلونکي له پاره په ګډه کار وکړي.»

د آلمان د دفاع وزیر د خپلي کاري دورې له پیل څخه چې دوه نیم کاله پرې اوړي، د دولسم ځل له پاره افغانستان ته سفر وکړ. د جمعې په ورځ دیمیزیر افغانستان ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او بیرته آلمان ته ستون شو.