1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان په هکله د بون د غونډې 9 کاله پوره سوه

نن د نوامبر میاشتې 27 مه نیټه ده. له دې ورځي څخه پوره نهه کاله دمخه د جرمني په بن ښار کې د افغانستان په اړه یوه مهمه غونډه جوړ سوه چې د بن د غونډې په نامه ونومول سوه.

default

پر هغه مهال په افغانستان کې طالبانو حکومت کاوه خو په غونډه کې ډیری ګډون وال د طالبانو له حکومت سره د جنګیدلي رژیم د چریکانو مشران ول. یو شمېر بي پرې سیاسي څیرې او غرب میشتې متخصص افغانان هم د بن د کنفرانس غړي ول.

پر هغه مهال د بن کنفرانس د افغانستان لپاره د یوه برخلیک ټاکونکي غونډې په توګه وپژندل سو. د بن کنفرانس د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته د امریکا په نیغه مداخله او د نړیوالو په ملاتړ د هغه خوځښت پیلامه وه چې له مخې به یې افغانستان له څو لسیزو جنګ جګړو را وزي او د یوه روښانه راتلونکي په لور به ګام پورته کوي.

په دغه کنفرانس کې د افغانستان بیلا بیلي ډلي حتی داسي هم چې یو د بل دښمنې ډلي وې د یوه نړیوال فشار په سبب نهه ورځنیو بحثونو وروسته د واک د ویشلو پر سر داسي هوکړه وکړه چې په رڼا کې به یې اساسي قانون تدوین کیږي او په 2004 کال کې به ټاکني تر سره کیږي.

د بن د کنفرانس مشرتوب د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اخضرابراهیمي کوله او هغه تمه وښوده چې پس له دې به افغانان له بدبختیو را وزي. د بن د کنفرانس مهمه ځانګړتيا دا وه چې په واک کې د بیلا بیلو قومونو او سیاسي ډلو مشارکت په رسمیت وپیژندل سو او په عمل کې پلی سو.

Afghanistan Konferenz, Königswinter

د ملگرو ملتونو وياند احمد فوزي د بوند کانفرانس پر وخت

د بن په غونډه کې، د انتقالي او موقتونو دولتونو جوړیدل، د اساسي قانون تصویب او په پای کې د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدل منظور سول. د بن د غونډي ټولو ګډون والو په پای کې د موقتې ادارې د مشر په توګه د اوسني ولسمشر حامد کرزي په ټاکل کیدو هوکړه وکړه.

د بن د کنفرانس پریکړې هغه مهال بشپړې سوي چې افغانانو له څو لسیزو خونړیو جګړو وروسته ولسمشریز او پارلماني ټاکني تر سره کړي او په خپلو مستقیمو رایو یې ولسمشر وټاکی. خو د بن له پریکړو وروسته لا هم افغانان د هغسې هیواد څښتنان ندي چې دوي یې په اړه فکر کاوه.

یونس قانوني، مصطفي کاظمي، محمدناطقي، امنه افضلي، داکتر عبدالله، میرویس یاسني، امین فرهنګ، مصطفي طاهري، انور الحق احدي، استاد سیاف او یو شمیر نور هغه څیرې وې چې په دغه کنفرانس کې یې برخه لرله. خو نن چې له دغې غونډې نهه کاله تیریږي د سیاسي چارو شنونکې دغه غونډه د افغانستان د بدبختیو پیلامه بولي.

د سیاسي چارو کارپوه عصمت قانع په دې اند دی چې په دغه غونډه کې ټولو مهمو اړخونو ته بلنه نه وه ورکړل سوي.

« په دغه غونډه کې هغو کسانو ته بلنه ورکړل سوي وه چې خلک د هغوی له شره طالبانو ته ورغلي وو او د هغوی کیبل یې غوره بللی وو، طالبانو ته پکې واک نه وو ورکړل سوی ، باید د افغانستان منطقوي ستونزي، داخلي تضادونه او د نړیوالو ملاتړ په یوه علمي او واقیعتي شکل باندي د ځمکنیو واقعتونوپر بنا سره یو ځای شوي وای او یوه پریکړه یې کړي وای، خو دا پریکړه یوه عجولانه پریکړه وه.»

نوموړی وایې چې د بن په کنفرانس کې یو شمیر هغو کسانو ته ځای ورکړ سو چې د ملي ادارې د جوړیدو توان نه لري، سلیقوي اختلافات پیاوړي کوي تر څو خپل مفادات پکې خوندي کړي.

«نهه کاله کیږي چې افغاني ټولنه د همدې توافقاتو پر اساس بي ثباته ټولنه ده، فساد زیات سوی، نړۍ و نه توانیده چې د سمو ادارو د رامنځ ته کولو لپاره سم کار وکړي، فساد هره ورځ زیاتیږي او د افغانستان د وحدت دښمنان، د پرديو استخباراتي ډلو تړلي عناصر د بن د توافقاتو پر بنسټ په اقتدار کې راغلل او دغه ډلي د دې لامل سوي چې طالبان بیرته پیاوړي سي او طالبان د خپل حاکمیت د مشروع ګڼلو په خاطر بیرته سر را پورته کړي.»

د بن په غونډه کې سهیلا صدیقي د عامې روغتیا وزیرې په توګه، امین فرهنګ د بیاودانولو چارو د وزیر په توګه، ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو د وزیر په توګه ، عباس کریمي د عدلیې چارو د وزیر په توګه، سید حسین انوري د کرهني د وزیر په توګه، عنایت الله نظري د کډوالو د چارو د وزیر په توګه، عبدالله وردګ د شهیدانو او معلولینود وزیر په توګه، شریف فایض د لوړو زدکړو د وزیر په توګه او امان الله ځدراڼ د سرحداتو د چارو د وزیر په توګه وټاکل سول.

رحمت الله موسی غازی، انجینیر عبدالحکیم، هماین جریر، میرویس یاسیني، انورالحق احدي، عباس کریمی، سیدمصطفی کاظمی، عزیزالله لودین، احمد ولي مسعود، اصف محسنی، محمداسحاق نادري، محمدناطقي، یونس قانوني، داکترجلیل شمس، عبدالستار سیرت، همایون تندر، سیماولي، عبدالرحیم وردګ، عزیزالله واصفي او پاچا خان ځدران د د غې ناستې نور غړي ول.

د بن له غونډې وروسته د افغانستان په اړه یو شمیر نورې نړیوالې غونډې لکه د توکیو، برلین، لندن، روم اوپاریس هغه هم جوړي سوي . د یادولو وړ ده چې په ټوله کې دغه غونډي د افغانستان د بیا ودانولو لپاره وې خو ډیری افغانان یې له تر سره کیدو خوشهاله ندي.

ليکونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: احمدولي اڅکزی