1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان په مرکزي محبس کې څه تیریږي؟

په داسې حال کې چې افغان دولت ‎د ټولو محبسونو د افغاني کیدو غوښتنه کوي، د حکومت تر کنټرول لاندې د زندانو‎ حالت ناوړه ښوول شوی دﺉ. ویل کیږي چې یو شمیر بندیان د افغانستان له مرکزي زندان څخه بهر ترهگر بریدونه پلانوي.

د پارلمان یو شمیر وکیلان وايي چې ان په مرکزي محبس کې حکومت بندیان په سمه توګه نه شي څارلای او هغوی د ګرځنده تیلفونونو په مرسته له ورانکارو ډلو سره منظمې اړیکې لري.

حکومت هم اعتراف کوي چې د زندانیانو لاس ته د ګرځنده تیلفونونو او تبلیغاتي پاڼو د رسیدو په مخ نیوي کې پاتې راغلی دئ.

د زندانیانو خپلوان او د پارلمان ځینې غړي چې د افغانستان له یو شمیر زندانونو څخه ئې په دې ورستیو کې له نزدې لیدنه کړې ده وایي چې د بندیانو حالت ډیر ناوړه دئ.

هغوی وايي چې سیاسي او جنایي بندیان یو ځای ساتل کیږي او په ډیرو مواردو کې خطرناک بندیان له زندانونو څخه د ترهګریزو بریدونو د ځالو په توګه کار اخلي.

حکومت په دې اعتراف کوي او وایي چې د دوی استخباراتي موندنې ښيي چې په یو شمیر ترهګریزو بریدونو کې هغه خطرناک بندیان لاس لري چې د څرخي پله په زندان کې ساتل کیږي او مخابراتي وسایلو ته پټ لاس رسی لري.

د افغانستان د استخباراتو ادارې یو رپوټ وایي چې د کابل په وزیر اکبرخان کې پر یوه پلورنځي باندې شوی ځانمرګی برید د څرخي پله له زندان څخه د یوه بندي له خوا پلان شوی وو.

د افغانستان د پارلمان غړی لالی حمیدزی، وایي چې که د ملک د زندانونو په نظام کې سمون رانه شي حکومت ته به ګرانه وي چې خطرناک مجرمین د اوږدې مودي له پاره په زندانونو کې وساتي. ځکه چې د نوموړي په خبره اوس په ډیرو زندانونو کې جنایي بندیان چې د وړو جرمونو په تور نیول شوي دي له هغو خطرناکو سیاسي بندیانو سره یو ځای ساتل کیږي چې ملي امنیت ته د ګواښ رامنځ ته کولو په جرم بندیان دي:

«دا په ټوله نړۍ کې یو اساسي اصل گڼل کیږي چې سیاسي او جنايي بندیان له یو بل څخه جلا وساتل شي. د دې له پاره ډیر دلایل موجود دي. د دغو دلایلو له ډلې څخه یو ئې دا دئ چې نه شي چې سیاسي بندیان، جنایي بندیان ترهگریزو فعالیتونو ته وهڅوي او یا دا چې جنایي بندیان د سیاسي بندیانو له پاره مخابراتي او نور وسایل زندان ته را انتقال کړي.»

په ورستیو وختونو کې داسې راپورونه هم خپاره شوي دي چې د سیاسي بندیانو خپل خپلوان په دیني کتابونو کې هغوی ته تبلیغاتي پاڼې او مهم معلومات لیږدوي. د افغانستان د محابسو د ریاست شمیرې ښیي چې اوس په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۳ زره تنه په بیلا بیلو محبسونو کې بندیان دي چې شاوخوا پنځه زره تنه ئې یوازي په مرکزي محبس کې ساتل کیږي. په دې ډله کې شاوخوا څلور سوه تنه میرمنې او په همدې شمیر بهرني وګړي هم شامل دي.

د کورنیو چارو وزارت چې اوس مهال د محابسو د ساتنې دنده لري په دې اعتراف کوي چې دوی زندانونو ته د مخابراتي وسایل د رسیدو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي نو ځکه یو شمیر زندانیان توانیدلي دي چې له زندانونو څخه بهر له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې وساتي او د هغوی په سازماندهي او قومانده کې کلیدي رول ولوبوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت معین باز محمد احمدي، وایي: «د پولیسو او زندان ساتونکو له لوري د بندیانو د اړیکه نیولو د وسایلو، د هغوی د تبلیغاتو نه کنټرول او په زندان کې د هغو قاچاقبرانو شتون چې له لویو مافیایي ډلو سره د تړاو په تور نیول شوي دي، له دې سره مرسته کوي چې سیاسي بندیان او قاچاقبران وکړای شي چې له محبسونو بهر خپل ترهګریز او تخریبي عملیات سازماندهي کړي.»

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزی، په کابل کې یوه برید ته چې د هغه په خبره د کابل د څرخي پله له زندان څخه پلان شوی وو اشاره کوي او وایي چې که پر بندیانو باندې سم کنټرول وای نو هغوی نه شو کولای چې له محبس څخه ترهګریز برید چې پکښې ګڼ شمیر خلک مړه او ژوبل شول، پلان کړي.

اوس مهال د افغانستان محابس په نړیوالو معیارونو نه دي برابر شوي. په افغانستان کې اوس هم بندیان کړول کیږي، او په ډیرو مواردو کې زندانیا په نشه يي توکو اخته کیږي. په دغه برخه کې لویه رسوايي د کندهار له محبس څخه په دوه جلا پېښو کې د څه باندي زر تنو سیاسي او جنایي بندیانو تېښته وه.

میرویس جلالزی
کتونکی: مسعود جهش