1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

دويچه ويله پښتو

د افغانستان په لوېدیځ کې د ناټو څرخي الوتکه رانسکوره سوې ده

 په افغانستان کې میشتو ائتلافي ځواکونو خبر ورکړی دئ چې نن د افغانستان په لويدیځ کې د ناټو د یوې څرخي الوتکې د رالوېدو له امله د نړیوالو ځواکونو دوه تنه سرتېري ټپیان سوي دي. ایساف د پیښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي او ویلي ئې دي چې د پیښې په اړه ئې پلټنې پیل کړي دي. دا لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې آیا د دغه الوتکې د رالوېدو پر وخت ه نښتي روانی وې او که نه.