1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان په ختيځ کې ماشومان وژل شوي دي

د افغانستان په ختيځ کې بغاوت کونکو د هاوان په بريد کې يو لس کلن هلک وژلی دی. په دغه پېښه کې اته کسه ټپيان شوي هم دي چې د هغوی په ډله کې د ناټو پنځه تنه عسکر راځي. ها خوا په پکتيا کې دوه ماشومان د ناټو ځواکونو په ډزو کې وژل شوي دي.

په کنړ کې يو تن او په پکتيا کې دوه تنه ماشومان ووژل شول

په کنړ کې يو تن او په پکتيا کې دوه تنه ماشومان ووژل شول

د ايساف ځواکونو زياته کړه چې يوه دا ډول نښته په کنړ کې رامنځته شوې ده. په پکتيا کې نوموړو ځواکونو د خپلو څرگندونو له مخې د طالبانو يو تن مشکوک قوماندان چې ويل کېږي سليم نومېده، وژلی دی. د نيمې شپې په عملياتو کې دوه تنه ماشومان هغه مهال ووژل شول چې بغاوت کونکو ناڅاپه له توغنديو څخه په استفادې سره په افغان او ايتلافي ځواکونو ډزې پيل کړې. د دغو ځواکونو يوه وياند تورن دونلډ کورپي خواشيني څرگنده کړه او ويې ويل چې دوی نه پوهېدل چې ماشومان په ودانۍ کې ول. يوه ښځه هم د قوماندان سليم په کورنۍ کې ژوبله شوې ده چې د درملنې په موخه نړيوالو ځواکونو له ځانه سره بوتله. د افغانستان په ختيځ کې همداراز په يوه جلا پېښه کې د ناټو څلور تنه پولنډي سرتېري په يوه چاودنه کې وژل شوي دي.