1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان په ختيځ کي درې ځانمرگي بريدونه

د افغان محلي پوليسو په وينا د دغه وطن په ختيځ کي په درو جلا جلا ځانمرگو بريدونو کي د يکشنبې په ورځ درې تنه وژل سوي دي او اووه تنه نور ټپيان سوي دي.

Afghan investigators inspect a suicide bombers' car in Kabul on February 24, 2013. Afghan security forces Sunday shot dead two suspected suicide bombers in a car near a construction site in Kabul's diplomatic enclave, a police official and an AFP photographer said. AFP PHOTO/ SHAH Marai (Photo credit should read SHAH MARAI/AFP/Getty Images)

Selbstmordanschlag Kabul Februar 2013

د ننگرهار د پوليسو په وينا په جلال آباد ښار کي د استخباراتو د دفتر مخي ته يوه تن ځان ته چاودنه ورکړه، دوه تنه استخباراتي مامورين ئې ووژل او درې تنه نور ئې ټپي کړل.

د يو بل خبر له مخي د لوگر ولايت د پوليسو په خبره په پل علم کي د پوليسو پريوې پوستې باندي په يرغل کي يو تن پوليس وژل سوی دئ او درې تنه نور ټپي سوي دي.

د لوگر ولايت د چارواکو په حواله دغه راز په يوه بله پېښه کي چي د دغه ولايت په برکي برک ولسوالي کي رامنځ ته سوې ده يوه ځانمرگي بريد کوونکي د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ ودانۍ ته تر ننوتلو مخکي ځان ته چاودنه ورکړې ده.

د لوگر ولايت وياند دين محمد دروېش ويلي دي، چي دغه کس مخکي له دې چي د قوماندانۍ ودانۍ ته ننوځي د پوليسو لخوا ودرول سو خو په دې وتوانېد چي خپل واسکت ته انفجار ورکړي. په دغه پېښه کي يو پوليس زخمي سوی دئ.

د دغو پېښو پړه طالبانو پرغاړه اخيستې ده. د دوی يوه وياند په سيمه کي رسنيو ته ويلي دي، چي د جلال آباد په چاودنه کي چي د يوه سراچي ډوله موټر په واسطه رامنځ ته سوې ده د ملي امنيت ۱۴ تنه کارکوونکي وژلي دي.

خو دولتي چارواکي دغه ادعا ردوي. په افغانستان کي وروستي ځانمرگي بريدونه د روان کال د جنورۍ په وروستيو کي سوي ول، چي په يوه کي ئې د کندوز ولايت نزدې ۱۰ تنه پوليس ووژل سول او ۱۸ تنه نور انسانان ټپي سوي ول.

دغه راز د پوليسو او عيني شاهدانو په خبره د يکشنبې په ورځ د کابل په ديپلوماتيکه سيمه کي دوه تنه شکمن ځانمرگي بريد کوونکي په مرميو وويشتل سول.

د فرانسې خبري آژانس يوه عکاس د دغي ديپلوماتيکي سيمي په يوه تړل سوې کوڅه کي د دوو تنو ويشتل سوو ځوانانو جسدونه ليدلي دي.

د پوليسو په خبره په دغه کوڅه کي يو داسي موټر کشف سوی دئ، چي د ځانمرگي بريد له پاره تيار سوی وو او دا چي دغو دوو تنو غوښتل له دغه موټر څخه د ځانمرگي بريد له پاره کار واخلي.