1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان پارلمان نا معلوم برخليک

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ولسي جرگې غړي باید د روان لمریز کال تر سرطان میاشتې پوري وټاکل شي او نوی پارلمان کار پیل کړي، خو د ټاکنو خبر نه شته او کمېسیون وایي چې د انتخابات د حکومت په پریکړي پوري تړلې دي.

د افغانستان د ولسي جرگې استازو د چهارشنبې په ورځ د پارلماني ټاکنو پر ځنډ باندې سخت انتقاد وکړ. زیاتره استازي په دې نظر ول چې د سرطان مياشتي تر لومړۍ نېټې وروسته د ولسي جرگې د کار دوام مشروعیت نه لري. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت لا تر اوسه په دې هکله کوم تصمیم نه دی نیولی.

یو شمیر استازي بیا استدلال کوي چې د پارلماني ټاکنو د نه کیدو په دلیل، د پارلمان کاري موده باید تمدید شي. د دغو استازو په وینا، د پارلمان د منحل کیدو په صورت کې د نظام قانوني اړخ ته صدمه رسیږي او په وینا یې د پارلمان په نه شتون کې به حکومت د استبداد لور غوره کړي، خو یو شمیر وکیلان بيا د ولسي جرگې د کاري مودې د غځیدو مخالفت کوي.

انتخاباتي نهادونه وایي چې اساسي قانون د پارلمان د کاري مودې د دوام په برخه کې ساکت دی او په وینا یې تر ټولو بهترینه لار د پارلماني ټاکنو تر سره کیدو ته چمتووالی نیول دي.

د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید، وایي: «موږ په جدي توگه انديښمن یو. پارلمان باید پر حکومت نظارت ولري، باید پارلمان ته ځواب ویل موجود اوسي. که چیري موږ پارلمان و نه لرو، اساسي قانون متزلزله کیږي، حکومتولي له منځه ځي او دا په خپله په حکومتولۍ کې د بې قانونۍ پر لور یو گام دی.»

د افغانستان د ولسي جرگې د دورې موده پای ته رسیږي او د اساسي قانون له مخې تر سرطان میاشتي دمخه باید پارلماني ټاکني وشي.

د ځنډ دلایل

د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو پر وړاندي د ځنډ اصلي دلیل په انتخاباتي کمېسیونونو کې اصلاحات دي. د ۲۰۱۴م کال ولسمشریزي ټاکنې د پراخو درغلیو له تورونو سره مل وې او د هغې په پایله کې د یوه سیاسي کړکېچ تر رامنځ ته کیدو وروسته د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په منځگړتوب د یوه سیاسي توافق په ترڅ کې د ملي یووالي حکومت رامنځ شو.

د ملي یووالي حکومت د موافقتنامې له مادو څخه یوه هم په انتخاباتي نظام کې اصلاحات دي چې د یوه اصلاحاتي کمېسیون له خوا رامنځ ته شي. که څه هم د دغه کمېسیون غړي ټاکل شوي دي خو د دغه کمېسیون د مشر پر سر اختلافات د دې سبب شوی دی چې د دغه کمېسیون چاري ځنډنۍ کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون مرستیال صدیق الله توحیدي له دویچه ویله سره په خبرو کې ویلي دي چې دغه کمېسیون تر اوسه هیڅ کار نه دی کړی: «نه تر اوسه د کمېسیون کار معلوم دی، نه یې د کار ځای، نه یې په رسمي توگه کار پېل شوی دی او نه هم لا د دغه کمېسیون د رسمي کار د پیلیدو له پاره کومه نېټه ټاکل شوې ده.»

په پام کې ده چې دغه کمېسیون په ټاکنیز نظام کې اصلاحات رامنځ ته کړي او تر هغه وروسته د پارلماني ټاکنو د تر سره کیدو له پاره یوه نېټه اعلان شي. خو ویل کیږي چې ولسمشر او اجرائیه رئیس د دغه کمېسیون د مشر د ټاکلو پر سر اختلاف لري.

له ټاکنیزو کمېسیونونو سره د مرستو قطع کیدل

له ۲۰۰۱م کال راهیسې تر اوسه په افغانستان کې د ټولو تر سره شوو ټاکنو مالي لگښت د نړیوالي ټولني له خوا ورکړل شوی دی. خو د افغانستان ټاکنیزو کمېسیونونو ویلي دي چې په پام کې ده د نړیوالو بنسټونو او مرسته کوونکو هیوادونو مرستې له دوی سره قطع شي. د مالي مرستو د قطع کیدو دلیل پر ټاکلي وخت د پارلماني ټاکنو نه تر سره کیدل ښوول شوی دی.

په وروستیو کې اروپایي ټولنې هم اعلان کړی دی چې په انتخاباتي نظام کې د اصلاحاتو د رامنځ ته کیدو پرته د پارلماني ټاکنو ملاتړ نه کوي. فیفا د نړیوالو مرستو د قطع کیدو په هکله انديښمنه ده او وایي چې په تیرو دریالسو کلونو کې چې کدرونو او مدیرانو ټاکنې رهبري کړي دي په آسانۍ نه دي په لاس راغلي او هغه سیستم چې رامنځ ته شوی دی نه باید په آسانۍ سره وپاشل شي.

دا لومړی وار نه دی چې په افغانستان کې ټاکنې په ځنډ سره تر سره کیږي. په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۴م کال کې ولسمشريزي ټاکنې هم په ځنډ سره تر سره شوې دي.