1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان پارلماني هیئت د ترهگرۍ پر ضد له روسېې مرسته غواړي

د افغانستان په شمال کې د نا امنیو په ډېرېدو او د کندوز له نیول کیدو سره د روسیې اندېښنې ډېرې شوې دي. روسیه اندېښنه لري چې ترهگر به د افغانستان له شمال څخه د منځني آسیا هېوادونو ته لاره پیدا کړي.

طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې تر بل هر وخت ډېر بریدونه د هیواد په شمال او شمال ختیځو ولایتونو کې پیل کړي دي. په بدخشان ولایت کې نا امنۍ ډېرې شوې دي. د کندوز څو ولسوالۍ د حکومت او طالبانو تر منځ ردو بدل کیږي او په فاریاب، سرپل، او بغلان ولایتونو کې هم وخت ناوخت وسله وال بریدونه ترسره کیږي.

کندوز، بدخشان، او فاریاب هغه درې ولایتونه دي چې له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان هېوادونو سره ګډه پوله لري. په دې وروستیو کې د افغانستان له ولسي جرګې څخه یو پلاوی د روسیې پلازمېنې مسکو ته تللې، تر څو د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د روسیې ملاتړ تر لاسه کړي.

د پارلمان غړي وايي چې یاد پلاوی به «له رسیې څخه د افغانستان په جګړه کې د مداخلې غوښتنه نه کوي، بلکي د هغوی اصلي غوښتنه به د افغان ځواکونو له پاره د وسلو او تجهیزاتو تر لاسه کول وي.»

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په دې وروستیو کې ویلي دي چې د منځني آسیا شاوخوا ۷۰۰۰ وګړي له داعش سره یوځای شوي دي چې په باور یې ډېري له دوی څخه د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا هېوادونو ته د ور اوښتو هدف لري.

د ولسي جرگې استازي وايي تللی پلاوی به له روسیې سره په دې خبرې ونه کړي چې د داعش او نورو ترورستي ډلو پر پټنځایونو دې روسیه بمباري وکړي، بلکي د دې ډلو د له منځه وړلو پر نورو لارو چارو به ورسره وغږیږي.

د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مشر اقبال ساپي په دې اړه دویچه ویله ته وویل:« موږ په هوايي برخه کې جنګي الوتکو ته اړتیا لرو، جېټ او بې پيلوټه الوتکو ته اړتیا لرو تر څو خپله د افغانستان دولت په شمال کې ترهگر له منځه یوسي.»

د ښاغلي ساپي په خبره روسیه علاقه لري چې په افغانستان کې د داعش پر مرکزونو او سیمو بمباري وکړي، خو زیاتوي چې د دې کار اجازه به روسیې ته ور نه کړل شي، ځکه هغوې اړتیا لري چې د داسې یوه کار له پاره له افغانستان سره هوکړې ته ورسیږي.



افغانستان د سیالیو ډګر

یو شمېر د پارلمان غړي په دې باور دي چې روسیه په افغانستان کې د نظامي مداخلې هوډ لري او غواړي چې په افغانستان کې د داعش پټنځایونه له منځه یوسي. هغوی زیاتوي چې روسیې ته به په هېڅ صورت د نظامي مداخلې اجازه ور نه کړل شي.

استازي وايي ناټو او امریکا متحده ایالات چې له روسیې سره په مستقیمه او غیر مستقیه سیالۍ کې راګیر دي په افغانستان کې شتون لري او هغوې د داعش پر وړاندې جګړه کوي چې د روسیې مداخلې ته اړتیا نه لیدل کیږي.

یو تن استازي شېر ولي وردګ په دې اړه دویچه ویله ته وویل:« د تروریزم د له منځه وړلو له پاره په افغانستان کې د روس هېڅ ډول مداخله د حل لاره نه ده. د افغانستان ملګري باید افغان ملت او نړۍ ته په افغانتسان کې د خپل پنځه لس کلن سفر(شتون) په اړه مالومات ورکړي چې هغوی د تروریزم سره د مبارزې په جګړه کې کومه لاسته راوړنه درلودلې ده. او پایله یې څه شوه؟»

وردګ همدا شان زیاته کړه چې د افغانستان سیاستوال به هېڅ کله هم اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد د روسیې او امریکا تر منځ د نیابتي جګړې ډګر شي.

هغه وویل:« افغانستان باید د روسیې او د امریکا د جګړې او موخو قرباني نه شي. موږ په هېڅ صورت سره نه غواړو چې افغانستان بیا د روسیې او امریکا د جګړې ډګر پاته شي، موږ نه غواړو چې دوی خپلو موخو ته ورسیږي او تر منځ یې افغانان خوار او زار شي.»

ورته مهال په پارلمان کې داسې کسان شته‌ چې په ټینګار سره وايي افغانستان دې له ناټو سره خپلې اړیکې د روسیې د اړیکو له پاره نه قرباني کوي. د پارلمان یو تن غړي غلام فاروق مجروح په دې اړه وویل:« د افغانستان دولت دې د ناټو په چوکاټ کې له خپلو ملګرو سره په اړیکه کې پاته شي، تر څو داسې ونه شي چې له روسیې سره د اړیکو په پراخوالي سره د ناټو اړیکې له لاسه ورکړو.»

نا تجهیزه پوځ
که څه هم افغانستان اوس مهال د کیفیت له مخې پوره امنیتي او دفاعي ځواک لري، خو د تجهیزاتو له ستونزې سره مخ دی. دا مهال افغانستان مجموع کې شاوخوا ۳۵۰ زره ملي ځواک لري خو نظامي کارپوهانو تل پر دې نیوکه کوي چې یاد ځواک د جنګي الوتکو او درنو وسلو له ستونزې سره مخ دی.

د افغانستان مخکني ولسمشر حامد کرزي په وار وار له ناټو څخه غوښتي و چې د افغانستان ملي ځواکونو ته دې جګړه ییزې الوتکې ورکړي خو تر اوسه هم دغه غوښتنه نه ده منل شوې.
د افغانستان پوځ یا له زړو الوتکو څخه کټه اخلي او یا هم په ځینو مواردو کې دوربین لرونکي وسلې پر ترانسپورتي الوتکو نصبوي او دښمن په نښه کوي. ویل کیږي چې هغه الوتکې چې د ناټو له خوا افغان ملي ځواکونو ته ورکړل شوې اوسنۍ جګړې ته په کتو سره بسنه نه کوي.

DW.COM