1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان ولسمشرۍ ته ۲۷ کانديدان سيالي کوي

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسید. د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر یوسف نورستاني ويلي دي چي د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ۲۷ تنو نومونه ليکلي دي.

د ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې په ورستۍ ورځ يعنی (۲۰۱۳ کال د اکتوبر۶) ۶ تنو نورو هم خپل نومه ثبت کړل چي په دې سره د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره د کانديدانو شمېر ۲۷ تنو ته ورسېد. دغه کانديدان له خپلو مړيو او دوهمو مرستيالانو سره په لاندي ډول دي:

عبدالرب رسول سیاف، لومړی مرستيال محمد اسماعیل دوهم مرستيال عبدالوهاب

عبدالله عبدالله، لومړی مرستيال محمدخان دوهم مرستيال محمد محقق

عبدالرحیم وردگ، لومړی مرستيال عبدالاحد افضلي دوهم مرستيال سید حسین انوري

حشمت‌غني احمدزی، لومړۍ مرستیال عبدالله برومند دوهم مرستيال محمد عابد

قطب الدین هلال، لومړی مرستيال عنایت الله عنایت دوهم مرستيال محمد علي سخي‌زاده

دل‌آقا کوهدامني، لومړی مرستيال زلمی همراز دوهم مرستيال تورپیکۍ عزیزي

سید اسحق گیلاني، لومړی مرستيال ذکریا نورزی دوهم مرستيال شیما عصمتي

فضل کریم نجیمي، لومړی مرستيال صابر تمکین دوهم مرستيال سوسن حاجتي

بسم الله شیر، لومړی مرستيال محمد حسن توحیدي اسکندر دوهم مرستيال خان حسین

اشرف‌ غني احمدزی، لومړی مرستيال عبدالرشید دوستم دوهم مرستيال سرور دانش

سرور احمدزی، لومړی مرستيال عبدالرحمان دوهم مرستيال انجنیر قریشي

حمیدالله قادری، لومړۍ مرستيال محمدعارف بره کي دوهم مرستيال حمیرا حقمل

سردار محمد نعیم، لومړی مرستيال تاج محمد اکبر دوهم مرستيال عزیزالله پویا

زلمی رسول، لومړی مرستيال احمدضیا مسعود دوهم مرستيال حبیبه سرابي

داوود سلطانزوی، لومړی مرستيال احمد سعیدي دوهم مرستيال فاطمه سادات

قیوم کرزی، لومړی مرستيال وحیدالله شهراني دوهم مرستيال ابراهیم قاسمي

گل‌آغا شیرزی، لومړی مرستيال سید حسین عالمي بلخي دوهم مرستيال محمدهاشم زارع

عزیزالله لودین، لومړی مرستيال عباس کریمي دوهم مرستيال حمیدالله رحیمي

خدیجه غزنوي، لومړی مرستيال محمد قاسم فایضي دوهم مرستيال خیرمحمد بارز

انوارالحق احدي، لومړی مرسيتال حشمت‌الله مجددي دوهم مرستيال اسماعیل قاسمیار

نادر شاه احمدزی، لومړی مرستيال فیض محمد دقیق دوهم مرستيال قدم علي خادم

داکتر فاروق اعظم، لومړی مرستيال عبدالغني اصالتي دوهم مرستيال احمد شاه پائیزی

سلمان علي دوست زاده، لومړی مرستيال یوسف امین زازی دوهم مرستيال داکتر عزیزه رهبان وردگ

هدایت امین ارسلان، لومړی مرستيال جنرال خدایداد دوهم مرستيال صفیه صدیقي

عبدالهادي دبیر، لومړی مرستيال سید امرالله پادشاه دوهم مرستيال نثاراحمد خیر اندیش

داور احمد نادم، لومړی مرستيال محمدحسن ساپی دوهم مرستيال هوسۍ اندړ

نور الرحمان لیوال، لومړی مرستيال احمد جان نظري دوهم مرستيال رفیع الله لغمانی

د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر يوسف نورستاني وويل چي د یکشبنې تر ورځې وروسته به هیڅ کاندید حق و نه لري چې د کاندیدېدو په موخه کمېسیون ته مراجعه وکړي. ده وویل هغو کسانو چې وړاندې یې له کمېسیون سره خپل نومونه لیکلي دي د شپې تر ناوخته به په خپل وار سره نوم لیکنه وکړي. نورستاني وویل چې په ولایتونو کې هم د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر په بریالۍ توګه پای ته رسیدلی دی.