1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د افغانستان بيا رغاونه

د افغانستان موزيمونه جدي پاملرنه غواړي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وایي، په پام کې لري چې په ۱۲ ولایتونو کې موزیمونه جوړ کړي. هغوی وایي چي د اوسنیو شپږو موزیمونو د ښه کیدو له پاره هڅې روانې دي.

په کابل کې د افغانستان ملي موزیم چي تر ټولو مهم شمیرل کیږي، وضعه ښه نه ده. د افغانستان د ملي موزیم مشر عمرا خان مسعودي وایي چې دغه موزیم د تودوخې درجې د کنترول، رطوبت، رڼا او اطفایئې سیستمونه نه لري او همدا شان امنیتي کمرې پکې هم نصب نه دي.

د هغه په وینا له تیرو دوو کلونو راهیسې په یوه نړیوال ستندرد د موزیم له پاره د نوې ودانۍ د جوړیدو چارې پیل شوي دي او په دې برخه کې یو څه پرمختگ هم شوی دی. هغه زیاته کړه: «د افغانستان په څلور دیرشو ولایتونو کې خلک او په ځانگړې توگه ځوانان د دې غوښتونکي دي چې موزیمونه ورته جوړ کړای شي، خو اوسنې وضعې ته په کتو سره دا کار نا ممکنه دی. موږ هڅه کوو چې حد اقل په ۱۲ ولایتونو کې موزیمونه جوړ کړو.»

په داسې حال کې چې د ملي موزیم مشر د نويو موزیمونو د جوړیدو خبره کوي، د دغه هيواد د یو شمیر ولایتونو خلک بیا د موجودو موزیمونو د وضعې په اړه اندیښمن دي او وایي چې لرغوني آثار په ځانگړې توگه کتبي آثار د له منځه تللو په حال کې دي. د غزني ولایت یو تن اوسیدونکی محمد عاصف وایي دا چې په نزدې وخت کې به په غزني کې د ۲۰۱۳م کال فیستیوال جوړ شي، او دغه ولایت د «اسلامي نړۍ د کلتوري مرکز» لقب هم خپل کړی، خو له دې سره سره هم د دغه ولایت د موزیمونو وضعیت د جدي انديښنې وړ ده.

د افغانستان د ملي موزيم اثار

د افغانستان د ملي موزيم اثار

هغه په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «په یوه نمایشي شکل یې گام پورته شوی دی، کوچني او غیر معیاري موزیمونه جوړ شوي دي. د بیلگې په توگه د غزني د والي په دفتر کې یې یو موزیم جوړ کړی دی، د والي له مېلمنو پرته بل څوک کولای شي چې دغه موزیم ته ولاړ شي؟»

ویل کیږي چې د اطلاعاتو او کلتور په دوو موزیمونو او د غزني د والي د دفتر په موزیم کې یوازې د اسلامې دورې ۲۰۰ آثار ساتل کیږي، په داسې حال کې چې د بودا د دورې د مربوطو اثار لویه برخه په گودامونو کې ساتل کیږي.

د افغانستان د ملي موزیم د مشر مسعودي په وینا د تجربه لرونکو کارکوونکو او د لرغونو آثارو د پیژندنې او رغونې له پاره د کافي لابراتوارونو نه شتون په ټول هیواد کې احساسیږي. د هغه په وینا دغه کار د موزیمونو پر وضعیت باندې بد اغیز کړی دی. هغه زیاتوي چې «حکومت باید کار اهل کار ته وسپاري.» هغه غواړي چې ډیر شمیر لابراتوارونه جوړ کړي او هغه محصلین چې د اجتماعي علومو د د لرغون پيژندنې له انستیتوت څخه فارغیږي، په کار وگمارل شي.

د ملي موزیم د ریئس په وینا چې د کیندنې په پایله کې په دغه هیواد کې هره ورځ د لرغونو آثارو شمیر مخ پر زیاتیدو دی. د دغه چارواکي له خوا د ورکړل شوو ارقامو پر بنسټ، له ۲۰۰۳ کال راهیسې په دغه هیواد کې قانوني کیندنې ادامه لري او ډیر لرغوني آثار موزیمونو ته انتقال شوي دي.

د مسعودي په وینا آلماني لرغون پوهانو د کیندنې، بیا رغاونې، دثبتولو او د هرات ولایت د موزیم د ترتیبولو په برخه کې بنسټیز کارونه تر سره کړي دي. خو هغه پر دې خبره ټینگار وکړ چې اوس هم په دغه هیواد کې خپل سري کیندنې او د لرغوني آثارو قاچاق ادامه لري.

د نوموړي په وینا افغاني او نړیوالو پولیسو، یونیسکو او د لرغونو آثارو په داوطلبانه توگه راستنوونکو خلکو په هڅو په تیرو لسو کلونو کې د ۱۵ څخه تر ۱۶ زره پوري لرغوني آثار بیرته د افغانستان موزیمونه ته راوړل شوي دي.

له دې سره سره د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د موزیمونو د ښه کولو او پراخولو په برخه کې د بودجې له کمښت څخه شکایت کوي. دغه وزارت د نړیوالو ټولنو څخه د افغانستان فرهنگي میراث ته د لا زیاتې پاملرني غوښتونکی دی.

د ملي موزیم د ریئس د وینا له مخې په اوس وخت کې یوازې د کابل او هرات ولایت موزیمونه د جمعې د ورځې پرته د لیدونکو پر مخ پرانیستي وي، چې له افغانانو څخه شل او بهرنیانو څخه سل افغانۍ اخیستل کیږي.