1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان ملي موزيم ته نوې ودانۍ جوړيږي

افغان چارواکي وايي، چي د امريکا په همکارۍ به د ملي موزيم له پاره نوې ودانۍ جوړه کړي. د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت وايي، چي د اوسني موزيم ودانۍ د تاريخي اثارو د ساتني له پاره مناسبه نه ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ وزرات او په کابل کي د امريکا سفارت د دوشنبې په ورځ(۲۰۱۲ کال د سپتمبر۱۷) په کابل کي د ملي موزيم د نوي ودانۍ د جوړيدو طرح اعلام کړه. په پام کي ده چي دغه ودانۍ به پر نړيوالو معيارونو برابره جوړه سي.

نوی موزيم د اوسني موزيم څنگ ته په ۸ جريبه مځکه کي جوړيږي. دغه مځکه تر دې دمخه د افغانستان په ملي دفاع وزارت پوري اړه درلوده.

د ملي موزيم تاريخي اثار دلته ليدلای سئ

د افغانستان د ملي موزيم د ودانۍ طرح شپږ مياشتي دمخه نړيوال رقابت ته وړاندي سوې وه چي بېلابېلو هيوادونو خپلي طرحي وړاندي کړې. له ۷۲ طرحو څخه درې ئې غوره سوي دي.

د افغانستان د ملي موزيم تاريخي اثار

د افغانستان د ملي موزيم تاريخي اثار

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنگ وزارت تيره ورځ و دوو هسپانوي او يوې المانۍ طرح ته جايزې ورکړې. په پام کي ده، چي د موزيم نوې ودانۍ به د هسپانيا هيواد د طرح له مخي جوړه سي.

د اطلاعاتو فرهنگ وزير سيد مخدوم رهين وايي، چي د دې پروژې له پاره دوه ميليونه ډالره د افغانستان حکومت او پنځه ميليونه ډالره د امریکا متحده ايالاتو له خوا ځانگړي سوي دي.

هغه وويل:«د افغانستان ملي موزيم د ټولو افغانانو د وياړونو گډ کور دئ. دا هغه ځای دئ، چي زموږ د نيکه گانو وياړونه پکښې پراته دي.»

د افغانستان د ملي موزيم اوسنۍ ودانۍ په ۱۹۲۲ کال کي د غازي امان الله خان په وخت کي جوړه سوې ده.

رهين وويل، چي د موزيم اوسنۍ ودانۍ د ټولو تاريخي اثارو د ساتلو وړتيا نه لري.

د افغانستان د ملي موزيم تاريخي اثار

د افغانستان د ملي موزيم تاريخي اثار

په دغه غونډه کي د امریکا سفارت استازي هوگو لورنس وويل، چي د افغانستان ملي موزيم داسي تاريخي اثار لري، چي افغانان د نړۍ له نورو خلکو سره يوځای کوي.

د امريکا متحده ايالاتو اعلام کړی دئ، چي د شيکاگو موزيم به د افغانستان له ملي موزيم سره همکار وي.

دغه امریکايي استازي وويل، چي هيواد ئې د ۲۰۰۲ کال راهيسي د افغانستان د ملي موزيم د ښه کولو له پاره تر اوسه پوري لس ميليونه ډالره مصرف کړي دي.

حسين سيرت/ کابل
کتونکی: نجيب الله زیارمل