1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د افغانستان ماموریت، د آلمان د بهرني سیاست مهمه برخه جوړوي

د افغانستان ماموریت د تیر هر ماموریت په پرتله د آلمان پر سیاست اغیز پریښې دی. په افغانستان کې د آلمان سرتیري ووژل شول او د سرتیرو راوتل وځنډیدل، خو د آلمان مهم گوندونه له دغه ماموریت څخه مختلفې نتیجې اخلي.

د آلمان د کیڼ اړخه گوند له لوري په چاپ شوو پوسترونو کې داسې شعارونو تر سترگو کیږي: «د وصلې صادرات باید ودروئ! د هیواد د باندې ټول پوځي ماموریتونه بند کړئ!» کیڼ اړخه گوند د آلمان په پارلمان کې یوازینی گوند دی چې په بهرنیو هیوادونو کې د آلمان د اردو د ماموریت په کلکه توگه مخالفت کوي.

د آلمان کیڼ اړخه گوند غواړي چې د افغانستان په شمول له ټولو ماموریتونو څخه سرتیري بیرته خپل کورونو ته راستانه کړای شي. دا د دغه گوند یو له سیاسي اهدافو څخه دی. د آلمان په پارلمان یا بونډسټاگ کې د کیڼ اړخه گوند غړي یان فان آکن، له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دغه موضوع زموږ زړونو ته ډیره نزدې ده.» هغه په خبرو کې وړاندې وویل: «زما تبلیغاتي سلاکارانو راته تل دا خبر کوله چې د بهرني سیاست موضوع نه شي کولای رایې په لاس راوړي، خو زه پر دې خبره دومره ډاډه نه وم.»

په افغانستان کې په اوسني وخت کې ۴۱۰۰ آلماني سرتیري میشت دي. کیڼ اړخه گوند پر دې باور دی چې دغه ماموریت ناکامه شوی دی، دا په داسې حال کې ده چې نور گوندونه پر دې خبره ټینگار کوي چې د ناټو ځواکونو د افغانستان په بیا رغاونه او د خپل هیواد د امنیت د ټینگولو په برخه کې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته کړې ده، چې له ۲۰۱۴م کال وروسته به د خپل هیواد امنیتي چارې پر مخ بیایي. په پام کې ده چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه به له افغانستان څخه ټول بهرني جنگي سرتیري ووځي.

یوه خبره چې ټول گوندونه یې په اړه یوه خوله دي، دا ده چې حکومت او پارلمان هغه ننگونې چې ماموریت ورسره له ډیرې اوږدې مودې راهیسې مخامخ دی، لږې اټکل کړې وې.

په داسې حال کې چې د ماموریت اهداف ډیر وو، په لومړي سر کې د هغې په تناسب تجهیزات کم وو. آلمان په ۲۰۰۲م کال کې د پوځې مداخلې په لومړي سر کې یوازې څو سوه سرتیري افغانستان ته واستول چې یوازې د کابل پر سړکونو کې گزمه وکړي. په هغه وخت کې دغه مسئله یوازې د ثبات راوستلو د یوه لنډ گام په توگه یادیده، خو دا د نړیوالې ټولنې یوه لویه اشتباهي محاسبه وه.

په بدل کې طالبانو په افغانستان خپلو تروریستي فعالیتونو ته ادامه ورکړه، ځکه چې مرکزي حکومت کمزوری وو او پولیسو او وسلوالو ځواکونو په بد وضعیت کې قرار لاره. دا هماغه وخت وو چې د آلمان حکومت وویل چې د آلمان له امنیتي گټو څخه په افغانستان کې دفاع کوي.

په تدریجي توگه د نړۍ د پنځوسو څخه د زیاتو هیوادونو سرتیري د ایساف له ماموریت سره یو ځای شول. په ۲۰۱۰م کال کې د بېلابېلو هیوادونو ۱۳۰ زره تنو په افغانستان کې حضور درلود.

د روان کال تر اگست میاشتې پورې لږ تر لږه ۳۵ آلماني سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي

د روان کال تر اگست میاشتې پورې لږ تر لږه ۳۵ آلماني سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي

د افغانستان کړکیچ په آلمان کې هم د لانجو باعث وگرځيد. په ۲۰۰۹م کال کې د آلمان په مشرۍ په کندز ولایت کې هوايي بدمرغه برید د لسگونو ملکي وگړو د مرگ سبب وگرځید، چې د آلمان په سیاست کې یې لوی جنجال رامنځ ته کړ.

روښانه اهداف

په پارلمان کې د آلمان مسیحي دیموکرات غړی رودریش کیزه وېتر، وایي: «په راتلونکي وخت کې موږ یوې روښانې ستراتیژۍ ته اړتیا لرو، چې په ترڅ کې یې موږ په ماموریت کې څه په لاس راوړل غواړو. هغې ته موږ د رسیدو له پاره کافي وسائلو ته اړتیا لرو. د ډیرو کلونو له پاره د آلمان اردو [په افغانستان کې] د جنگي شرایطو سره د مبارزې له پاره مجهزه نه وه.» کیزه ویتر، چې خپله یې هم په وسلوالو ځواکونو کې دنده تر سره کړې ده وړاندې وایي: «[د آلمان اردو] تر هغه وخته پورې مجهزه نه وه، ترڅو چې خپل ډیر سرتیري یې لاسه ورکړل، تر هغې وروسته موږ د خپل نظر په بدلولو پیل وکړ.»

د روان کال د اگست تر میاشتې پورې لږ تر لږه ۳۵ آلماني سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي. له افغانستان څخه د آلماني سرتیرو د راوتلو لړۍ پیل شوې ده او د ۲۰۱۴م کال تر پایه به دغه سلسله بشپړه شي.

آزاد دیموکراتان هم د بل هر ډول یوې پوځې مداخلې څخه تر مخه د یوې روښانه ستراتیژۍ د جوړلو غوښتنه کوي. زرغون گوند هغه افغان کارکوونکو ته چې له آلماني ځواکونو سره یې کار کړی دی په آلمان کې د پناهندگۍ ورکولو غوښتنه کوي.