1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان له پاره د USAID پنځه کلن پلان

په داسې حال کې چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه له افغانستان څخه نړیوال بهرني ځواکونه وتلو ته چمتو والی نیسي، د امریکا د پرمختیایي چارو ادارې د ځواکونو وتلو وروسته هم د دغه هیواد د اقتصادي ودې د پرمختگ ته ژمنتیا ښوولې ده.

په روانه اوونۍ کې د امریکا متحده ایالاتو د پرمختیایي چارو ادارې یا (USAID) د افغانستان له پاره د دریو نوو نوښتونو څخه پرده پورته کړې ده چې دغه اداره به ورته په راتلونکو پنځو کلونو کې خپله توجه متمرکزه کړي.

امریکا متحده ایالاتو په روان مالي کال کې په خپله بودجه کې له افغانستان سره د ملکي مرستو په برخه کې سم نیمایي کمې راوست. ویل کیږي چې د دغه کار یو علت د افغان ولسمشر حامد کرزي له لوري د امریکا متحده ایالاتو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون د نه لاسیکیولو له امله ناهیلي ښوول شوې ده. دغه امنیتي تړون د ۲۰۱۴م کال وروسته په افغانستان کې د امریکایي سرتیرو د حضور څرنگوالی په گوته کوي. د نظر اختلاف د موجودیت سره سره به هم دا د متحده ایالاتو د پرمختیایې ادارې پر اقداماتو باندې کوم اغیز و نه لري، دا ځکه چې هغوی د ۲۰۱۲م او ۲۰۱۳م مالي کلونو له پاره اقتصادي بودجه تر لاسه کړې ده.

یو ایس ایډ، به د دغو نوو اقداماتو یا پروژو په ترڅ کې خپله توجه د سوداگرۍ، زراعت، لوړو زده کړو او همداشان د کاري ځواک په برخه کې متمرکزه کړي.

هغه افغانان چې د پرمختیایي چارو په برخه کې بوختیا لري هیله من دي، چې دغه نوې پروژې به د دوی د کارونو په بشپړتیا کې مرسته وکړي. عزیز الرحمن قرغه، چې د افغانستان د صحي او پرمختیایي چارو د خدماتو په نوم د یوه غیر انتفاعي سازمان مشر دی، له انتر پرېس سروس، په نوم له خبري آژانس سره په مرکه کې هیله څرگند کړې ده چې د پوهنتونونو د ملاتړ او د کاري ځواک د پرمختیایي چارو پروگرام به د صحي خدماتو په برخه کې په لوړه کچه د افغان مسلکي روزونکو کدرونو په برخه کې مرسته وکړي.

عزیز الرحمن له نوموړي خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي دي: «د ټیټي کچې د صحي خدماتو وړاندې کوونکو د کمبود د تشې غم به موږ وخورو. خو د لوړې کچې د صحي خدماتو د بیلگې په توگه د ډاکټرانو په ځانگړې توگه د ښځینه ډاکټرانو کمبود واقعا یوه لویه ستونزه ده. زه هیله من یم چې د [کاري ځواک د پرمختیا پروگرام] هغه څه دي چې د نورو تر څنگ د صحي خدماتو د وړاندې کوونکي د روزلو په برخه کې مرسته کوي.»

بله د سوداگرۍ او عوایدو ته د ودې ورکولو پروژه ده، چې غواړي د بهرنۍ سوداگرۍ په مټ په بهرنیو مرستو باندې د افغانستان تکیه کمه کړي. دغه کار د گمرکي اصلاحاتو په راوستلو، د سیمه ییزو سوداگریزو تړونونو د تر سره کولو او د سوداگرۍ نړیوال سازمان (WTO) ته د داخلیدو په برخه کې د افغانستان له پاره د آسانتیاوو رامنځ ته کول دي.

بله پروژه زراعتي وړتیاوو ته وده ورکول دي. د زراعت د سیمه ییزې پرمختیا پروژه هڅه دا ده چې زراعتي تولیدات زیات شي او د خپلې اړتیاوو پوره کولو وړ کرهڼۍ څخه ووځي.

یو اېس ایډ، وړاندوینه کوي چې دغه پروگرام به شاوخوا ۴۰۰ زره بزگران تر خپل پوښښ لاندې راولي، ۱۰ زره نوي کار ځایونه به رامنځ ته کړي او د غنمو او نورو فصلونو په برخه کې به ۲۰ سلنه زیاتوالی رامنځ ته کړي.

بله پروژه د پوهنتونونو د ملاتړ او د کاري ځواک د پرمختیا پروگرام دی. د دغه پروگرام په ترڅ کې درې امریکایي پوهنتونونه له افغان پوهنتونونو او تجارتي شرکتونو سره په گډه همکاري کوي. د دغه همکارۍ موخه په اړینو برخو کې د لېسانس په کچه د اوو نوو داسې تحصیلي رشتو رامنځ ته کول دي چې د اوږودې مودې له پاره د افغانستان له شرايطو سره انطباق ولري.

د متحده ایالاتو د پرمختیایي ادارې کارکوونکی دونلد سمپلیر، چې د افغانستان او پاکستان په برخه کې کار کوي، په واشنگټن کې د «نیو امریکن فاونډیشن» په نوم فکري بنسټ کې د یوه بحث په ترڅ کې وویل چې یو اېس ایډ، د پرمختیا په برخه کې نورې درې پروژې هم لري، خو هغه زیاته کړه: «په دې اړه مشخص ډول څه نه شي ویلای، ځکه چې دا د جگړې د مرحلې څخه د جگړې وروسته مرحلې ته متمرکزه ده.»