1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان زراعت د ودې په حال کې دی

د افغانستان د کرهڼي سکتور د ودي په ترڅ کې د ځينو نویو محصولاتو لکه زعفران او سپیني لوبیا (سویابین) د کښت ډېرښت، نوي هيلي راپيدا کړي دي. خو اوس هم افغانستان ډیر خوراکي مواد له نورو هیوادونو څخه واردوي.

د افغانستان د کرهڼي او مالدارۍ وزارت نوي شمېرې ښيي چې ۸۵ سلنه اوسیدونکي د زراعت په سکتور کې په کار بوخت دي خو بیا هم افغانستان هر کال شاوخوا دوه میلیونه ټنه غنم له نورو هیوادونو څخه واردوی. دغه وزارت د بوديجې له کمښت څخه سر ټکوي او وایي چې که څه هم د کرهڼي او مالدارۍ سکتور د افغانستان د نفوس ډیره برخه په کار اچولې ده خو د ملي بوديجې یوازې درې سلنه دغه سکتور ته ځانګړې شوې ده.

د کرهڼي او مالداري وزارت ویاند لطف الله راشد، وایي چې له ۱۳۸۱م کال راهسي د افغانستان د کرهڼي سکتور کرار کرا وده کړې ده خو اوس هم زراعتي حاصلات د افغانستان اړتیا نه شي پوره کولای: «اړتیاو د سنجولو پر اساس افغانستان هر کال اووه میلیون ټنو غنمو ته اړتیا لري. موږ له دغې اندازې غنمو څخه یوازې پنځه میلیونه ټنه تولیدوالای شو.»

د ډیرو افغان بزګرانو له پاره زراعت یوازي د خپلو خوراکي موادو پوره کولو معنی لري او ماشیني کرهڼه اوس په لومړي پړاو کې ده او ډیر بزګر ورته لاسرسی نه لري. سنتي افغان بزګر نهه میاشتې په کار بوخت وي، څو د خپل اړتیا خوراکي مواد تامین کړي.

د کرهڼي سکتور ماشیني کول

په افغانستان کې د کرهڼي سکتور د ماشیني کولو له پاره هڅې پیل شوي دي. د امریکا متحدو ایالاتو د نړیوالي پراختيا ادارې په ګډون یو شمیر نړیوالو سازمانونو هم په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته کړې ده. دغه سازمان له ۲۰۰۲م کال راهیسې له یو میلیون افغان بزګرو سره مرسته کړې ده. د دغې امریکایي ادارې په حواله د افغانستان تر۷۵ سلنه ډېر اوسیدونکي د خپل ژوند د اړتیا پوره کولو په موخه د کرهڼي پر سکتور تکيه کوي. پر دې سربیره د کرهڼي سکتور د افغانستان د کورنیو ناخالصو عوایدو ۲۵ سلنه برخه جوړوي.

د افغانستان د کرهڼي او مالداري وزارت وایي چې د نړیوالي تولني مرستو په پایله کې د افغانستان له ۳۰ څخه تر ۳۵ سلنه پورې زراعت ماشيني شوی دی. د دې وزارت ویاند ویلي دي چې تر اوسه افغان بزګرو او کوپرابیفونونو ته ۷۸۵۰ تراکتورونه ورکړل شول دي. په راتلونکو څو اوونیو کې به د چین هیواد هم د افغانستان زراعت ته ۳۰۰۰ نوي تراکتورونه ورکړي.

زعفران او سپینه لوبیا

په افغانستان کې تر ټولو مهم زراعتي توکی غنم دي. خو زعفران او سپینه لوبیا چې له لسو کلونو راهیسې د افغانستان د زراعت يوه برخه گرځېدلې، د دغه هیواد په دوو مهمو زراعتي توکو بدل شوي دي.

افغان حکومت هڅه کوي چې د زعفرانو کښت د کوکنارو ځای ونیسي. د دغه بوټي کښت اول وار د افغانستان په هرات ولایت کې پیل شو خو تیر کال هغه د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې کرل شوي ول. افغانستان په ۲۰۱۴م کال کې ټول ټال ۴۰۰۰ کیلو ګرام زعفران تولید کړل.

په روان کال کې بیا د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د زعفرانو د کښت ترویج پروګرامونه پیل شويدي او تر اوسه پورې افغان بزګرو ته ۱۶۰ ټنه د زعفرانو پیاز ویشل شوي دي.

په عیني حال کې سپینه لوبیا په افغانستان کې ځانګړی ارزښت موندلی دی. د لوبيا کښت په افغانستان کې په ۲۰۰۳ کال کې پیل شو او په ۲۰۱۳م کال کې په ۳۴ ولایتونو کې وکرل شول. تیر کال په ټول افغانستان کې ۲۷۰۰ ټنه سپینه لوبیا تولیده شوه.

باغداري

افغانستان د میوو هیواد دی. د دغه هیواد د بیلابیلو برخو متفاوت اقلیم په دغو سیمو کې د بیلابیلو میوو د تولید امکان برابروي. د کرهڼي وزارت ادعا کوي چې په تیرو کلونو کې یې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د باغدارۍ د ودې له پاره کار کړی دی.

د دغه وزارت د ویاند په خبره تر اوسه تر۵۰ زرو زيات د میوو نوي باغونه د افغانستان په بیلابیلو برخو جوړ شوي دي. چارواکي زیاتوي چې پر دې سربیره د زرونو هغو باغونو د مدرنیزه کولو چاري هم بشپړي شوي دي چې تر دې مخکې په سنتې توګه اداره کیدې.

سوړه ځايونه، بسته بندي او د زراعتي محصولاتو پروسس

ځيني مېوې په ځینو فصلونو کې ډیري ارزانیږي او دلیل یې هم دا وي چې بزګر د هغوی د ساتلو امکانات نه لري. خو په وروستیو وختونو کې د افغانستان په شبږو ولایتونو کې اته لوی سوړه ځايونه جوړ شول چې هر یو یې د ۵۰۰ متر مکعب میوو ساتلو ظرفیت لري.

د افغانستان د کرهنې او مالداري وزارت ویاند وایي: «له نیکه مرغه د بسته بندي او پروسس ۱۳ مرکزونه په راتلونکې اوونۍ کې د افغانستان په اوو زونونو کې پرانیستل کیږی. دغه هر مرکز په یوه ورځ کې د ۱۵ ټنه زراعتي محصولاتو او ۲۵۰ کیلو میوو د وچوولو ظرفیت لري.» دغه چارواکی وایي چې په یوه میاشت کې به د میوو د بسته بندۍ او پروسس شپږ نور مرکزونه هم پرانیستل شي.

د بزګرو د کوپراتیفونو چوړول

اوس په افغانستان کې د بزګرو ۲۸۰۰ کوپراتیفونه موجود دي چې لس سلنه غړي یې هم ښځي دي. د دغو کوپراتیفونو اصلي هدف د زراعت د ودي په برخه کې له بزګرو سره همکاري ده. هغوی دنده لري چې د کرهڼې او مالداري د پروګرامونو په اړه بزګرو ته معلومات ورکړي. راشد وایي: «تر اوسه پوري تر ۱۰۰ زرو ډېر بزګر مسکلي روزل شوي، چې ښځي هم پکښې شاملي دي.»

کوپراتیفونه همداراز د اصلاح شویو تخمونو، کیمیاوي کود او زراعتي درملو په ویش کې ونډه اخلي او بزګر له تراکتورنو څخه ستفادې ته هڅوی. د کابل په شکردره کې یو باغدار محمد داد، وایي: «پخوا به مو میوې په خلطو کې راټولوې خو اوس حکومت موږ ته کارتنونه راکړي دي.»

DW.COM