1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان د کورنيو توليداتو څرنگوالی

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر اساس په ۱۳۹۰ کال کي د ۱۳۸۹ کال په پرتله د غلې دانې په توليد کي۱۲۷۱۵۸۰ ټنه کموالی راغلی دئ.

په افغانستان کي نامناسب اقليمي شرايط، طبيعي افتونه، ښاري او کليوالي سيمو ته د کرهڼي وزارت د کارکوونکو نه تګ د زراعتي محصولاتو د کموالي عمده لاملونه دي. په مقابل کې په هيواد کي د نفوس چټکه وده او پرڅنگ ئې د خوراکي موادو کموالی تر جنګ وروسته د ژوند پر وړاندي لوی چيلينج دئ.

د افغانستان د مرکزي احصائيې ادارې د معلوماتو له مخي په تير۱۳۹۰کال کي د هيواد نفوس ۲۶،۵ ميليونه وګړي ول، مګر د امريکا د متحده ايالاتو څارګري ادارې د معلوماتو له مخي په روان ۱۳۹۱کال کي نزدې۳۰ ميليون وګړي تخمين شوي دي. هر کال د نفوس زياتيدل او د زراعتي محصولاتو کميدل د خلکو پر ژوند منفي اغيز کوي او ډيری وګړي له خوارځواکۍ سره مخامخ کيږي.

د خوراک نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي د ۲۰۰۸-۲۰۰۷ کلونو په جريان کي ۷،۴ ميليونه وګړو په کافي اندازه خوراکي موادو ته لاس رسی نه درلود.

په تيرو لسو کلونو کي هر کال زراعتي محصولات ډير کم ول او د هيواد د اړتيا له پاره ئې بسنه نه کوله.

د کرهڼي او مالدارۍ وزارت د معلوماتو پر اساس په ۱۳۹۰ کال کي د ۱۳۸۹ کال په پرتله د غلې دانې په توليد کي۱۲۷۱۵۸۰ ټنه کموالی راغلی دئ.

د غله دانې تر څنګ د تازه مېوې په حاصلاتو کي هم د پام وړ کموالی راغلی دئ.

د کرهڼي او مالداري وزارت د معلوماتو له مخي تير کال ئې په ټوليز ډول د تازه مېوو ۶۸۹۰۲۳ ټنه حاصلات درلودل په داسي حال کي چي په ۱۳۸۹کال کي د حاصلاتو کچه ۸۴۱۶۲۱ ټنه وه.

خو د مالداري په شمير کي د ۱۳۸۹کال په پرتله په ۱۳۹۰کال کي ۶،۵ سلنه زياتوالی راغلی دی. خو په محصولاتو کي بيا له غوښي پرته، لبنيات او نور حاصلات کم شوي دي.

له دې سره سره چي د کرهڼي او مالداري وزارت په تير ۱۳۹۰کال کي د ۱۳۸۹کال په پرتله ۱۱۸۰۳ ټنه زياته کيمياوي سره(يوريا) ويشلي ده مګر بيا هم لږ حاصلات تر لاسه شوي دي.

نا مناسب اقليمي شرايط او طبيعي افتونه.

نامناسب اقليمي شرايط او طبيعي پېښي د دې سبب کيږي چي کرنيز محصولات کم شي. د مرکزي احصائيې ادارې د معلوماتو له مخي، چي د ۱۳۵۹ کال راهيسي۶۰ سلنه د کرهڼي وړ ساحې کموالي کړی دئ او اوس مهال په افغانستان کي د ټولي مځکي يوازي ۱۲سلنه ئې د کرني وړ ده.

له بل پلوه د خوراک نړيوال سازمان د معلوماتو پر اساس هر کال نزدې۴۰۰۰۰۰ وګړي د طبيعي پيښو سره مخامخ کيږي.

د بزگرو ستونزو ته پر وخت نه رسيدل

زموږ د هيواد ۵۵ سلنه وګړي په کرهڼه او مالدارۍ لګيا دي او د عايد لويه سرچينه ئې تشکيلوي، په داسي حال کي چي د دوی ستونزو ته پر وخت رسيده ګي نه ده شوې.

د کرهڼي او مالداري وزارت د معلوماتو له مخي اوس مهال يوازي۱۰ سلنه کورنۍ او بزگران د کرهڼي وزارت کارکوونکو ولارښوونو ته لاس رسی لري.

پر وخت د لارښوونو او اړتيا وړ امکاناتو نشتوالی ددې لامل کيږي چي بزگران له کرکيلي او مالدارۍ سره علاقه کمه کړي او ځانته نور مصروفيتونه پيدا کړي.

د کرهڼي او مالداري وزارت ارقام ښيي چي د کرهڼيزو کوپراتيفونو په شمير کې د پام وړ کموالی راغلی دئ او په تير۱۳۹۰کال کې د ۱۳۸۹کال په پرتله ۲۰ سلنه کوپراتيفونه لږ شوي دي.

برعکس د هيواد صنعتي سکتور چي د ناخالص ملي توليد ۲۱،۵ سلنه برخه جوړوي په تير ۱۳۹۰ کال کي د پام وړ زيات شوی دئ.

د مرکزي احصائيې ادارې د معلوماتو له مخي چي په تير۱۳۹۰کال کي په ټوليز ډول ۸۰۷ بېلابېلو دولتي او خصوصي تصديو وجود درلود او د دوی په ارزښت کي د پام وړ زياتوالی راغلی دئ.

د دولتي او خصوصي تصديو ارزښت په ۱۳۹۰کال کي د ۱۳۸۹کال په پرتله ۴۸ او ۱۳ سلنه زيات شوی دئ.

سره له دې چي د دولتي او خصوصي تصديو توليدات په تير۱۳۹۰کال کي زيات شوي دي خو بيا هم يو شمير تصديو په تيرو دوو کلونو کي غير اقتصادي توليدات درلودل.

د مرکزي احصائيې ادارې ارقام ښيي چي د جبل السراج د سيمنټو تصدي او د بلخ د غله دانې تصدي(Balkh Textile Co.) په تيرو ۱۳۸۹ او ۱۳۹۰کال کي له تاوان سره مخامخ شوي وې او دواړه کلونه ئې د عوايدو په پرتله زيات مصارف درلودل.

د صنعتي سکتور د توليداتو زياتوالی عمده دليل د دې سکتور له پاره د بريښنا او انرژۍ د اسانتياوو برابرول دي.
افغانستان هر کال په زرونو کيلو واټه بريښنا او په زرونو ليتره د سون مواد له ګاونډيو هيوادونو څخه رانيسي تر څو د صنعتي سکتور له پرمختګ سره مرسته وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر اساس، چي په تير کال کې هيواد ته ۲۷۳۱،۹ ميلونو کيلو واټ بريښنا وارد شوې ده او دغه رقم د ۱۳۸۹کال په پرتله ۳۲ سلنه زياتوالی ښيي.

که څه هم د بريښنا او انرژۍ واردول د هيواد د صنعتي سکتور د پرمختګ وسيله ده خو د هيواد په داخل کې هم د انرژي او بريښنا د توليد له پاره ښه امکانات شته.

که چيري دولت د نړيوالي ټولنې له مالي ملاتړ څخه سمه استفاده وکړي او مرسته شوي پيسي د يو سم پلان پر اساس او پر وخت ولګوي، نه يوازي دا چي په خپلو کارونو کي به نړيوالو مرسته کوونکو ته خپله وړتيا وښيي او د دوی توجه به راجلب کړي، بلکي هيواد به په تدريجي ډول له وارداتي اقتصاد څخه پرځان ولاړاقتصاد بدل کړي.

خو په تيرو لسو کلونو کي حتی يو کال هم دولتي ادار په دې نه ده توانېدلې چي دوی ته ځانګړې شوې بودجه پر وخت مصرف کړي.

زموږ هيواد هر کال په ميليونو ډالر مرستي تر لاسه کوي او له دې لاري د هيواد چاري پرمخ وړي، مګر د دولتي مسئولينو نه کنترول او څارنه د دې لامل کيږي چي کله نا کله يو شمير تصدۍ د ګټي پر ځای له تاوان سره مخامخ شي.

په دې ډول نو دولتي مسئولينو ته پکار ده، چي د بې ځايه لګښتونو مخه ونيسي او له مرسته شويو پيسو څخه د هيواد په ابادۍ کې ګټه واخلي.

پوهيالی ګل شاه صبري
کتونکی: نجيب الله زيارمل