1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

سيمه

د افغانستان د پولې په لور مارش پیل شو

شاوخوا ۵۰۰۰ پاکستاني اسلامپالو د شنبې په ورځ د ناټو پر مخ د پاکستان د پولې د پرانیستل کیدو پر ضد خپل مارش پیل کړ. په دې ترڅ کې هغوی د افغانستان او پاکستان د پولې په لور د څلورو ورځو له پاره مارش کوي.

مظاهره کوونکو چې په موټرو کې سپاره ول له ځانه سره ئې «له پاکستان څخه د دفاع شورا» بیرغونو لیږدول خپل مارش پیل کړ. دغه شورا په پاکستان کې د توندلارو اسلامپالو ډلو یو ائتلاف دئ.

اسلام آباد په وروستیو وختونو کې له اوو میاشتو وروسته پریکړه وکړه چې د ناټو پر وړاندې خپله پوله پرانیزي. دغه پوله د ۲۰۱۱ کال د نومبر په میاشت کې د ناټو په یوه هوایی برید کې د ۲۴ پاکستاني سرتیرو تر وژل کیدو وروسته تړل شوې وه.

«له پاکستان څخه د دفاع شورا» یوه چارواکي مولوي سمیع الحق وویل: «موږ دغه مارش د ناټو پر مخ د پولې د پرانیستل کیدو پر وړاندې د اعتراض په توگه پیل کړی دﺉ. موږ خپل حکومت ته خبرداری کوو چې د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې څخه ووځي.»

هغه زیاته کړه چې متحده ایالات وروسته له دې چې په افغانستان کې پیاوړي شي، پر نورو اسلامي هیوادونو هم بریدونه کوي:

«خو موږ به د دې کار اجازه ور نه کړو. موږ به د هغوی پر ضد وجنګیږو او د هغوی پلانونه به ناکام کړو.»

دغه مارچ له کویټې څخه پیل شوی دئ او د یکشنبې په ورځ به چمن ته ورسیږي، خو داسې نه ښکاري چې د دې مارچ له کبله افغانستان ته د ناټو روانې لارۍ ودرول شي، ځکه چې دا مارش سوله ییز ښول شوی دئ.

د مارش یوه تنظیموونکي عبدالستار چشتي وویل: «موږ د پولې صفر نقطې ته د تلو پلان نه لرو. موږ به چمن کې افغانستان ته نزدې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړ.»

له پاکستان څخه د دفاع شورا مشر تر دې مخکې ویلي وو چې تر هغه وخت پورې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي چې پاکستان د ناټو پر مخ خپله پوله وتړي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض