1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

د افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان د مړيني پنځوسمه کاليزه

په دي مناسبت د علومو د اکادمي له پخواني غړي او سر محقق عبداالله بختياني سره د آلمان ږغ د راډيو ځانګړی مرکه

د دارلامان ماڼي چي د جګړي د کلونو په وخت کي ويجاړه شوه

د دارلامان ماڼي چي د جګړي د کلونو په وخت کي ويجاړه شوه

دويچه ويلي:

نن ( دوشنبی) د افغانستان د پخواني پادشاه، امان الله د تليني پنځوسمه کاليزه ده ، مخکي له دی چي د دغه پادشاه د سلطنت د دوري په قوت او ضعف باندي وغږيو، د هغه په ژوند باندي یو څه معلومات راکړي؟

بختیانی:

د غازي امان الله خان د افتخار او حتي د افغانستان د افتخار غټه خبره دا ده چي د هغه د زمامداري په وخت کي افغانستان خپله خپلواکي تر لاسه کړه. د خپلواکي دغه اعلان امان الله خان په خپله د عيدګاه په جومات کي د يو زيات شمير افغانانو په مخکي وکړ. دا د هغه لپاره لوی افتخار دی. بله خبره دا ده چي دی په هغه يو هيواد کي چي ډير وروستي پاتي ؤ، نه يواځي له اقتصادي لحاظه بلکه له سياسي او فکري لحاظه هم، د يو مترقي نهضت غړي ؤ او دا د مشروطه غوښتني نهضت ؤ. دا هغه وخت ؤ چي امان الله خان لا پادشاه شوي نه ؤ.

دويچه ويلي:

تاسي له مرکي څخه مخکي ماته يادونه وکړه چي د امان الله خان د جنازي په مراسمو کي مو هم ګډون درلود او يو خاطره مو هم په ياد ده؟

بختیانی:

هو! همداسي ده. خاطره داسي وه، کله چي د امان الله خان جنازه افغانستان ته راوړل شوه، په هغه وخت کي زه د ننګرهار د مطبوعاتو او د ننګرهار د ورځپاڼي مسوول مدير وم. د ننګرهار د رسمي او غير رسمي پلاوي په غړو کي چي هوايي ډګر ته تللي ؤ، زه هم شامل وم. زما په ياد دي، کله چي د هغه تابوت له الوتکي کوز کړاي شو او د امير شهيد تر باغ پوري ور سره بدرګه وشوه، چيرته چي هغه خاورو ته وسپارل شو.

دغه باغ د هغه د پلار امير حبيب الله چي په امير شهيد مشهور شوي دی په نامه ياديږي. هغه د خپل پلار د قبر تر څنګ خښ کړاي شو. د افغانستان د هغه وخت د دولت او د اعليحضرت محمد ظاهر شاه په استازيتوب مارشال شاوليخان د جنازي مراسمو ته راغلي ؤ، شاوليخان له امان الله خان سره خپلوي هم درلوده. زه د شاوليخان تر څنګ ولاړ وم.

هغه خاطر چي زما په ذهن کي پاتي وه، هغه دا ده چی د ننګرهار د خلکو احساسات سره ضد او نقیض ؤ. هغوي د غم او خوښي احساسات څرګندول. دا متضاد احساسات په دي وجه ؤ چي له يوی خوا يو نامتو سړي مړ شوي ؤ، نو سړی د یو نامتو سړي پر مړینی خپګیان ښکاره کوی، دغسی خپګیان د ټولو خلکو په څيرو کی لیدل کیده. ټول پري خفه ؤ. مګر هغوی په غين وخت کی خوښ په دی ؤ چي د افغانستان د يو مشر، د يو پادشاه چي ډير کلونه يي په پرديو ملکونو کي په مهاجرت او جلا وطنی کی تيری کړی دی، لږ تر لږه ښه وشول چي جنازه يی خپلي خاوري ته وليږدول شوه او په خپل وطن کي خښ شو. نو خلک په دي خوښ ؤ چی دا ښه کار وشو چی د امان الله خان مړی مسافر پاتی نه شو.

دويچه ويلي:

په تاريخ کي له هغه څخه د افغانستان د يو متجدد يا عصري غوښتونکي پادشاه په توګه ستاينه شوي او په عين وخت کي په هغه باندي له دي کبله چي د هغه وخت ټولنيز مذهبي او کلتوري شرايط يي په پام کي نه ؤ نيولي نيوکه کيږي، دغه ستاينه او نيوکه تر کومه ځایه سره انډول لری او آيا هغه پر ځاي بولی؟

بختیانی:

زه قضاوت په دي شکل نه کوم، ځکه زه ځان ته دومره لوي حق نه ورکوم، چي ووايم چي دا پر ځاي ده او يا دا بي حايه ده. خو دومره خبره کوم، هر انسان چي يو کار کوي، ښايي ځيني خلک ور سره موافق وي او ځيني مخالف. ښايي هر اړخ خپل دلايل ولري. خو زه وايم، يو وطن چي بيرته پاتي وي او ځاي پر ځاي ولاړ وي، له هغي مخکي هيچا ورته خدمت نه وي کړی، نو خلک دا طمع لري چي« ګاډي روان شي او يوه څه وشي ښکاره ده چي دغه ډول خلک له ترقي او تجدد څخه ملاتړ کوي.»

زه فکر کوم د اعليحضرت امان الله خان په مخالفت هغه عناصر يا حرکتونه را پورته شول چي هغوي په پوهی یا نا پوهي ښایی د استعمار او استثمار په خدمت کي ؤ.

دويچه ويلي:

هغه اصلاحي پروګرامونه چي امان الله خان درلودل او غوښتل يي چي پلي کړي، کوم دي؟

بختیانی:

که څه هم ټول اصلاحي پروګرامونه زما په ياد نه دي. خو زما د معلوماتو له مخي تر ټولو مهم يي په معارف ، حکومتي نظام او قوانينو يا نظام نامو کي بدلون راوستل ؤ. هغه غوښتل چي حکومت يوه منظمه کابينه ولري او د هيواد د مختلفو چارو لپاره پوه وزيران وټاکي. د نظامنامې چي اوس يي اساسي قانون بولو، جوړول د هغه یو بل اصلاحی پروګرام ؤ. د نظامنامي د جوړولو لپاره يي لويي جرګي ته بلنه ورکړه. د لويي جرګي دنده دا وه چي په نظامنامي باندي خبري وشي او د جرګي خوښه پري واخلي. زما په نظر امان الله خان غوښتل چي افغانستان يو عصري دولت او نظام ولري او له دي لاري غوښتل چي خپل هيواد ته خدمت وکړي.

دويچه ويلي:

امان الله خان ولي په هغه وخت کي بغاوت ته سر تيټ کړ او له سلطنت څخه يي لاس واخيست، آيا دا د هغه د سياسي ضعف نښانه نه وه چي سلطنت او وطن پريږدي؟

بختیانی:

دا خو د هغه خپله خبره ده چي د هغه په سلطنت بل څوک قابض شو او دي مجبوره شو چي کندهار ته لاړ شي. د کندهار خلکو ورته وويل چي هغوی چمتو دي، ملا ور سره وتړی او او بيرته ورسره لاړ شي. امان الله خان د کندهار خلکو ته په ځواب کي وويل: « زه د افغانانو ويني د دي لپاره نه تويوم چي بيرته پادشاه شم.» د هغه دا خبره په تاريخ کي ثبت ده.

دويچه ويلي:

د يو محقق په توګه ستاسو په نظر، آيا دا د هغه د سياسي ضعف نښانه وه او که رښتيا هم د هغه زړه پر خپل ولس سوځيده او نه يي غوښتل چي د خلکو وينو تويي شي او بيرته پادشاهي ته ورسيږي؟

بختیانی:

نو د هغه له زړه څخه زه څه خبر يم! هغه څه چي ما لوستلي او اوريدلي دي، هغه وايم.

دويچه ويلي:

تاسو د هغه دغه تصميم څه ډول ارزيابي کوي؟

بختیانی:

نو څوک چي ښه خبره کوي، د یوی ښی خبری په توګه دا ښه خبره ده. يو څوک د جا طلبي لوړ مقام ته د رسيدو لپاره د خلکو ويني نه تويوي، دا خو په خلکو باندی د ترحم معنی لری او له ځانه تيريدل دي. زه يي داسي ارزوم.

دويچه ويلي:

ځيني هغه د ترکيي د نوي عصري دولت له مؤسس مصطفي کمال اتاترک سره پرتله کوي. خو په داسي حال کي چي اتاترک وتوانيد چي له ترکيي څخه يو عصري دولت جوړ کړي، امان الله ونه توانيد، ولي؟

بختیانی:

ترکيه يو بيل مملکت دي چي په اروپا کي موقعيت لري. افغانستان بيل مملکت دي چي په آسيا کي واقع دی. د هغوي تاريخي مرحلي، تاريخي پرمختګونه او وروسته پاتي کيدل يو تر بله سره توپير لري. يو مورخ چي دوه کسان سره مقايسه کوي، ولي ملتونه نه مقايسه کوي؟ د ملتونو د تاريخ او اقتصاد مرحلي ولي نه سره څيړي، چي بيا په هغو کی روښانه کيږي چي ولي هلته هسي وشول او دلته داسي وشول. زه حتي د داسي دوو کسانو د مقايسي طرفدار هم نه يم. که چيري مقايسه کيږي، نو ولسونه بايد مقايسه شي.

دويچه ويلي:

آيا فکر کوي چي د امان الله خان اصلاحات چي پيل شوي ؤ تر اوسه پوري دوام لري او وخت په وخت د مترقي عناصرو له خوا عنوان کيږي او بيا هم له خنډونو سره مخامخ کيږي؟

بختیانی:

د افغانستان تاريخ دوام لري او تاريخ لوړي او ژوري لري. او تاريخ خپل سير تعقيبوي. ملتونه د ارتقاء په خوا روان وي، مګر د کار شکلونه او پروګرامونه سره توپير لري. د امان الله خان پروګرام خو په هغه ورځ قطع شو چي د هغه پر ځاي يو بل چا د پادشاهي اعلان وکړ. دا به زما ساده توب وي که ووايم چي هغه خبري چي په هغه وخت کی شوي دی، هغه عيننا په دي وخت کي هم کيداي شي!

مرکه کونکی: عبدالباري حکيم

کتونکی: نجیب الله زيارمل