1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان د ولایتي شوراگانو نقش څه دی؟

د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د شوراگانو د استازو څخه انتظار کیږي چې په خپلو اړوندو ولایاتو کې د سولې، ښې حکومتوالۍ او اداري فساد سره د مبارزې لپاره کار وکړي. خو غټه پوښتنه دا ده چې د هغوی قانوني صلاحیتونه څومره دي.

د افغانستان د سیمه یزو اورګانونو خپلواکې ادارې له خوا په جوړ شوي کنفرانس کې د پنج شنبه په ورځ (د اکتوبر ۳۰مه) وویل شول چې په یو شمېر ولایتونو کې د تېر ځل شورګانو ښې لاسته راوړنې درلودلې دي.

د سیمه ییزو ادارو له چارو څارنه، د وسله والو طالبانو پخلاینه، د پارلمان د وکیلانو کار ته هڅول او د سیمه ییزو شخړو هوارول هغه لویې لاسته راوړنې بلل کیږي‌ چې د تیر ځل پنځه کلنو ولایتي شوراګانو تر لاسه کړي دي.

د سیمه ییزو اورګانونو د خپلواکې ادارې مرستیال فرید ماموندزی وايي له دې کبله چې د ولایتي شوراګانو اغیزه په دولتي نظام کې ډېر دی نو وسله وال مخالفین هم هڅه کوي‌ چې هغوی له منځه یوسي.

ماموندزی وايي: «ولایتي شوراګانو په تېرو پنځو کالو کې شاوخوا لس تنه وژل شوي دي. په دغو کي څلور تنه د شوراګانو رئیسان دي لکه د غزني، بغلان، بامیانو او کندهار د ولایتي شورا رئیس چې په شهادت ورسېدل.»

وضاحت ته اړتيا شته

د فرید ماموندزي په باور دا ځل به د ولایتي شوراګانو سره د کاري وړتیا په لوړولو، صلاحیت پېژندنه، او قانون پوهنه کې بشپړه مرسته وکړي خو په بدل کې یې له هغوی څخه غواړي چې د اداري سمون، فساد مخنوي، څارنې، او نورو سیمه ییزو برخو کې ورسره مرسته وکړي. هغه وايي: «د څارنې حق له دې وروسته ولایتي شوراګانو ته ورکړل شوی دی خو په دې برخه کې هم وضاحت ته اړتیا شته چې موږ او د ټاکنو کمېسیون به په ګډه کار پرې وکړ»

د ولایتي شوراګانو په برخه کې د څرګند او تشریح شوي قانون نه شتون هغه ستونزه وه چې په تېره دوره کې یې د دغه شوراګانو غړي هم له خپلو صلاحیتونو څخه بې برخې کړي وو.

په دې اړه د ولايتي شوراګانو د انسجام عمومي رئیس، سید احمد خاموش په جوړ شوي کنفرانس کې وویل چې د ولایتي شوراګانو په قانونو کې د جزیاتو د نه شتون له کبله ډېرې ستونزې وې خو دا ځل ورته پام شوی دی.

خاموش وايي د ولایتي شوراګانو قانون هم تېره چهار شنبه (د اکتوبر ۲۲مه) د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی او له ولسمشر غني څخه یې غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره یې توشيح کړي. هغه وايي‌ په نوي قانون کې د ولایتي شوراګانو د داخلي مدیریت د صلاحیتونو روښانه کول، د استفعا یا مړینې پر مهال د بل کس د ټاکنې جزئیات، سیمه ییز ادارې ته مشوره ورکول، او مالوماتو ته لاسرسی هغه بدلونونه دي‌ چې په نوي قانون کې رامنځته شوي.

شل سلنه ولايتي بوديجه

خاموش وايي‌ د تیر ځل ستونزو په پام کې نیولو سره یې د ولایتي شوراګانو په تخنیکي برخه کې هم کار کړی او زیاتوي چې د هرې ولایتي شورا له پاره یې د چارو په ښه توګه د ترسره کېدو په موخه شل سلنه ولایتي بودیجه هم په پام کې نیولې ده. نوموړی زياتوي چي په دغو شوراګانو کې تر دوو ټاکنو وروسته چې د مشرانو جرګې او داخلي مدېریت له پاره به یې تر سره شي درې پروګرامونه د یادو شوراګانو له پاره په پام کې نیول شوي دي.

له ولسمشر، ملي او سیمه ییزې ادارو سره د هغوی پېژندګلوي، له مرکز څخه ټولو ولایتي شوراګانو ته د څلور ورځي روزنې په موخه د پلاوي تلنه، او د ښځینه استازو څلور ځله مرکز ته راوغښتل چې د ښځو د حقونو او نورو برخو کې ډېر څه ورزده شي.

له قانوني پلوه افغانستان مشرانو جرګې ته له هر ولایت څخه یو تن د ولسوالیو د شوراګانو په استازيتوب او یو هم د ولایتي شوراګانو له خوا ورپېژندل کیږي. خو تر اوسه د ولسوالیو شوراګانې په دغه هیواد کې نه دي جوړې شوې چې یاده چاره به هم د ولسمشر غني په پرېکړه پورې اړه ولري. د ولسمشر له‌ پاره په دغه ټاکنه کې دوې لارې شته؛ یا دا چې عاجلې د ولسوالیو شوراګانې جوړې کړي‌ او یا به هم په خپله خوښه یا انتصابي ډول استازي ټاکي.

غني په پخله کمپایني دوره کې ویلي وو چې د ولسوالیو د شوراګانو رامنځته کول او د ښاروالیو ټاکنیز کېدل یې په پلان کې دي خو تر اوسه لا نه ده مالومه چې هغه به کله دې چارې ته اقدام وکړي.

په تېره دوره کې له ټول افغانستان څخه ولایتي شوراګانو ۴۲۰ تنه استازي درلودل چې ۱۱۸ پکې ښځې وې خو دا ځل ټول ټال ۴۵۸ استازي دي چې ۹۷ پکې ښځې راغلې دي.