1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان د معلولينو لالهانده ژوند

د افغانستان د جګړې ډيری قربانيان بېګناه وګړي دي، چي په دې درې لسيزو کي يا وژل سوي او يا په اندامونو داسي ټپيان سوي چي ژوند يې د کړاونو سره مخامخ دی.

يو افغان چي په کورنيو جګړو کې خپله پښه د لاسه ورکړې ټوله ورځ د يوې ګولې ډوډۍ د پيداکولو لپاره په کابل کي تر باران لاندي تيروي

يو افغان چي په کورنيو جګړو کې خپله پښه د لاسه ورکړې ټوله ورځ د يوې ګولې ډوډۍ د پيداکولو لپاره په کابل کي تر باران لاندي تيروي

د فرانس پريس آژانس د افغانستان د معلولو لالهانده ژوند تر نامه لاندي په يوه راپور کي ليکي څو کاله دمخه د افغانستان په پلازمېنه کي د وحيدې لاسونه په یوه ځانمرګي بریدکي والوتل. د هغې د يوې پښې غوښه هم توی سوې. د وحيدې د مخ د صورت ډيره برخه له مينځه تللې. هغه اوس 35 کلنه سوې او د پنځو ماشومانو مور ده.

وحيدې ته د خبرو په وخت کي ژړا ورځي او په خپل چونټه سوی مټ سره خپلي اوښکي پاکوي او وايي:« زه اوس حتی اوبه هم په يوازيتوب سره نسم څښلای.»

په داسي حال کي چي هغه ژوندی ده، خو ژوند کول ورته یو دروند پیټی ګرځیدلی،دغه پیټي هغه ستومانه کړې او وايي:« ښکاره ده چي ما هم په ژوند کي ارمانونه درلودل چي یوه ورځ به يې پوره کوم، خو اوس سترګي، لاس او پښې، هرڅه را څخه اخیستل سوي،نیم بدن مي له مینځه تللی دی.»

وحیدې خپل خاوند هم ددې ناولي جګړې په يوه بله پيښه کي د لاسه ورکړی، هغه غریبکاره سړی ؤ. وحیده له خپلو ماشومانو سره يو ځای د کابل د غره د يوې لمني چي شاوخوا یو ملیون بې وزله خلک ژوند کوي د مېني په یوه کوچنۍ تیاره کوډله کي شپې او ورځي سبا کوي. هغه د ځان سره وايي« نه پوهيږم څه وکړم او چيري و لاړه سم.»

آژانس دغه ډول د ښار په يوه بله څنډه کي د يوې بلي مېرمني د تياره ژوند کيسه کوي او ليکي: چي د ښار په بله خوا کي 27 کلنه نفيسه ژوند کوي، که څه هم د وحيدې پر خلاف سر او صورت يې روغ پاته دی، خو پښې يې د لاسه ورکړي دي. نفيسه د حرکت کولو لپاره د عرابه لرونکي چوکۍ څخه هم کار نه سي اخستلای، ځکه هغه يوتوغندی چي د دوی په کور کي 14 کاله د مخه ولګيده، د هغې یو لاس يې هم څني واخیست.

دغه پېښه د هغې ښه په یاد ده. هغه وايي : د مني شپې او ورځي وې، کابل د کورنۍ جګړې په اور کي سوځيدی، دا هغه وخت ؤ چي لا ډيری افغانان په خپلو ملي اتلانو وياړ کوی او اوس هم ډير شمير سته چي ورځی او کلونه يې لمانځی او حتی لوی واټونه او سړکونه يې په نامه سوې چي هغوی د افغانستان قهرمانان بولي او وايي: چي شوروي یرغلګران يې له وطن څخه وشړل.

د نفيسې کورنۍ حويلۍ ته ووتله چي د مني لمر له تودوخي څخه خوند واخلي،د کورنۍ مور سبزه ګل د خپلو شپږو ماشومانو سره په حويلۍ کي ناسته وه. او کيسه کوي: يو ناڅاپه د یوې توغندۍ درز سو. هغه زموږ له سر سره تیره سوه، کله چي مي دا حالت وليد، نورو ته مي وويل، راځی چي ولاړيږو، شېبه لا نه وه تیره سوې چي بله ولګېده، دا ځل موږ د هغه قربانیان سو. ومي ليدل چي زما د لور نفيسې دواړي پښې يې والوزولې. د دې پيښي په ليدو سره بې حاله سوم، کله چي بيرته په حال راغلم په روغتون کي وم.

سبزه ګل خپله اوس پنځوس کاله عمر لري،کله چي هغه شپې او ورځي را په یادوي، له سترګويې اوښکي بهیږي. دهغې څلور ماشومان ځای پر ځای مړه سول،خپله يوه پښه يې له لاسه ورکړې.

د سبزه ګل کورنۍ د افغانستان د ډيرو لږو هغو کورنيو له جملې څخه ده چي له حکومت څخه د معلوليت د تقاعد په نامه په کال کي شپږ زره افغانۍ چي یو 120 ډالره کيږي،لاس ته راوړي.خو دا دومره پيسې نه دي چي د هغې د د يوې مياشتي لګښت هم پوره کړي.

د معيبينو او معلولينو له نړیوالي مؤ سسې څخه سمع الحق وايي:«د افغانستان د ټولو معيوبينو او معلولينو څخه يوازي یوه کوچنۍ برخه يعني 87 زره د حکومت له لږو مرستو څخه برخه منه کيږي.

په 2005 کال کي د يوې سروې له مخه ويل سوي، چي د افغانستان د څه ناڅه ديرش مليونه نفوس څخه په سلو کي يې 7,2 معلول او معيوب سوي دي. چي په دې ډول د دې اټکل له مخه دغه هيواد لږ ترلږه 800 زره معيوب او معلول لري. دا چي د وحيدې او نفيسې په څير د افغانستان د جګړې د معلولينو او معيبينو، جسمي او روحي ټپونه به څوک درمل کړي،خدای خبر دی.