1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان د ماموريت بيلانس

ناتو غواړي چي خپل جنگي ماموريت په افغانستان کي په ۲۰۱۴ کال کي پای ته ورسوي. معني دا چي لوېديځ ځواکونه به ۱۳کال د افغانستان په جگړه کي ښکيل پاتي وي او د دې هيواد د امنيت په خوندي ساتلو کي به مرسته کوي.

خو که چيري يوازي تيرو لسو کلونو ته نظر واچول شي، ځيني مثبت بدلونونه هلته رامنځ ته شوي دي. دا هغه خبره ده چي په المان کي وخت په وخت د مسئولو سياستوالو له خولي اوريدله کيږي. خو د ماموريت په پيل کي د لوړو تمو په پرتله د اوسني بېلانس په هکله نظريات توپير سره لري.

يوولس کاله کيږي چي الماني سرتيري په افغانستان کي دندي تر سره کوي. څه د پاسه ۵۰ سرتيرو په دي ماموريت کي خپل ژوند له لاسه ورکړ. يو شمير نور ټپيان شول او ځيني له رواني لحاظه ژوبل شول او بيرته خپل هيواد ته ستانه شول.

پر بيارغاوني سربيره د مرستي په موخه پوځي ماموريت د کلونو په تيريدو سره په جنگي ماموريت بدل شو، حتي خپله د المان صدراعظمي په ۲۰۱۰کال کي د خپل پوځ دې ماموريت ته د «جنگي» ماموريت نوم ورکړ، هغه څه چي د المان د عامو خلکو نه خوښيږي.

هغوي له جگړې څخه ستړي شوي دي او د دې ماموريت پر هدف باندي شک او ترديد لري. خو په دې موده کي چي ويل کيږي په ۲۰۱۴ کال کي هغوی له افغانستان څخه وزي، په پارلمان او حکومت کي پر مسئولو کسانو باندي فشار وار په وار زياتيږي ترڅو د دغه ماموريت يوه مثبته ارزونه وکړي.

د المان د اقتصادي تحقيقاتو د انستيتوت د محاسبې له مخي به دغه هيواد تر ۲۰۱۴ کال پوري په ټوليزه توگه ۲۲ ميليارده يورو د افغانستان د ماموريت له پاره مصرف کړي وي. د دغه لگښت په بدل کي سړکونه او ښونځي جوړ شوي دي، څانان ايستل شوي دي، پوليس او سرتيري روزل شوي دي.

د دې ماموريت د مادي او انساني قربانيانيو له پاره دا توجيه وړاندي شوه چي هدف دا دئ تر څو«له افغانانو سره د دوي د هيواد په بيا رغاونه او د يو ديموکرات دولت» په جوړيدو کي مرسته وشي. په دې اړه د فريديښ ايبرت د بنسټ د آسيايي څانگي کار پوه، يورگن شتتن وايي چي دا هغه يو څه ول چي گومان کېده په لڼده وخت کي ډير څه لاس ته راځي:

«زه فکر کوم چي د ثبات د ټينگښت اقدامات او ديموکراسي په څلور يا پنځو کلونو کي ممکن نه دي، بلکي دا يوه پروسه ده چي ښايي لسيزي او حتي سل کاله وخت ونيسي. دا هغه څه دي چي موږ ئې په خپل تاريخ کي هم وينو، دا هغه څه نه دي چي په يو څو محدودو کلونو کي زده کړل شي، بلکي دا ډير وخت غواړي، چي بايد وده وکړي او ورو ورو ستر شي.»

کارپوه شتتن په افغانستان کي د يوي ديموکراتيکي ودي او د ژوند د شرايطو د ښه کيدو له پاره اوسني پيل ته په مثبت نظر گوري. خو که چيري هغه د افغانستان د ماموريت د پيل له هدفونو او انتظارونو سره پرتله شي، ډير وروسته پاتيتوب ليدل کيږي.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل