1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«د افغانستان د طبیعي زیرمو د کیندنې له پاره شفافیت په کار دی»

د ګلوبل ویټنیس نړیواله اداره وایي چې افغانستان شتمن هیواد دی خو هڅه باید وشی چې دلته «د افریقا تجربې تکرار نه شي» چیرې چې د دغې وچې په ډیری هیوادونو کې طبیعي زیرمو کورنی اخ او ډب لمسولی دی.

د ګلوبل ویټنیس یا نړیوال شاهد او د افغانستان د شفافیت د څار ادارې غړو د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د فبرورۍ ۲۶مه) په کابل کې د یوې خبرې ناستې پر مهال په ډاګه ګړه چې د دې هیواد کانونه له ګڼو ستونزو سره مخ دي. په افغانستان کې د ګلوبل ویټنیس ادارې مشر سټیفن کارټر، وایې چې د نورې نړۍ د کان کیندنې د تجربو په پام کې نیولو سره يې افغان دولت ته اته وړاندیزونه کړي دي چې له دغه جملې څخه یې څلور اړین بولي. گلوبل ویټنیس د طبیعي زیرمو په هکله مشورې ورکوي.

سټیفن وایي چې د افغانستان هیواد د توکیو د کنفرانس پر مهال ژمنه کړې وه چې د افغانستان د کان کیندنې په برخه کې به له بشپړې وړتیا او روڼتیا څخه کار اخلي خو زیاتوي چې اوس مهال داسې رپوټونه شته چې په غیر قانوني توګه کانونه کیندل کیږي.

کارټر وايې د ګلوبل ویټنیس ادارې له افغان دولت څخه غوښتي دي چې د کانونو په برخه کې د ازادو سیالیو له لارې د داوطلبۍ، روڼتیا، ټولنیزو اړیکو او امنیت په برخه کې له بشپړې هوښیارۍ څخه کار واخلی ګني په وینا یې ډیرې ناوړې پایلې او جګړې به له ځان سره ولري. هغه زیاته کړه:

«افغانستان یو ګنج لري او یو ډیر لوی ګنج چې هغه طبیعي منابع دي، خو موږ ډير لیدلي دي چې په نورو هیوادونو کې دا ډول زیرمې په یو ډول زهرو بدلې شوې دي او دا په افغانستان کې هم ورته شکل لري، کیدای شي دلته هم زهر شي، د افغانستان اوسنې شرایط د طبیعي منابعو پر سر جګړې ته زمنينه جوړوي.»

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت د څار غیر حکومتي ادارې د کانونو څخه د څارنې مسؤل جاوید نوراني وايې چې اوس هم له افغانستان څخه په زرګونو ټنه کرومایټ او نورې ډبرې په غیر قانوني ډول ګاونډیو هیوادونو ته وړل کیږي.

هغه وایي له لویو تړونونو څخه د افغانستان تر څنګ د نورې نړۍ هیوادونه هم څارونه کوي خو له وړو تړونونو څخه هیڅوک هم څارنه نه کوي چې د یو شمیر چارواکو له خوا پکې لوی فساد روان دی. نورانی وویل « منځني قراردادونه ټول قومندانانو ته روان دي او دا زموږ یو لوی تشویش دی. غټ قراردادونه خو هرڅوک څاري، بهرنیان، افغانان او ځينې هیوادونه ټول هغه څاري چې په هغه کې میلیاردونه ډالر وي. هغه قراردادونه چې د ورځې یو یا دوه میلیونه ډالر پکې ورکیږي، دا افغانستان ته مهم دي او دا ټول هغه فاسدین دی چې په دولت کې واک لري.»

نورانې دا هم وايې چې د کرومایټو او ځینو نورو ډبرو پر سر اوس هم په هیواد کې ډیری کسان مري خو حکومت ترې خبرتیا نه لري: «څومره خلک هره ورځ د دره یوسف، خوست، میدان وردګو، لوګر، پروان او غزني کې د کرومایټو په کانونو کې مړه کیږي له هغه څخه هغه کسان نه دي خبر چې پالیسي جوړوي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت دغه ډول نیوکې ردوي او وایي چې د هیواد په استخراجي سکتور کې شفافیت حاکم دی. د دغه وزارت ویاند رفیع الله صدیقي، هغه اندیښنی بی ځايه وگڼلې چې گواکې د هیواد د زیرمو پر سر ښایي کورنۍ جگړې راوپاریږي. هغه وویل چې حکومت د خپل هیواد د زیرمو په سکتور کې د مختلفو دولتی تأسیساتو له لارې شفافیت خوندي ساتي. صدیق دویچه ویله ته په یوه تلیفوني تماس کې وویل چې د شفافیت د دوو نړیوالو ادارو ترڅنګ د افغانستان د ډیرو وزارتونو له خوا یو ګډ کمیسیون جوړ شوی دی چې له ټولو برخو څارنه کوي: «هغه کمیسیون چې د کانونو او پټرولیم وزارت سره یو ځای مسؤلیت لري له مالیې، بهرنیو چارو، اقتصاد، تجارت او د چاپیریال ساتنې د ادارې څخه او صنایعو وزارتونو څخه عبارت دي.»

صدیقي زیاته کړه چې د افغانستان د طبعي منابعو په مخکني قانون کې ځینې نیمګرتیاوې وې خو د له منځه وړلو په موخه یې نوی قانون پارلمان ته وړاندې کړی دی چې ټولو برخو ته پکې پام شوی دی.

DW.COM