1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان د سولی په وړاندی د ناتو دریځ

ناتو: د سولی له بهیر څخه ملاتړ کوو، خو پر طالبانو باندی پوځی فشار باید نور هم زیات شی ترڅو هغوی سولی او روغی جوړی ته مجبوره شی.

په بروکسل د ناتو عمومی مقر

په بروکسل د ناتو عمومی مقر

د ناټو عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وويل چي د ده سازمان په افغانستان کي د طالبانو سره د خبرو اترو له بهير څخه ملاتړ کوي، خو يادونه يي وکړه چی په افغانستان کي به د طالبانو پر ضد پوځي عمليات ادامه ولري.

د ناټو عمومي منشي زياته کړي ده چی افغان حکومت د طالبانو سره د خبرو اترو مسوليت په غاړه لري، او ناټو له دغي پروسي څخه سياسي ملاتر کوي.

دا په داسي حال کي ده چی افغان چارواکو د چیار شنبي په ورځ د ناټو څخه وغوښتل ترڅو د طالبانو سره د سولي د خبرواترو څخه ملاتړ وکري او په هغو سيمو کي چي د سولي خبري رواني دي پوځي عمليات ونکړي.

کله چي له راسموسن څخه وپوښتل شو چي ايا ناټو به د افغان حکومت دغه وړانديز ومني او که نه؟ نو د ناټو سرمنشي وويل چي دوي به د افغان حکومت دغه وړانديز ونه مني، دا ځکه چي د هغه په نظر پر طالبانو پوځي فشار به د سولي بهير سره مرسته وکړي.

په همدي حال کي بيا د امريکا د بهرنيو چارو وزيري، ميرمن هيلري کلينتن، چي د ناټو په غونډي کي يي خبري کولي وویل چي لا تر اوسه د دي وخت ندي چي د سولي د خبرو اترو د نتيجي په اړوند فيصله وشي.

همدا راز متحده ایالاتو د دفاع وزير، رابرت ګيتس، وویل چي واشنګتن د سولي د خبرو د بهير څخه په پوره توګه خبردي. ده ويلي دي چي امريکايي او افغان حکومتونه بايد د دغو چانسونو څخه پوره ګټه واخلي.

بله خوا بيا د مشرانو د جرګي غړي، معصوم ستانکزي، ويلي دي چی د سولي د بهير څخه د ناټو ملاتړحتمي او ضروري دي. ده همدا راز زياته کړي ده چی د پوځي عملياتو درول، د ملکي کسانو د مرګ ژوبلي کمول او افغانان پر دي قانع کول چی ناټو د افغانستان د اشغال لپاره نده راغلي، د خبرو اترو د بهير اساسي وړتياوي دي.

همدا راز د ناټو يو لوړ پوړي چارواکي د چیار شنبي په ورځ وويل چی ناټو کله کله ‎طالبانو ته اجازه ورکوي ترڅو د سولي د خبرو لپاره کابل ته راشي.

دا په داسي حال کي ده چی حامد کرزي په همدي مياشتي کي د سولي عالي شورا پرانستله ترڅو په افغانستان کي لس کلني جګړي ته پاي کيږدي. په همدي حال کي د امريکا د ولسمشر، بارک اوباما، اداره د طالبان سره د سولي د خبرو ملاتړ کوي خو دوي غواړي چی طالبان د جګړي څخه لاس واخلي او د القاعدي سره خپلي اړيکي پړي کړي.

آژانسونه/مسعود جهش

کتونکی: عبدالباری حکيم