1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

«د افغانستان د راتلونکي په هکله اندیښې»

په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ناټو وتل به ښايي د سويلي آسيا له پاره ژورې پايلې ولري. کارپوهان وايي که د افغانانو تر منځ د سياسي پخلاينې بهير ناکامه شي، نو د هند او پاکستان تر منځ ترينګلتيا به ډېره شي.

څه نا څه دولس کاله وروسته له هغې چې ناټو په افغانستان کې پوځي مداخله وکړه، ټاکل شوې ده چې بهرني جنګي ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال په پای کې له دغه هېواد څخه ووځي. خو د هېواد د راتلونکي په اړه لا ډېرې پوښتنې شته. د کارپوهانو په اند څلور اصلي ټکي د جګړه ځپلي هېواد په راتلونکي کې کليدي نقش لوبوي: د هغو ځواکونو شمېر چې په افغانستان کې به پاتې شي، له طالبانو سره د خبرو اترو بهير، راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې او د ګاونډيو هېوادونو ژمنتيا چې د افغانستان د پخلاينې د بهير په آسانه کولو کې اهمیت لري.

خو هر څه د ځواکونو په ايستلو سره پيليږي. د متحده آيالاتو د کانګرس د څېړنيزې څانګې د يو رپوټ له مخې به د هغو نړيوالو ځواکونو شمېر، چې په افغانستان کې پاتې کيږي، د ۸۰۰۰ او ۱۲۰۰۰ روزونکو په شاوخوا کې وي چې سربېره پر هغو يو ناڅرګند شمېر ترهګرۍ ضد ځواکونه هم راځي، چې ډېري به يې امريکايان وي.

د طالبانو له بغاوت څخه وېره

د متحده ايالاتو د سولې د انستيتوت د سويلي آسيا د چارو کارپوه، معيد يوسف، په نظر په داسې حال کې چې افغانان د امنيت مشري پر غاړه لري «څرګنده خبره ده چې د نورو پیښو نخښه يا پل به ډېر کم ولیدل شیي.» دی په دې باور دی چې لويديځ هېوادونه به په افغانستان کې پانګونې ته دوام ورکړي د دې له پاره چې حکومت سقوط ونه کړي او هغوی وکولای شي چې د پلازمېنې کابل او نورو ښارونو کنترول وساتي. سره له دې هم د امريکا د متحده آيالاتو او افغانستان تر منځ د امنيتي تړون پر سر خبرې اترې به دوام ولري. د اختلاف ټکی دا دی چې له طالبانو سره دې څه ډول چلند وشي.

په دې ترڅ کې داسې برېښي چې د افغانستان وضعه د خرابۍ په لور روانه ده. د کانګرس په رپوټ کې راغلي دي چې «داسې وېره شته چې طالبان او نور ياغيان به د افغان ځواکونو په وړاندې بريا تر لاسه کړي کله چې نړيوال ځواکونه د ۲۰۱۴ کال په پای کې په قاطع ډول کم کړای شي.»

ځينې افغاني ډلې له کورنۍ جګړې څخه خبرداری ورکوي، پر خپلو مليشو باندې وسلې وېشي او نوي نفر خپلو ليکو ته جلبوي. دا په داسې حال کې ده چې شتمن او مخکښه خلک خپل کاروبارونه او خپلې پانګې له افغانستان څخه وباسي. د رپوټ له مخې دا ځکه چې هغوی له ګډوډۍ څخه وېريږي.

د افغانستان د کورنيو چارو د وزير، عمر داودزي په خبره د پوليسو د مرګ ژوبلې په شمېر کې له هغه وخت راهيسې چې ناټو ځواکونو امنيتي مسووليت افغان ځواکونو ته سپارلی دی، دوه برابره زيٍاتوالی راغلی دی. خو د طالبانو په څېر د وسله والو ډلو بريدونه يوازې پر امنيتي کارکوونکو محدود پاتې نه دي. د ملګرو ملتونو د رپوټ په حواله د ۲۰۱۳ کال په لومړۍ نيمايي کې د ملکي تلفاتو شمېر د تېر کال په پرتله ۲۳ سلنه لوړ شوی دی. په رپوټ کې راغلي دي چې ياغيان د ۷۴ سلنه ملکي تلفاتو له پاره مسوولیت پر غاړه لري.

«د ناورين اصلي لاملونه»

رولف توپهوفن، چې په آلمان کې د ترهګرۍ د څېړنې او امنيتي پاليسۍ د انستيتوت (IFTUS) مشر دی، دويچه ويله ته وويل چې ډېر شمېر وسله وال کسان او د نشه يي موادو سوداګران د هېواد په بېلابېلو برخو کې هڅه کوي چې خپل نفوذ ته پر افغان امنيتي ځواکونو باندې د بريدونو له لارې زياتوالی ورکړي. توپهوفن زياته کړه چې «پرته د ناټو له ملاتړ څخه به افغان ځواکونه دا وړتيا له لاسه ورکړي چې له دغسې بريدونو سره چلند وکړای شي.»

دغه نظر د ميشايل کوګلمن له لوري هم تاييديږي چې په واشنګټن کې د وودرو ويلسون نړيوال مرکز د سويلي آسيا د چارو کارپوه دی: «د افغانستان وسله وال ځواکونو په نشه يي توکو روږديتوب، بې سوادۍ او له ليکو څخه تېښتې ځپلي دي. خو بيا هم هغوی د يوې ډېرې کړکېچنې سيمې له پاره امنيتي مسووليت پر غاړه لري او د جګړې سره تړاو لرونکو نيمګړتياوو څخه سر ټکوي. دا د ناورين اصلي لامل دی، سره له دې چې افغانستان او متحدين يې په ټوله نړۍ کې هڅه کوي چې دغه موضوع پټه کړي.»

تعينوونکې ټاکنې

کارپوهان استدلال کوي چې په افغانستان کې د اوږدې مودې ثبات او سولې له پاره بايد په دې برخه کې تفاهم رامنځ ته شي چې څنګه طالبان موجوده سياسي نظام ته داخل کړای شي. په پاکستان کې زېږېدلی تحليلونکی، يوسف وايي: «هيڅوک نور دا پوښتنه نه کوي چې آيا طالبان دې په سياسي ډول مدغم شي، که نه. دغه بحث پای ته رسېدلی دی. اصلي پوښتنه اوس دا ده چې په کوم شکل او د کومو شرطونو او شرايطو له مخې دوی په سياسي بهير کې ونډه واخيستلای شي او په کومه برخه کې د تندلارو د غوښتنو رعايت وشي او کوم امتيازونه ورکړل شي د دې له پاره چې له هغوی سره خبرې اترې وشي.»

کارپوهان وايي چې راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې د پخلاينې د بهير د برياليتوب له پاره تعيينونکې دي. که ټاکنې د پلان سره سم د اپريل په ۵ مه نېټه تر سره شي، نو دا به په افغانستان کې، له هغه وخت راهيسې چې د متحده ايالاتو په مشرۍ پوځي مداخله وشوه، د واک لومړی لېږد وي.