1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان د جگړې گټل د متحده ایالاتو د شک او تردید لاندې

وروسته له ۱۳ کلونو جگړې څخه امریکا متحده ایالات له افغانستان څخه د خپلو سرتیرو وتلو ته د شک او تردید په سترگه گوري. آیا د دومره ځاڼي او مالي تاوان سره دی جگړی ارزښت درلود؟

د نوي مېلادي کال په پېل سره په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو جنګي ماموريت پای ته رسيږي. د امريکا متحده ايالاتو په دغه ماموريت کي تر ۲۳۰۰ څخه زيات عسکر او تر ۱۰۰۰ ملياردو زياتي پيسې له لاسه ورکړې.

د امريکا متحده ايالات پس له ۱۳ کالو څخه په افغانستان کي خپل جنګي ماموريت پای ته رسوي، خو د داسي يو احساس سره چي په ډېر لوړ ځاني او مالي تاوان سره يې دغه جګړه پر مخ بېولې ده. زيات امريکايان اوس دا پوښتنه کوي چي امريکا په افغانستان کي د دومره لويو قربانيو په بدل کي څه شي په لاس راوړل؟

د افغانستان جګړه د امريکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه وه چي په داسي حال کي يې پای ته رسوي چي د دغې جګړې د ګټلو احساس نه کوي. په امريکا کي د افغانستان د جګړې په تړاو په لوړه کچه پښېماني موجوده ده. دا په داسي حال کي چي په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو تر ۲۳۰۰ څخه زيات عسکر ووژل سول او تر ۱۰۰۰ مليارده ډالرو څخه زيات مصارف يې وسول.

که له يوې خوا يو شمېر لوړ پوړي امريکايي جنرالان وايي چي افغان امنيتي کسان يې داسي روزلي چی د طالبانو مخه به ونيولای سي، نو نور امريکايي جنرالان بيا بيره لري چي په افغانستان کي به د عراق موضوع تکرار سي. دغه جنرالان وېره لري چي ښايي د دوی له خوا روزل سوي افغان امنيتي ځواکونه به د طالبانو سره په جګړه کي هغسي پر شا سي لکه د امريکايانو له خوا روزل سوي عراقي ځواکونه چي د «اسلامي دولت» سره په جګړه کي پر شا سول.

۲۳ فيصده امريکايي عسکر جګړه بريالۍ بولي

د امريکايي ولس يو لوی اکثريت په دې نظر دی چي د افغانستان جګړه د دومره مالي او ځاني تاوانونو سره ارزښت نه درلود. د يوې وروستۍ احصايې له مخي د پوښتل سوو امريکايي عسکرو څخه صرف ۲۳ فيصده په دې نظر دي چي د افغانستان جګړه بريالۍ وه.

خو کله چي امريکا متحده ايالاتو د افغانستان جګړه پېل کړه نو يې په ولس کي ډېر زیات ملاتړ درلود. هغه وخت داسي فکر کېدی چي د امريکا متحده ايالات به ډېر ژر دغه جګړه وګټي.

کله چي د ۲۰۰۱ مېلادي کال د سپتامبر په ۱۱ په امريکا کي ترهګر بريدونه تر سره سوه، نو د هغه وخت ولسمشر جارج ډبليو بوش د خپل ولس غوسه درک کړه او په افغانستان کي يې د پوځي عملياتو اعلان وکړ. په دې تړاو نوموړي د اکتوبر په مياشت کي د تلويزيون له لارې خپل ملت ته يوه وينا واوروله.

بوش په خپله وينا کي وويل چي امريکايي ځواکونه به «له افغانستان څخه د ترهګرۍ د يو مقر په توګه کار اخيستنې» ته د پای ټکی کښېږدي. هغه وويل چي پر طالبانو به بريدونه وکړي ولي چي د اسامه بن لادن د سپارلو څخه يې ډه ډه کړې وه.

د طالبانو د رژيم ړنګېدل د اصلي جګړې پېل

د امريکا د متحده ايالاتو هوايي ځواکونه په دې وتوانېدل چي په افغانستان کي د پوځي عملياتو په لومړيو اونيو کي طالبانو حکومت د سقوط سره مخامخ کړي. خو د امريکا د متحده ايالاتو لپاره دا د جګړې پای نه بلکه د جګړې پېل ؤ.

طالبان په دې وتوانېدل چي بېرته خپل ځان منسجم او منظم کړي او په ګاونډي هيواد پاکستان کي يې پټنځايونه تر لاسه کړل. په عيني حال کي د امريکا د متحده ايالاتو توجه د عراق نوي پېل سوي جګړې ته واوښت او افغانستان يې د ټولې توجه مرکز نه ؤ.

له بل اړخه په کابل کي يوه داسي اختلاس ګره او فاسده اداره په وجود کي راغله چي د نړۍ وال سازمانونو له خوا ورته په اداري فساد او اختلاس کي هغه لوړي درجې ورکول سوې. د افغان ادارې فاسدوالی د طالبانو د جګړې د لا اغېزمن کېدو سبب سو.

د امريکا په مشرۍ نړۍ والو ځواکونو د «ملت جوړونې»، د افغانستان د «ډيموکراټيک کولو»او د اداري فساد او اختلاس د ختمولو خيالي اهداف په داسي توګه تعقيب کړل چي جګړه نور هم اوږده سوه. هغه څه چي نړۍ والو ځواکونو يې په افغانستان کي هوډ کړی ؤ، تر زياتي کچې د دوی د نا اُميدۍ سبب سول.

بيا رغونه او اختلاس

نړۍ واله مرستندويانو د افغانستان په بيا رغونه کي په لوړه پېمانه پانګونه وکړه. په دغه هيواد کي سړکونه، ښوونځي او طبي مراکز جوړ کړل سول. خو د دې تر څنګ د بيا رغونې پروژې د اختلاس او اداري فساد سره ملګرې وې. دا تر دې اندازې چي حتی د بيا رغونې يوه برخه پيسې د وسله والو مخالفينو لاس ته ولوېدې.

د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په تړاو هڅو تر آخر پوري کومه نتيجه ورنه کړه. تنقيد کوونکي وايي چي د سولي د خبرو اترو لپاره تر ټولو غوره وخت د جګړې د پېل وخت ؤ کله چي لا طالبان بېرته نه وه منظم سوي.

د غربي پوځيانو لپاره د افغانستان کلتور او ژبه د پوهاوي وړ نه وه. بهرني ځواکونه د پټېدونکي طالبانو، په کور کي د هغوی د جوړ سوو بمونو او په پاکستان کي د هغوی د پټنځايونو له کبله د سختي مايوسۍ سره مخامخ سول.

متقاعد جنرال ډانيل بولګر د امريکايي پوځ يو قومندان تېر سوی دی. نوموړي د افغانستان د جګړې په تړاو يو کتاب ليکلی دی. د دغه کتاب نوم «موږ ولي ماته وخوړه» دی. نوموړي په خپل دغه کتاب کي ليکلي دي چي د بهرنيو ځواکونو قومندانانو د لا زياتو عسکرو غوښتنه کوله او واشنګټن هم دغو غوښتنو ته لبيک وايه، «په دې بيځايه هيله چي په جګړه کي به پرمختګ وکړي.»

په داسي حال کي چي په افغانستان کي يو وخت د امريکايي عسکرو شمېر تر ۱۰۰ زرو څخه جګ ؤ، د ناټو په مشرۍ په نوي ماموريت کي به تقريبا ۱۱۰۰۰ بهرني عسکر په افغانستان کي مستقر وي.

«نوی کال د افغان ځواکونو لپاره لوی امتحان دی»

دا چي د افغانستان جګړه د غرب له پاره څومره بريالۍ وه، په هکله يې بېل نظرونه موجود دي. بعضي کارپوهان وايي چي په افغانستان کي د امريکا جګړه د دې سبب سوه چي القاعده د دغه هيواد څخه ليري کړي، د طالبانو رژيم ړنګ کړي، د افغانستان لپاره نوی امنيت ځواک وروزي او د ښځو د حقونو وضعه بهتره کړي. دغه کارپوهان وايي چي دغه هغه لاس ته راوړنې دي چي ښايي په افغانستان کي د طالبانو د بيا پر واک راتلو په لاره کي لوی خنډونه جوړ کړي.

خو د هغه باوجوده چي اسامه بن لادن د پاکستان پلازمېني اسلام آباد ته نژدې په اېبټ آباد کي ووژل سو، دغه شبکې خپل کار ته ادامه ورکړه. همدغه القاعده وه چي د نړۍ په نورو هيوادونو لکه سوريه او عراق کي يې نوو جهادي ډلو ته د ترهګرۍ الهام ورکړ.

طالبان ښايي له دی وروسته کوم وزرات په خپل لاس کی ونه لري، خو هغوی د بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته د کابل د حکومت قواوي د سختو ستونزو او تودو جګړو سره مخامخ کولای سي. په افغانستان کي د حکومتي ځواکونو تلفات اوس تر بل هر وخت زيات سوي او ښايي د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره دغه لا جګ سي.

د بروکينګ فکري خوني کارپوه واندا فېلباب براون وايي چي « څنګه چي طالبان په ۲۰۰۱ کال واک ته نژدې ول، بيا هيڅکله ورته دومره نه دي نژدې سوي. خو هغوی ختم سوي هم نه دي.»

د امريکا متحده ايالات هيله لري چي پر افغان ځواکونو لګولې پانګه به يې ګټوره وي او هغوی به د طالبانو سره مقابله وکولای سي. خو په عيني حال کي طالبانو د افغانستان بعضي سيمي تر خپل کنټرول لاندي راوستلي او يا يې د لويو امنيتي ستونزو سره مخامخ کړي دي.

کارتر مالکازيان يو کتاب ليکونکی او په هلمند کي يې د يو امريکايي دیپلومات په حيث کار کړی دی. هغه وايي چي «راتلونکی کال به د هغوی (افغان امنيتي ځواکونو) لپاره د يو لوی امتحان کال وي.» نوموړي فرانس پريس خبري آژانس ته ويلي چي «که افغان ځواکونه په راتلونکي کال کي د طالبانو په مقابل کي سيمي له لاسه ورکړي نو دا به د دې نخښه وي چي دغه جګړه به نوره هم اوږده سي.» د دغه امريکايي دیپلومات په وينا که داسي وسي، «نو طالبان به لا زيات پر ځان ډاډه سي او بيا به خبرو اترو ته د حاضريدو هيڅ علاقه مندي ونه لري.»

د امريکا متحده ايالات په داسي حال کي د افغانستان جنګي ماموريت پای ته رسوي، چي د لاس ته راوړونو په تړاو يې سخت شکونه پر ځای پاته دي.