1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان جګړه څرنګه پیل شوه، د CIA چارواکی یې کیسه کوي

پنځلس کاله مخکي امریکا په افغانستان کې خپله جګړه پیل کړه. دا د دې هیواد په تاریخ کې په تر ټولو اوږدې جګړې بدله شوه. دویچه ویله په پاکستان کې د CIA د هغه وخت له مشر سره چې د طالبانو پر ضد عملیاتو کې داخل وو، خبري کړي دي.

دویچه ویله: د افغانستان جګړه، د امریکا تر ټولو اوږده جګړه ده. که څه هم امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمير له ۱۰۰۰۰۰ څخه ۸۵۰۰ ته راکښته کړی دی خو اوس هم په افغانستان کې سوله تر بل هر وخت ډیره ستونزمنه ښکاري. تاسو د طالبانو مقاومت څرنګه ارزوئ؟

رابیرت ګرینیر: د طالبانو مقاومت لږ تر لږه له ۲۰۰۵م کال راهیسې دوام لري. په دې کال کې موږ لومړۍ نښانې ولیدې چې دغې ډلې د ځان په بیا تنظیمولو پیل وکړ. طالبان له هغه وخت راهیسې ډیر پياوړي شوي دي.

زه آن د ۲۰۰۱م کال په پای کې د جګړې تر پیلیدو مخکې هم ډیر اندیښمن وم. هغه وخت ما له طالبانو سره د یوه داسې میکانیزم پر موندلو خبرې اترې کولې چې هغوی یې له مخې د امریکا متحدو ایالاتو غوښتنې ومني او د جګړې مخه ونیسي. که دا کار شوی وای نو د دومره اوږد جنگ به نه وای رامنځ ته شوې. موږ اوس هم په همدې مرحله کې یو. په داسې حال کې چې موږ په بشپړه توګه د خپل دښمن په ځپلو نه یوو توانیدلي، هغوی هم په جګړه کې بریا نه ده ترلاسه کړې. دې وضعیت یوه اوږده جګړې رامنځ ته کړې ده.

دویچه ویله: تاسو وویل چې د جګړې له پیل مخکې مو له طالبانو سره خبرې اترې کړې وې. ایا داسې واقع بینانه چانس کله هم وو، چې امریکا متحد ایالات د جګړې له بيلېدو پرته اسامه بن لادن او د القاعدې نور مشران نیولې وای؟

ګرینیر: نه زه فکر نه کوم. ما له ملا عثماني سره چې د طالبانو په ډله کې دویم کس وو، خبرې اترې کولې. ما له هغه سره دوې غونډې لرلې. په دویمه غونډه کې ما هڅه وکړه چې هغه په دې قانع کړم چې د طالبانو مشر ملا عمر، له واکه ګوښه کړي او په خپله قدرت په لاس کې واخلي: بن لادن او د هغه نور کلیدي مرستیالان موږ ته وسپاري او په عین حال کې د طالبانو خوځښت وژغوري. ځیني کسان په دې نظر دي چې که موږ دغو خبرو اترو ته دوام ورکړی وای او د امریکا برید دومره ژر نه وای پیل شوی، موږ کیدای شوای چې یوې موافقې ته رسیدلي وای. خو زه فکر نه کوم چې داسې دې شوي وای، ځکه زه بیا وروسته پوه شوم چې ملا عمر د طالبانو پر رهبري باندې ډیره اغیزه لرله.

موږ هر هغه څه وکړل چې په اړه مو يې فکر کاوه. خو هڅو پایله نه لرله او زه په دې باور نه یم چې لا ډیر وخت او هڅو به موږ له طالبانو سره یوې موافقې ته رسولي وای.

دويچه ويله: ستاسو له نظره، د طالبانو رژیم تر ماتي وروسته، څه اشتباه ګانې وشوې، ځکه افغانان امریکا او ناټو ته د اشغالګرو په سترګه ګوري نه د آزادونکو ځواکونو په سترګه؟

ګرینیر: دا یوه اوږده او مغلقه مسله ده. یوه ستونزه دا وه چې د CIA او پتناګون ډيرو چارواکو په حقیقت کې د افغانستان، القاعدې او طالبانو تر منځ د دینامیکونو په اړه ډیر معلومات نه لرل. هغوی هر څه تور او یا سپین لیدل. د بیلګې په توګه: د ۲۰۰۱م کال د دسمبر میاشتې په پیل کې کله چې کندهار سقوط وکړ، ما فکر کاوه چې باید لږ تر لږه د طالبانو له ځینو کړییو سره د خبرو اترو هڅه شوې وای، څو هغوی ته ویل شوي وای چې هغوی په افغانستان کې یو ډول راتلونکې لرلای شي او دا چې هغوی په نه ووژل شي.

د طالبانو په مشرتابه کې داسې لوړ پوړي کسان ول چې هغوی جنایتونه کړي ول، او باید عدالت پرې عملي شوی وای. خو نورې داسې قضیې هم وې چې په ترڅ کې یې کیدای شوای یو شمیر کسان په سیاسي توګه ادغام شوي وای.

خو هغه مهال د امریکایي پالیسي جوړونکي په منځ کې د دې کار هیڅ اراده موجوده نه وه. زه فکر کوم هغه وخت موږ یو فرصت له لاسه ورکړ. هغه وخت موږ نه پوهیدو چې دا څومره مهم فرصت وو او په دې هم نه پوهیدو چې له دې فرصت څخه د نه استفادې عواقب به څومره خراب وي.

تر ۲۰۰۱م کال وروسته کلونو کې، په افغانستان کې د امریکا پوځ د حضور له اوږدیدو او په ۲۰۰۹م او ۲۰۱۰م کال کې د امریکایي ځواکونو د شمیر له ډېرېدو سره، لږ تر لږه د یو شمیر افغانانو په منځ کې د امریکایي ځواکونو حضور په اړه نظریه بدله شوه.

په ټولیزه توګه، ډیرو افغانانو د نړیوالو د حضور هرکلی کاوه. خو زه فکر کوم چې په یوه مرحله کې د امریکایي پوځیانو شمیر ۱۰۰۰۰۰ رسولو ته په افغانستان کې په ښه نظر نه کتل کیدل.

دويچه ويله: د افغانستان په موضوع کې پاکستان هم ډیر مهم نقش لري. د اتومي ولسو خاوند دغه ۱۸۰ میلیوني هیواد، د ۱۵ کلونو مخکې په پرتله اوس په یوه بد وضعیت کې دی. ولي د پاکستان وضعیت ورځ تر بلې د خرابیدو پر لور روان دی؟

ګرینیر: زه له دې ارزونې سره موافق یم. خو زه فکر نه کوم، چې پاکستان د سقوط په درشل کې دی. پاکستان له سقوطه ډیر لیرې دی.

خو پاکستان د دیني افراطیت پر ضد په یوه اوږده جګړې کې ښکیل دی. خو زه دا هم باید ووایم چې له کلونو راهیسې له پاکستان او افغانستان سره د امریکا متحدو ایالاتو اړیکه یو څه عقب مانده ده.

که تاسو د افغانستان او پاکستان ستراتیژیک اهمیت سره مقایسه کړی، نو پاکستان پو واضیح ډول لوړ ستراتیژیک اهمیت لري. خو پر دې سربیره هم، د ۲۰۰۱م کال له سپتمبر میاشتې راهیسې له پاکستان سره زموږ اړیکه، د پاکستان پر وړاندې زموږ د سیاست له طریقه کنترول شوې ده. زما په نظر په افغانستان کې زموږ هڅې په پاکستان کې د ځينو کسانو د لا افراطي کیدو لامل شوې دي.

دا په افغانستان کې زموږ د سیاست ناغوښتې پایله وه. خو د دغه شان یوه وضعیت د رامنځ ته کیدو تمه کیدای شوای. پاکستاني مشران هم له ۲۰۰۲م کال وروسته، په دې خبره پوه شول چې په افغانستان کې د امریکا متحدو ایالاتو حضور به په پاکستان کې د جدي کورنیو ستوزن د رامنځ کیدو لامل شي.

موږ د همدې وضعیت شاهدان یو. په داسې حال کې چې موږ په افغانستان کې القاعدې او طالبانو ته ماتې ورکړې ده خو موږ او پاکستان باید د هغو ناغوښتلو عواقبو مبارزه وکړو چې د دغې جګړې له کبله رامنځ ته شوې دي.

دويچه ويله: په پاکستان او افغانستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه یو جنجالي موضوع ده او د خلکو په منځ کې د غوسې د رامنځ ته کیدو لامل کیږي. ایا تاسو فکر نه کوی چې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او له کبله یې رامنځ ته کیدونکي ملکي تلفات، د وژل شویو ترهګرو په پرتله ډیر نوی ترهګر رامنځ ته کوي؟

گرينير: د دې موضوع بیانول ستونزمن دي. زه فکر کوم چې په پاکستان کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونو یو شمیر کسان افراطي کړي او په افغانستان کې یې پر امریکایانو او نور بهرنیانو بریدونو ته هڅولي دي. دغو بریدونو پاکستانانیان د خپل حکومت پر ضد بریدونو ته هم هڅولي دي.

خو زه بیا هم فکر کوم چې امریکا نور ډیر کمې وسیلې په اخیتار کې لري. په ځانګړې توګه، کله چې امریکا په افغانستان کې خپل حضور پراخ کړ، په پاکستان کې میشتو یاغیانو ته ډیر بهرني او افغان اهداف رامنځ ته شول.

دا چې پاکستان د دغو ډلو پر وړاندې اقدام نه شوای کولای، افغان او امریکایي ځواکونه هم له پولې څخه نه شوای تیریدای چې پر دغو ډلو باندې برید وکړي، نو د امریکا له پاره یوازینی امکان، د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ول.

په داسې حال کې چې ټول په دې موضوع پوهیدل چې د دې بریدونو له کبله به په پاکستان کې منفي عواقب رامنځ ته شي، د امریکا متحدو ایالاتو له پاره د خپلو او ناټو ځواکونو ساتنه دومره مهمه وه، چې پریکړه یې وکړه چې د بې پیلوټه الوتکو له بریدو پرته یې بله چاره نه لرله.

دويچه ويله: ایا تاسو فکر کوی چې طالبان به د سولې یوه تړون ته غاړه کښیږدي؟

گرينير: زه فکر نه کوم چې موږ به په لنډه موده کې کوم کار وکولای شو. زما په نظر، نړیواله ټولنه د دې وړتیا لري چې د افغان حکومت دومره ملاتړ وکړي چې د افغانستان پر ډېرو برخو د طالبانو د کنترول مخه ونيسي.

خو دا هم باید وویل شي چې په افغانستان کې، په ځانګړې توګه په لویدیځ او ختیځ کې داسې برخې شته چې طالبان کولای شي خپل کنترول لا پسې ډیر کړي.

دا خبره واضیح ده، چې افغان ځواکونه کافي نه دي او نه به هم په راتلونکې کې وي، څو طالبانو ته په بشپړه توګه ماته ورکړي. زه فکر کوم چې د یوې مودې له پاره به دغه وضعیت دوام ومومي. او کله چې ټول اړخونه له دې وضعیت څخه ستړي شي، نو به په افغانستان کې یوه بالقوه سیاسي حل لاره رامنځ ته شي.

خو په افغانستان کې د نړیوالو د حضور له کمیدو سره، دا موضوع په افغانانو پورې اړه لري. خو په خواشینۍ سره دا د یوې مودې له پاره د بدبختیو او تاوتریخوالي د دوام په معنی ده.

رابرت ګرینر د امریکا په استخباراتي سازمان CIA کې د ترهګرۍ ضد لوړپوړی چارواکی وو. هغه له ۱۹۹۹م کال څخه بیا تر ۲۰۰۲م کال پورې په اسلام آباد کې د امریکا متحدو ایالاتو د استخاراتي سازمان د څانګې مشر وو. هغه په افغانستان کې د جګړې د پیل پر مهال د سویلې او ختیځو برخو مسئولیت پر غاړه لاره. هغه د «۸۸ ورځې تر کندهار پورې» تر عنوان لاندې یو کتاب هم لیکلی دی چې پکې د دغو وختونو جریانات بیان شوي دي.