1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان او پاکستان سوداگري به پنځه میلیارد ډالرو ته ورسیږي

افغان سوداگرو وخت په وخت له پاکستان سره تجارتي اړیکي په خاصه توگه په ترانزیتي برخو کې ستونزمنې گڼلې دي. د سوداگرۍ او صنایعو خونه اوس وايي چې اسلام آباد ته د ولسشمر غني وروستي سفر سره د دغو ستونزو د حلیدو انتظار لري.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د جمعې په ورځ گاونډي هیواد پاکستان ته سفر وکړ. په دغه سفر کې پر نورو موضوعاتو سربیره د گډې سوداگرۍ په هکله خبرې اترې وشوې. د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خونه دغه سفر مثبت ارزوي. تر عربستان او چین وروسته، پاکستان ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني دریم بهرنی سفر وو. افغان سوداګر که څه هم تل د تجارت او ترانزیت په برخه کې د پاکستان د حکومت له دریځ څخه شکایت کوي، خو دا ځل د ولسمشر غني له سفر وروسته هیله من بریښي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عتیق الله نصرت د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د نومبر میاشتې ۱۷مه) د دغه سفر په موخه جوړ شوي مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د ترانزیت، ‌ترانسپورت او د پانګونې په اړه له پاکستان سره ځیني هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي: «د دې سفر په پایله کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو چې درې برخې لري: سوداګري، ترانزیت او پانګونه.»

افغانستان له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې څلور کاله تر مخه هم د همکارۍ یوهوکړه لیک لاسلیک کړی وو، خو له دغه تړون سره سره به افغان سوداگرو د ترانزیت په برخه کې شکایت کاوه. د افغان چارواکو په وینا اوس مهال دغه موضوع د لوړ پوړو چارواکو له خوا په جدیت سره یاد شوې ده او په وینا یې پاکستان هم خپل وړاندیزونه کړي دي.

د سوداگرۍ او صنایع خونې د مشر په وینا پر دې هم خبرې شوي دي چې د سوداگرې په برخه کې د سیمې له یو شمیر نورو هیوادونو سره هوکړه لیکونه لاسلیک شي، تر څو د افغانستان، پاکستان، هند او تاجکستان تر منځه راکړه ورکړه پراخه شي.

په عین وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال مزمل شینواري د دغه سفر د جزئیاتو په هکله وویل چې د دواړو هیوادونو له خوا هوکړه شوې ده چې تر ۲۰۱۸ کال پورې به د راکړې ورکړې کچه پنځه میلیارده ډالرو ته ورسیږي.

هغه زیاته کړه: «د دوه اړخیزې سوداګرۍ په اړه پرېکړه وشوه چې د افغانستان او پاکستان تجارت باید تر ۲۰۱۸ کال پورې پنځه میلیارده ډالرو ته ورسیږي. دلته چې موږ د تجارت په اړه خبرې کوو یوازې واردات نه دي بلکې د دواړو هیوادونو تجارت دی.»

د افغان چارواکو په حواله پاکستاني سوداگرو ته په فاریاب او کندوز ولایتونو کې په صنعتي پارکونو کې ‌د پانګونې بلنه، د ګمرکونو کمپیوټرایز کول، په تورخم کې د ګډ گمرک جوړول او همداشان افغان سوداګرو ته د مال د رسېدو په اړه گړندي معلومات ورکول شامل دي. همداشان په پاکستان کې د افغانستان موټرو د تګ راتګ ته اجازه ورکول هغه برخې دي چې دواړو هیوادونو پرې هوکړه کړې ده.

پر دغو هوکړو سربېره د ویزې د ورکولو موده یو کال ته لوړول، په پاکستان کې له افغان سوداگرو څخه د جواز نه غوښتل، د کانتینر پر ځای په خلاصو موټرو کې د نویو موټرو راوړل او د لاهور په تخنیکي او مسلکي پوهنتون کې افغان محصلینو ته د بورسونو ورکول هم په هوکړه لیک کې شامل دي. مزمل شینواري په خپلو څرگندونو کې وویل چې اوس د ترانزیت په پخواني تړون کې ځیني بدلونونه رامنځ ته شوي دي او هغې ته یې خوشبیني وښوده.

د شینواري په وینا د دې له پاره چې دغه تړون پر خپل وخت پلی شي نو پلان دی چې په راتلونکې میاشت کې د هغې د ارزونې په موخه یو بل کنفرانس هم جوړ کړي: «هغه ژمنې چې په دې کنفرانس کې وشوې، ‌د یوې میاشتې په لړ کې به موږ وګورو چې ایا هغه پلي شوي دي او که نه. وروسته به د دواړو خواوو مقاماتو ته رپوټ ورکړو. جدیت او هدایت له دواړو اړخونو له خوا وو چې په ترانزیت کې باید ښه والی راشي.»