1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

ځانگړي مطالب

د افغانستان امنیتي راتلونکې په څه پوري تړلې ده؟

له افغانستان څخه د ټول بهرنيو ځواکونه د وتلو خبري، د دغه هیواد د امنیتي وضعیت په اړه اندیښنې ډیري کړي دي. دویچه ویله په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ کال وروسته هغه فکتورونه ارزولي چې ښايي د افغانستان امنیتي وضعیت وټاکي.

په افغانستان کې تر دولس کلنې جگړې وروسته، اوس دغه هیواد له یوې ډیر حساسې تاریخي دورې څخه تیریږي، ځکه اوس نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه د وتلو له پاره چمتوالی نیسي. امریکا متحده ایالات په وروستیو وختونو کې هڅه کوي چې له افغان حکومت سره د اوږمهاله همکاریو یو امنیتي تړون لاسلیک کړي. د دغه تړون له مخې به امریکا په افغانستان کې نهه پوځي اډې ولري چې پکښې به تر لسو زرو پوري عسکر میشته وي.

تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د شتون اصلي هدفونه د افغان امنیتي ځواکونو روزنه او له یاغیانو سره مبارزه ده.

که څه هم د امنتي تړون متن بشپړ شوی دی او یوې مشورتي لویې جرگې هم دا خبره تایید کړې ده چې هغه باید د واشگنټن او کابل تر منځ لاسلیک شي، خو بیا هم د افغانستان او امریکا حکومتونو هغه نه دی لاسلیک کړی او د همدې موضوع له کبله د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي ترینگلتیا هم رامنځ ته شوې ده. ولسمشر کرزی د دغه تړون له لاسلیکولو څخه انکار کوي او ټینگار کوي چې د افغانستان راتلونکی حکومت دې د هغه د برخه لیک په اړه پریکړه وکړي. دغه راتلونکې حکومت به د اپریل میاشتې پر پنځمه نیټه په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو په پایله کې رامنځ ته شي.

افغان ولسمشر حامد کرزی نه شي کولای چې د اساسی قانون له مخې راتلونکو ټاکنو کي ځان کانديد کړي. هغه استدلال کوي چې تر دغو ټاکنو وروسته رامنځ ته کیدونکی حکومت به بیا د کابل او واشنگټن تر منځ د امنیتي تړون برخلیک وټاکي. خو دا خبره هم روښانه نه ده چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نهو کانديدانو له ډلې څخه بریالی به یې له امریکا سره د تړون لاسلیکولو سره موافقه وکړي او که نه.

له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو امکان

ولسمشر کرزی په داسې حال کې له امریکا متحده ایالاتو سره د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه ډډه کوي، چې ویل کیږي هغه له طالبانو سره پټې خبرې کړي دي. د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه د ولسمشر کرزي انکار د دې سبب شوی دی چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر بارک اوباما، خپلې ادارې ته دنده وسپاري چې له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتیرو د ایستلو پلان هم جوړ کړي. دغه پلان ته په رسنیو او د امریکا متحده ایالاتو په رسمي بیانیو کې د «صفر امکان» نوم ورکړل شوی دی. اوباما او ولسمشر کرزي د فبروري پر پنځه نیټه د تلیفون له لارې له یو بل سره خبري وکړي. اوباما هغه وخت ولسمشر کرزي ته ویلي ول چې هرڅومره چې افغانستان د امنیتي تړون په لاسلیکولو کې ځنډ کوي، په هماغه اندازه په افغانستان کې د احتمالي پاتیکیدونکو امریکایي عسکرو شمیر هم کمیږي.

د کابل او واشنگټن تر منځ د امنیتي تړون نه لاسلیکیدل نه یوازي په افغانستان کې د امریکايي احتمالي پاتیدونکو عسکرو برخلیک بدلوي، بلکې د ناټو عمومي منشي اندرس فوع راسموسن، هم ویلي دي چې که دغه تړون لاسلیک نه شي نو د ناټو ټول ځواکونه به د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې له افغانستان څخه ووځي.

«د یوه ناورین له پاره هر څه چمتو دي»

په واشنګټن کې د څیړونکو له ودرو ویلسن نړیوال مرکز څخه مایکل کوگیلمن، وايي چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو یوه لویه برخه اوس هم له «ډیرو ستونزو سره لاس او گریوان» ده، ځکه د هغه په حواله دغه ځواکونه د مخدره موادو له استعمال، بېسوادۍ، د سرتیرو د تیښتي لوړه کچه او په جگړه کې د تجهیزاتو له کمښت سره مخامخ دي. دغه کارپوه زیاتوي: «دغه ځواکونه د نړۍ يوه له ډیرو ناآرامو سیمو څخه اداره کوي. که افغانستان او نړیوال ملگري یې هر څومره د دغې خبري د پټولو هڅې وکړې، د یوه ناورین د رامنځ ته کیدو له پاره هر څه چمتو دي.»

وروستیو پیښو ته په کتو سره یو شمیر کارپوهان وايي چې د امنیتي تړون له لاسلیکولو څخه د ولسمشر کرزي انکار نه یوازې د دې سبب شوی دی چې د افغانستان امنیتي وضعیت له گواښ سره مخامخ شي، بلکې د هغوی په خبره همدې موضوع په راتلونکو کلونو کې د دغه هیواد اقتصادي او سیاسي ثبات هم له خطر سره مخامخ کړی دی. اوس باید دا خبره روښانه شي چې ایا د افغانستان راتلونکی ولسمشر له امریکا متحده ایالاتو سره امنیتي تړون لاسلیکوي او که نه. خو د دغې موضوع په پام کې نه نیولو سره، کارپوهانو یو شمیر نور فکتورونه هم په گوته کړي دي چې کیدای شي د افغانستان راتلونکې تر تاثیر لاندې راولي.

طالبان او القاعده

طالبان اوس هم د افغانستان د امنیت پر وړاندې یو لوی گواښ گڼل کیږي. د کوگیلمن په حواله طالبان په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د شمیر تر کمیدو او یا هم له دغه هیواد څخه د هغوی تر بشپړ وتلو وروسته دوه امکانه لري. لومړی امکان دا چې هغوی د خپلو فشارونو په پایله کې افغان حکومت دې ته اړ کړي چې هغوی ته په حکومت کې پراخه ونډه ورکړي . د دغه کارپوه په حواله دوهم امکان دا دی چې هغوی خپلې هلې ځلې لا پراخه کړي او ترڅو افغان حکومت راوپرځوي. د کوگیلمن په خبره د دوهم حالت د رامنځ ته کیدو امکان ډیر دی. هغه وایي چې طالبان ښايي خپلو موخه ته د رسیدو له پاره د نورو یاغي ډلو لکه د حقاني شبکې، لشکر طیبه او آن پاکستاني طالبانو مرسته ترلاسه کړي.

د افغانستان پر وړاندې یو بل لوی گواښ د القاعدې شبکه ده. که څه هم دغه شبکه اوس په افغانستان کې ضعیفه شوې ده، خو بیا هم په دې هیواد کې حضور لري. په عین حال کې د القاعدې شبکه په پاکستان کې د افغانستان په پرتله لا پیاوړی حضور لري. کوگیلمن وایي: «که په افغانستان امنیتي وضعیت خراب شي او طالبان یو ځل بیا واک ته ورسیږي، نو په دې صورت کې باید موږ هرو مرو د القاعدې د بیا قوي کیدو په اړه اندیښنه ولرو.»

مهمي ټاکني

خو ښایي د افغانستان د راتلونکې له پاره تر ټولو مهمه موضوع راروانې ولسمشریزې ټاکنې وي. کوگیلمن استدلال کوي چې که راتلونکې ټاکنې روڼي، عادلانه، د اعتماد وړ او قانوني وي او په پایله کې یې داسې یو حکومت رامنځ ته شي چې موثر او په اداري فساد ککړ نه وي، نو افغانان به پر دغه حکومت باندې د اعتماد کولو له پاره کافي دلایل ولري او هغه ته به پر طالبانو ترجیح وکړي. هغه زیاتوي: «که ډیر شمیر افغانان باور ولري چې د دغه شان یوه حکومت خاوندان دي نو د طالبانو له لیکو سره د یوځای کیدونکو کسانو شمیر به هم کم شي او په تولیز ډول به امنیتي وضعیت ښه شي.»

پاکستان او هندوستان

پاکستان هم ښايي د افغانستان په راتلونکې کې یو مهم نقش ولوبوي، ځکه پر دغه هیواد باندې تور لگول کیږي چې له طالبانو سره مالي او د تجهیزاتو په برخه کې ملاتړ کوي. پر پاکستان باندې بل تور دا دی چې د طالبانو له ډلې څخه څپلو سیاسي موخو ته د رسیدو له پاره کار اخلي او غواړي د هغوی له لارې په افغانستان کې نفوذ ولري. اوس پاکستان او هندوستان په افغانستان کې د سیاسي نفوذ پر سر له یو بل سره په سیالي کې دي او د دغو دواړو هیوادونو له ډلې څخه هیڅ یو یې هم نه غواړي چې بل یې په افغانستان کې ډیر نفوذ ولري.

کارپوهان په دې اند دي چې د افغانستان پر سر د پاکستان او هندوستان تر منځ سیالي کیدای شي چې د یو شمیر یاغي ډلو د قوي پاتې کیدو او په دې هیواد کې د بې ثباتي د دوام لامل شي. کوگیلمن وایي: «که اسلام آباد افغان طالبانو او د حقاني ډلو ته اجازو ورکړي چې په راتلونکې کې هم په دغه هیواد کې پټنځایونه ولري، نو د دې له پاره هیڅ دلیل نه شته چې سړی فکر وکړي چې په افغانستان کې به ناامني کمه او یا هم له منځه ولاړه شي.»

هندوستان په وروستیو دولسو کلونو کې د افغانستان یو لوی سیمه ییز ملاتړې هیواد پاتې شوی دی. دغه هیواد په وروستیو وختونو کې اعلان وکړ چې غواړي له افغانستان سره د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت مرستې وکړي.