1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان اقتصاد او غېر يقيني حالت

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو وخت په رانژدې کېدلو سره پانګوني لږ سوي دي. نړيوال بانک اټکل کوي چي د دغه هيواد د کورنيو توليداتو د ټوليز ارزښت د ودې کچه به د ۱۴ سلني څخه ۳،۵ سلني ته راکښته سي.

په کابل کي ډيري داسي څو پوړيزه ودانۍ تر سترگو کيږي چي تعميراتي کارونه يې د مالکانو له خوا درول سوي دي. په دوی کي حميدالله عمر هم شامل دی چي د کابل په يوه تجارتي برخه کي نهه پوړيزه ودانۍ لري. هغه وايي: «په داسي يوه فضا کي پانګونه کول لېونتوب دی.»

عمر يوازنی تجار نه دی چي په افغانستان کي و نوي پانګونې ته زړه نه ښه کوي. د افغانستان څخه د روان مېلادي کال تر پای پوري د بهرنيو عسکرو د وتلو مهال ويش په ټوليزه توګه د افغانانو تر منځ غېر يقيني فضا رامنځ ته کړې ده.

د افغان پانګوالو تر څنګ بهرني پانګه وال او شرکتونه هم له افغانستان څخه په تېښته کي دي. دا په داسي حال کي چي د طالبانو رژيم تر ړنګېدلو وروسته ګڼ ډيرو بهرنيو شرکتونو افغانستان ته مخه کړه. په دغه هيواد کي د مځکو او جايدادونو قيمتونه ډېر لوړ سول.

تعميراتي کارونه کم سوي دي

په هيواد کي نوي ښارګوټي او تعميراتي کارونو پراختيا وموندله. د دې تر څنګ د کورنيو توليداتو په ټوليز ارزښت کي کال په کال ډيرښت راغال. د بېلګي په توګه په ۲۰۱۲م کال کي دغه اضافه ۱۴سلنه وه. خو په اوس غير يقيني وخت کي نړيوال سازمانونه اټکل کوي چي په روان مېلادي کال به د ودې دغه کچه و ۳،۵سلني ته راکښته سي. نړيوال بانک اټکل کوي چي په راتلونکي کال کي ښايي دغه کچه نوره هم راکښته سي.

د هيواد د نورو ښارونو تر څنګ په پلازمېنه کابل کي د غېر منقوله جايدادونو قيمتونه ۵۰ سلنه او کرايې تر ۷۵ سلني پوري راکښته سوي دي.

له بله اړخه نړيوالو مرستندويانو هم په خپلو مرستو کي زيات کمښت راوستلی دی چي له کبله يې زياتي مرستندويي ټولني وايي چي رواني پروژې يې له ګواښ سره مخامخ دي. د بېلګي په توګه د امريکا متحده ايالتونو او بريتانيا چي د افغانستان تر ټولو لوی اقتصادی مرستندويان دي، په خپلو مرستو کي يې ۵۰ سلنه کمښت راوستلی دی.

پانګونه ۴۰ سلنه کمه سوې ده

يوه نړيواله مرستندويه ټولنه چي په افغانستان کي ۱۳ داسي ښوونځي پر مخ بيايي چي پکښي تر ۳۰۰۰ زياتي نجوني زده کړي کوي، وايي چي له يو کال راهيسي يې ښوونکو ته معاشونه ورکړي نه دي. دغه غېر دولتي مؤسسه د يو شمېر نورو مؤسسو په شان له دې څخه سر ټکوي چي له فغانستان سره مرستي يو دم د کمښت په حال کي دي.

د افغانستان د سوداگرۍ او صنايع خونه وايي چي د تېر کال په پرتله په نوو پانګونو کي د ۴۰ سلنه کمښت راغلی دی. د افغانستان پول واحد افغانۍ هم په تيرو مياشتو کي خپل ارزښت له لاسه ورکړی دی. په داسي حال کي چي د ۲۰۱۳م په پېل کي د یوه امريکايي ډالر قيمت ۵۲ افغانۍ وو، اوس و ۵۷ افغانيو ته لوړ سوی دی. داسي بيري موجودي دي چي ښايي افغانۍ نور ارزښت هم له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د اعداد او شمېرو له مخي په ۲۰۱۱م مېلادي کال افغانستان ته ۸۹۴ مليونه ډالره مرستي رسېدلي وې خو په ۲۰۱۳م کال دغه مرستي و ۵۰۸ مليونو ډالرو ته راټيټي سوې. د نوموړي ادارې په وينا دغه کمونه به تر ټولو زيات د ټولنې هغه قشر او انسانان د ستونزو سره مخامخ کړي، چي دغو مرستو ته اړ دي.

د افغانستان د اقتصاد په هکله د غېريقينۍ د حالت يوه وجه د بهرنيو عسکرو د وتلو د مهال ويش رانژدې کېدل بلل کيږي. بله وجه د کابل او واشنګټن تر منځ د امنيتي تړون په لاسليک کېدو کي ځنډ رامنځ ته کېدل او د ولسمشرۍ د ټاکنو و دويم پړاو ته وتل بلل کيږي.