1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د افغانستان اقتصادي کارپوهان په جرمني کي روزل کيږي

افغانستان په يوه ساحه ، يعني د کوکنارو د کرلو په برخه کي په نړۍ کي تر ټولو مخکي دی . او د کوکنارو، هيرويينو او وسلو جريان په هيواد کي شخړو او لانجو ته لمن وهي

د بوخوم په پوهنتون کښی خواجه محمد احمد زی او اولريکه هومل

د بوخوم په پوهنتون کښی خواجه محمد احمد زی او اولريکه هومل

ناټو او متحدين يې اوس مهال په ټول افغانستان کي کابو 150 زره عسکر ځای پر ځای کړي دي . خو اوس دا پريکړه سوې ده چي دا عسکر تر 2014 ميلادي کاله پوري د افغانستان څخه ووزي او د امنيت د ساتلو مسؤليت ددې هيواد خپلو پوليسو او عسکرو ته وسپاري . خو بيله يوه فعاله اقتصادي سسيټم څخه به ددې امکانات ډير کم وي چي په دغه هيواد کي څوک سم حکومت وکولی سي.

په هيواد کي د يوه بديل اقتصادي سسټم د جوړولو کوښښونه سويدي ، خو ټول يې د ناکامۍ سره مخامخ سويدي . د نړيوالي ټولني لخوا پر ډيرو پيسو سربيره په افغانستان کي د ځايي مسلکي او مناسبو خلکو کمی ليدل کيږي ،تر څو دغه پيسې د يوه پلان له مخي پر ځای مصرف کړي . خواجه محمد احمد زی چي د کندهار د پوهنتون د اقتصاد د پوهنځي يو تن استاد دی او اوس مهال د المان د بوخم په ښار کي د افغانستان د پوهنتونو د بيارغوني په يوه پروژه کي برخه اخلي وايي :

« زه غواړم چي په راتلونکي کي د افغانستان د سياست په تشکيلولو کي ونډه ولرم، ځکه نو ما د اقتصادي علومو د لوستلو پريکړه وکړه . د اقتصاد په اړه پوهه د اقتصادي سياست په برخه کي د مهمو پريکړو اساس جوړوي .زمونږ په هيواد کي جنګ هر څه خراب کړيدي . په پوهنتونو کي د درسونو معيار هم . په افغاني پوهنتونو کي تحصيل ، د مثال په ډول د کندهار د پوهنتون درس، د هغه درس سره ډير توپير لري، کوم چي مونږ ته د بوخم په پوهنتون کي راکول کيږي . مونږ يو ښه درسي پلان نه لرو.»

په افغانستان کي درسي مواد ډير زاړه دي او د هغو موادو څخه راجوړ شوي چي پخوانيو استادانو د خپلو زده کړو پر وخت د جرمني، امريکا او يا د پخواني شوروي اتحاد څخه د ځان سره راوړي دي . پر دې سربيره واحد درسي پلانونه هم وجود نه لري . ددې خبري پخلی احمد زي هم وکړ.

خواجه محمد احمد زی به د بوخم په پوهنتون کي د تريننګ تر خلاصيدلو وروسته د يوه بين امللي پيژندل سوي لسانس سره بيرته کندهار ته ستون سي او هلته به په دغه رشته کي نور محلصين وروزي .

د 2002 ميلادي کال راهيسي د ودي د پلټني د انستيتوت او د بوخم د پوهنتون د پرمختيايي سياست انسټيتوټ ايي اي اي IEE د افغانستان د پوهنتونو د بيارغوني په برخه کي فعاله ونډه لري .

د خپلو افغاني همکارانو او د افغانستان د لوړو زدکړو د وزارت سره په شريکه اوس د بوخم پوهنتون د افغانستان د ټولو پوهنتونو د اقتصاد د پوهنځيو لپاره د لسانس د يوه واحد درسي نصاب د جوړلو کارونه پر مخ بيايي . دا درسي پلان به د درسي موادو او نورو ماخذونو په مرسته په پښتو، دري او انګليسي ژبو جوړ شي . ددې پروژې مشر پروفيسرويلهم لوين شټاين په دې اړه وايي :

« ددغه نصاب پر اساس مونږ د بوخم په پوهنتون کي د اقتصاد د برخي دا ځوان افغانان استادان روزو . کله چي دوی بيرته خپل وطن ته ځي ،نو دا نوی نصاب به د نوو موادو سره د خپلو محصلينو دپاره يوسي . خبره داده چي مونږ د اقتصاد په برخه کي دغه استادان داسي تربيه کړو چي دوی بيا د خپل هيواد د شخصي او دولتي سکټور لپاره پيغلي او ځوانان په داسي ډول وروزي چي هغوی د افغانستان په ګټه په يوه ځای کي په دنده وګمارل شي.»

په افغانستان کي د پوهنتونو د بيارغوني په برخه کي د المان د بوخم د پوهنتون انسټيټيوټ په بين امللي سطح تر ټولو مخکي دی . ددې پروژي پراختيا ته په کتلو سره پروفيسر لوين شټاين وايي چي دا د برلين د پوهنتون تر څنګ چي د کمپيوټر په برخه کي کار کوي، په افغانستان کي تر ټولو لويه پروژه ده .

د DAAD يا د جرمني د علمي تبادلاتو د ټولني څخه اليکسنډر کپفر وايي چي د المان هدف دادی چي افغانستان په طويل ا لمدت کي بيرته د پوهنتونو د بين امللي سطح سره سم کړي .

د افغانستان په علمي بيارغونه کي د نړيوالي ټولني ليوالتيا ددې په خاطر هم ډيره ده چي په دې ډول به دا هيواد د ترهګرۍ د خطر څخه خلاص شي او دا هيواد به نړۍ ته نور يو ګواښ پاته نسي.

ددې سره سره په افغانستان کي د اروپايي هيوادونو اقتصادي دلچسپي هم په دې کي رول لري . افغانستان بايد د اقتصادي لحاظه پر خپلو پښو ودريږي او هغه هم بيله کوکنار د کرلو څخه . تر دې تر څنګ بايد يو فعاله اقتصادي سيسټم هممنځته راسي.

د بوخم د پوهنتون افغان استادان چي دلته په ټريننګ بوخت دي، په دې پوهيږي چي څنګه کولي سي په راتلونکي کي دا هيواد د بې وزلي د منګولو څخه راوباسي .

« په افغانستان کي جنګ ددې هيواد ټوله زيربنا له منځه وړې ده . تر ټولو لويي ستونزي چي موږ يي لرو، د نشه يي موادو تجارت او په هيواد کي جګړه ده . په داسي حالاتو کي خارجي پانګه اچوونکي ليري پاته کيږي . او زمونږ اقتصاد وده نه کوي . دا بيا ددې سبب کيږي چي مونږ په افغانستان کي د نفر پر سر ډير کم عايد ولرو.»

اولريکه/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري