1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د افغانانو په ګډون ۶۰۰۰ کډوال پخپله خوښه له آلمان څخه وتلي

د روان کال په لومړیو درو میاشتو کي ۶۰۰۰ مهاجر په خپله خوښه د فرانکفورت له هوايي ډگر څخه خپلو هیوادونو ته ستانه شوي دي. هغوی ویلي دي چي له آلمان څخه یې بل ډول انتظارات لره. په ستانو شویو کډوالو کې افغانان هم شامل وه.

دغه خبره د آلمان د فدرالي پولیسو رییس اندریاس یونگ، د «فرانکفورتر نویه پریسه» ورځپاڼي ته د چهارشنبې په ورځ (د۲۰۱۶م کال د جولای میاشتي ۶مه نیټه) کړې ده. د ده په خبره ډیری ستانه شوي کډوال، مایوسه دي او وايي، هغه انتظارات چي یې په آلمان کې له  ژوند څخه لرل، نه دي پوره سوي.

دغه آلماني چاروکي همداراز زیاته کړې ده چي ډیر شمیر ستانه شوي کډوال د البانیا، افغانستان او ایران له هیوادونو څخه وو.

د یونگ په خبره قاچاقبرانو مهاجرو ته وعده ورکړې وه چي په «آلمان کي هرچا ته یو کور، موټر او ۱۰۰۰ یورو ورکول کیږي، خو هغوی ژر واقعیت ته متوجه سول».

په ۲۰۱۵ کال له دغه لوی نړیوال هوايي ډگر څخه مجموعأ ۱۵۰۰۰ کډوال بیرته خپلو هیوادونو ته ستانه سوي ول.