1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

بشري حقونه

د افریقايي ښځینه مهاجرو پر سر گټور تجارت

په ایتالیا کې۴۰ زره بهرنۍ ښځي بدلمنۍ ته مجبوري شوي دي. د هغوی ډيری چې د انساني قاچاق قربانۍ دي له رومانیا او افریقا څخه راغلي دي. ډيري قاچقچیان نه په افریقا او نه هم په اروپا کې محکمې ته درول کیږي.

د ایتالیا په فلورانس ښار کې د افریقايي مهاجرې بدلمنې ته مجبوره شوي دي

د ایتالیا په فلورانس ښار کې د افریقايي مهاجرې بدلمنې ته مجبوره شوي دي

کله چې څارانواله انگلا پیترویستي اضافه کاري کوي، د خپل دفتر له کړکۍ څخه نيجري ښځې چې د بد لمنۍ له پاره د سړک پر غاړه ولاړې دي، ویني. کله چې تیاره شي، نو د ایتالیا د فلورانس ماڼۍ مخي ته لویه جاده په پیاده رو بدلیږی. د اټکلونو له مخې ۴۰ زره بهرنۍ ښځې په ایتالیا کې په بدل لمنۍ بوختې دي. د هغوی ډير زیات له رومانیا او افریقايي هیواد، «نیجر» څخه راغلي دي. د هغوی اکثریت د انساني قاچاقبرانو د کړیو قربانیاني دي چې هغوی یې له خپلو هیوادونو څخه ایتالیا ته په قاچاقی توگه لیږدولي دي.

له انساني قاچاقچیانو څخه ویره

که څه هم څارنواله پیتروستي دغه ستونزه هر ورځ په خپلو سترگو ویني او د فلورانس ښار په زیاته برخه کې د سازمان شوو جرایمو پرضد مبارزه د هغې دنده ده، خو د هغې د وینا له مخې په تیرو کلونو کې یوه «مدم» هم د زندان میلو شاته درول شوې نه ده. له « مدم» څخه د هغې مقصد هغه نیجري ښځې دي چې د دې انساني قاچاق اصلی عاملینې گڼلې کیږي.

دغه قدرتمني ښځي اکثرا په ایتالیا کې میشت دي او له هغه ځای څخه د انساني قاچاق د بانډونو کنترول کوي. دوی کوچنې شبکې جوړې کړي چې د هغو له لارې ځواني ښحې په خپلو هیوادونو کې تیر باسی او په غلطو وعدو سره یې د افریقا د دښتو او د مدیترانې د سمندرگي له لارې اروپا ته په قاچاقی توگه لیږودوي.

ایتلوي څارنواله انگلا پیتروستی

ایتلوي څارنواله انگلا پیتروستی

ایتالوۍ څارنواله، پیتروستي وايی: « ستونزه دا ده چې د دغو غیرانساني اعمالو قربانیان له پولیسو څخه ویره لري. هغوی له ویرې د خپلو ستونزو په هکله پولیس ته معلومات نه ورکوي. او یا هم دا چې د دغو نیجریايی ښځو په ژبه څوک نه پوهیږي او د هغوی د محلی ژبو له پاره د یو ترجمان موندل ډير گران کار دی.»

پولیس هم سترگې پټوي

خو دا چې ډيری دغه انساني قاچاقچیان محکمو ته نه درول کیږی، د «جوی کې» په نامه د پیښو یوه قرباني نور دلایل لري: هغه وايی چې د ایتالیا چارواکي دې ستونزي ته بې پروا دي، ځکه د هغې په نظر د انساني قاچاق قربانیان او عاملین دواړه بهرنیان دي او تاوان یې کوم ایتالوي ته نه رسیږي.

جوی کې، ۱۷ کلنه وه چې ایتالیا ته په قاچاقی توگه راوستله شوه، هغه وایې چې وعده ورکړ شوې وه چې په ایتالیا کې به د یو شتمن سړی په کور کې د ماشومانو پالنه کوي او له دې لاري به ډيری پیسی پپدا کړی.

له افریقايي مهاجرو ډکه لارې د مدیترانې د سمندرگي په لور

له افریقايي مهاجرو ډکه لارې د مدیترانې د سمندرگي په لور

هغې وویل: «زه غواړم چې دغسي قاچاقچیان د محکمو ته راکش شی. د ایتالیا او نیجر دولتونه مسوولیت لري. دا یوه «مدم» یا میرمن نه وه چې زه یې تیر ایستلې یم، بلکي ډيري نوري داسی شته چې ځوانې نجونې تیرباسی او ژوند یې له تباهی سره مخامخ کوی»

«جوی کې» له خپل وطن څخه تر ایتالیا پوري د لالهانده سفر کیسه کوي او وایي کله چې ایتالیا ته ولیږدوله شوه، هغې ته وویل شول چې اوس باید د دغه سفر له پاره «۳۰ » زره يورو ورکړي، هغه پیسې چې «جوې کې» هیڅ کله نه درلودې او نه یې هم گټلې شوای. له همدی کبله هغه مجبوره شوه چې د دغه ناحقه پور له پاره فاحشه توب ته مخه کړی.

انساني قاچاق د ميلیاردو تجارت

په افریقا کې انساني قاچاق د ميلیاردو سوداگري ده چې هر ښکیل مجرم پکښې خپله گټله لټوي. د نیجر په «بنین» ښار کې دغه کاروبار ډير پراخ دی. په دغه ښار کې نه یوازي د بې وزلو خلکو کوډلي وار په وار زیاتیږي، بلکي مجلل کورونه هم جوړ شوي دي.

په ښار کې عام خلک وايي چې دغه کورونه د هغو«مدم» (قاچاقچي میرمنو) دي چې بیرته څپل وطن ته ستنې شوي دي. د افریقا دغه ښار چې په دښت کې پروت دې د انساني قاچاق په ستر مرکز بدل شوی. ټول قاچاقبران له دغه «تم ځاي» څخه تیریږي، خصوصا له هغه وخت راهيسي چې په گاونډي هیواد لیبیا کې گډوډي راپیدا شوې ده. دا ځکه چې د مدیترانې پر لور قاچاقچیان زیات نه کنتروليږي.