1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د افريقا په زيمبابوې هېواد کې وضع د اندېښنې وړ ده

د مخالف گوند د تر ټولو مهم سياستوال تر نيولو او امکاني شکنجې څخه وروسته په ټوله نړۍ کې د نوموړي هېواد د وضعې په باره کې اندېښنې راپورته شوي دي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون د زيمبابوې په پلازمېنې هارارې باندې غږ کړی دی چې نوموړی سياستوال دې خوشي کړي.

څوانگيرای د خپلو گوندي ملگرو په وينا تر سختې شکنجې لاندې نيول شوی و او اوس د مرگ له خطر سره مخامخ دی

څوانگيرای د خپلو گوندي ملگرو په وينا تر سختې شکنجې لاندې نيول شوی و او اوس د مرگ له خطر سره مخامخ دی

اروپايي ټولنې هم د ښاغلي مرگان څوانگيرای او نورو بنديانو ته د زيان نه اړولو په وړاندې د زيمبابوې د حکومت پر مسووليت ټينگار کړی دی. په هارارې کې د احتجاجونو په پايله کې د څوانگيرای تر څنگ د مخالف گوند نور سياستوال هم نيول شيو دي. څوانگيرای د خپلو گوندي ملگرو په وينا تر سختې شکنجې لاندې نيول شوی و او اوس د مرگ له خطر سره مخامخ دی.