1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د اسرائيلو او عربو په شپږ ورځنۍ جګړه کې څه پيښ شوي ول؟

شپږ ورځنۍ جګړه پنځوس کاله ترمخه شوې وه: اسرائيلو پر هغو درو عربي هيوادونو بريد وکړ چې د دې یهودي دولت د له منځه وړولو ګواښ یې کړی وو. په دې جګړه کې د اسرائيلو د بری اغيز تر ننه پورې په سيمه کې ليدل کيږي.

موش ميلو، هغه وخت ۲۳ کلن وو. ده ته د جګړې پيل او هغه وخت ښه په ياد دی. دی هغه وخت د اسرائيلو د پراشوټ قطعې د راډيو تلګراف يو تخنيک کار وو. دی وايي: «موږ احساس کاوه چې د اسرائيلو شتون ته ګواښ متوجه دی.» تر جګړې څو اوونۍ دمخه د مصر د هغه وخت جمهوررئيس جمال عبدالناصر د نړۍ له نقشې څخه د اسرائيلو د ورکولو ګواښ کړې وو.

سوریې هم ورته ګواښونو کړي ول. دې دواړو هيوادونو په ۱۹۴۸ او ۱۹۵۶م کلونو کې هم له اسرائیلو سره جګړې کړي وې. بيا د مصر جمهوررئيس د سينا په نيمه ټاپو کې عسکر ځای پر ځای کړل او د تيران سمندري لار یې د اسرائيلي کښتيو پر مخ وتړله.

د ۱۹۶۷ م کال د جون پر۵ نيټه د اسرائيلو هوايي ځواک په ناڅاپي توګه په سينا نيمه ټاپو کې پر مصري عسکرو بريد وکړ. د جګړې د پيل پر وخت عسکر موش ميلو مارش ته چمتو وو، څو پر سويلي سرحد له مصريانو سره جګړه وکړي. دی وايي: «خو يو دمي زموږ ماموريت تغير وکړ او موږ یې بيت المقدس ته وليږلو.»

د ندبه يا ختيځ ديوال نيول

په ۱۹۶۷م کال کې يورام زاموش، د خپلې قطعې يو ځوان قوماندان وو. له موش ميلو سره یې په شريکه پر ختيځې دروازې يرغل وکړ او په دې توګه يې زوړ ښار چي له ۱۹۴۸م کال راهيسې د اردن په کنترول کې وو، ونيو. د شپږ ورځنۍ جګړې دغه ملګري تر نن ورځې ښه دوستان دي. يورام زاموش وايي: «تر دې جګړې دمخه زموږ ولس يو تعقيب شوی او کمروزه ولس وو او د نازيانو له خوا مو تر ټول وژنې يوازې ۲۵ کاله تير شوي ول.»

دی زياتوي: «او بيا موږ وتوانيدو چې د ندبه ديوال بيرته ونيسو. موږ بیرته پر خپلو پښو ودريدو.»

له دې ځایه يو څو متره وړاندي هايفه الخالدي، چې هغه وخت ۱۷ کلنه وه، ښار ته یې د اسرائيلي عسکرو د داخليدو ننداره کوله. د خپل پلرني کور له بام څخه دا نن پر ندبه ديوال او الاقصی مسجد نظر اچوي او د هغه وخت حال داسي بيانوي: «موږ په کورونو کې پټ شوي وو او له کړکيو څخه د سر ښکاره کولو جرات مو نه شوای کولای. بيا چغې شوې چې اسرائيلي عسکر راغلل.» دا زياتوي: «دا زموږ له پاره يو شوک وو چې دوی څومره ژر زوړ ښار ونيو.»

د ۱۹۶۷م کال د جون پر ۷ نيټه د اسرائيلو عسکرو پر سيمه بشپړ کنترول ترلاسه کړ.

آزادول او استعمارول

د زوړ ښار نيونه نن هم په اسرائيلو کې د «بيت المقدس د آزادولو او بيرته يوځای کولو» په توګه لمانځل کيږي. په هغو اسنادو کې چې د اسرائيلو حکومت د دې جګړې د پنځوسمې کلیزي په مناسبت له خپل آرشيف څخه خپاره کړي، ليدل کيږي چې څرنګه لومړي سرشکونه د هرې ورځې د جګړې سره په خوشبينۍ بدل شول. په دغه اسنادو کې د دفاع وزیر موش ديان، له خوا نقل قول شوې چې «که اړتيا پيښه شي نو کيدای چې په څو ساعتو کې بيروت هم ونيسو.»

اسرائيلو په څو ورځو کې خپله ساحه درې چنده پراخه کړه او ځيني سيمې یې ونيولې. په دغو سيمو کې يوه بل ولس، فلسطنيانو هم ژوند کاو. تر جګړې وروسته د نيول شويو سيمو سره د چلن پر موضوع بحثونه پيل شول.

د بيت المقدس د زاړه ښار اوسيدونکې هايفه الخالدي چې هر څه یې څارل د جګړې د عواقبو په اړه وايي چې د مغرابي سيمې ټول کورونه ونړول شول څو لويديځ ديوال ته لاره خلاصه شي.

نوموړې زياتوي: «دوی سملاسي له بلدوزرونو سره راغلل او خلکو ته يې دوه ساعت وخت ورکړ، څو خپل کورونه پريږدي. څو ورځې وروسته ټول کورونه ويجاړ شول او د ندبه ديوال په مخکې دغه ميداني رامنځته شوه.»

خالدي زياتوي: «زه نه پوهيږم چې د دغه کورونو خلک چيرته ولاړ. خو هغه چې تللي بيرته یې ونشوای کړای بيت المقدس ته را وګرځي.»

خو هغه فلسطنيان چې پاتې ول، تر۱۹۶۷م کال وروسته یې د اسرائيلو تر پوځي استعمار لاندي ژوند پیل کړ. اسرائيلو ختيځه عربي سيمه له ښار سره يوځای کړه او وروسته یې بيت المقدس د خپل «نه وېشونکي او دايمي» پلازمينې په توګه اعلان کړ. خو دا د نړيوالې ټولنې له خوا په رسميت نه دی پيژاندل شوی.

DW.COM

اړوند مطالب