1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د اروپايي ټولني په هوايي ميدانو کي امنيتي حالت

د امسترډم په شيپول ميدان کي 15د ټول بدن داسي سکينرونه په کار اچول شوي دي، کوم چي په بدن پوري تړل شوي وسلې او چاوديدونکي موادهم پيدا کولی شي

په هوايي ميدانو کي د ټول بدن داسي سکينرکول

په هوايي ميدانو کي د ټول بدن داسي سکينرکول

ګونتر فون اډرش چي په امستردم کي د امنيتي چارو مسؤل دی، او ددغه نوي امنيتي تخنيک د پلي کولو مسؤليت پر غاړه لري، په عملي ډول ښکاره کوي چي دا د کسينر دستګاه څه رنګه کار کوي .

دی وايي ،

«مهرباني وکړۍ ،ودريږی او لاسونه پورته کړی . اوس به سکينر تر سره شي او يو څو ثانيې وروسته به يې نتيجه معلومه شي . »

په هوايي ډګرونو کي د ټول بدن سکينر د مسافرينو لپاره لا جبري نه دی . د اروپايي ټولني د کورنيو چارو وزيران لا سره د ددې دستګاوو د کارولوپه برخه کي يوې موافقې ته سره نه دي رسيدلي . اروپايي کميسيون غواړي چي د سکينر دستګاوي په پراخه توګه په کار واچوي . اروپايي کميسيون د عدلي چارو کميساره ويوان ريډنګ ددې خبري انتباه کوي چي بايد د سکينر د کارولو په وخت کي د شخصي حقوقو او د ړڼا د اچول پر وخت بايد د پوستکي ساتل هم په پام کي ونيول شي .

دی وايي ،

« د بشپړ امنيت د ترلاسه کولو زمونږ هيله مونږ ته دا حق نه راکوي چي د انسانانو په شخصي کارو کي مداخله وکړو. زموږ اتباع شيان نه دي بلکه انسانان دي . »

د ټول بدن د سکينر په هکله د اروپايي پارلمان نور غړي هم تشويش لري . خو د هالينډ حکومت غواړي چي ژر تر ژره په هر ترمينال کي دغه دستګاه ودروي . په ايټاليه کي په دواړو لويو هوايي ډګرونو کي د ټول بدن د سکينر نصبول په نظر کي نيول شوي دي . دلته به يوازي هغه مسافرين چي د امريکي متحده ايالاتو او اسراييلو ته سفر کوي، ددغو دستګاه څخه تيريږي .

په لويه بريتانيه کي به د لندن په هيترو هوايي ډګر کي هم په يو څو ورځو کي د ټول بدن سکينر په کار اچول کيږي . فرانسه غواړي چي دا دستګاوي لومړي تجربه کړي . په پاريس کي به يو څو دستګاوي په امتحاني بڼه ودرول شي . د اروپا په نورو کوچنيو هوايي ډګرونو کي لا تر اوسه د ددې دستګاوو، چي د 120000 يورو لګښت پرې راځي، د نصبولو کوم پلان نه ترسترګو کيږي .

د اروپايي ټولني د ترور ضد د چارو مسؤل ګيلس دي کيرکوف دې خبري ته اشاره کوي چي سړی بايد دا بحثونه يوازي د ټول بدن په سکينر پوري محدود نه کړي .

دی وايي ،

« په هوايي ډګرونو کي يوازي د نوي تخنيک نصبول کفايت نه کوي. مونږ بايد يوه هر اړخيزه لاره انتخاب کړو. د پوليسو او استخباراتي خدمتونه همکاريو ته اړتيا لرو. موږ بايد وپوهيږو چي کوم پاسپورټونه د غلا دي او څوک څه ډول ويزه لري . »

امنيت يوازي د نوي تخنيک په وسيله نسي ټينګيدلای . د سکينر دستګاه چي هم يې لګښت ډير دی او هم يې د نصبولو لاري ستونزمني دي، په پراخه پيمانه ترينه ګټه نسي اخيستل کيدلای . کيرکوف زياتوي تر ټولو مهم کار د شکمنو کسانو په اړه د موجودو معلوماتو ژر تر ژره پلټنه او يوې نتيجې ته رسيدل دي .

په جرمني کي د پوليسو اتحاديه پر المان او نورو اروپايي هيوادنو دا نيوکه کوي چي دوی د هوايي ډګرونو د امنيت او کنټرول دنده شخصي کمپنيو ته ورکړې ده . د پوليسو د اتحاديې څخه يوسف شويرنګ زياتوي چي د امنيت د ټينګښت لپاره بايد امنيتي کارکونکي په ښه ډول وروزل شي .

په دي ورستيو کي اروپايي ټولني د اروپايي هوايي ترانسپورټ د امنيت لپاره يوه اداره جوړه کړيده ، چي کاريې دالوتکواو د ميدانونو د کيفيت خبر اخيستل او د پيلوټانو روزنه ده . ددې ادارې د يوې وياندي په وينا د امنيتي کنټرول چاري ددغي ادارې وظيفه نه ده . دا يوازي د هر هيواد او د هوايي ډګرونو د چلونکو کار دي .

د اروپايي پارلمان يو المانی وکيل الکسانډر الوارو بيا پر اروپايي ټولنه انتقادکوي چي د اروپايي اتحاديې ټول کارونه ډير په کراره سره پرمخ ځي . او دوی خپله ټوله پاملرنه نوي تخنيک او د يوه واحد سيسټم پلي کولو ته کوي .

په روسيه کي بيا د ټول بدن د سکينر دستګاوي لا د ډيرو کلو راپديخوا په کار اچول شوي دي، بيله دې چي مسافرين ورباندي وپوهيږي .

برنډ ريګيرټ/ بريښنا صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري