1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ارمنيانو ولس وژنه د ترکيې او ارمنستان تر منځ د ښو اړيکو په لار کي خنډ دی

د استانبول روڼ آندي د لومړي ځل لپاره په ترکيه کي د وژل سوؤ ارمنيايانو وير غونډه جوړوي

ارمنيان ادعا کوي چي په لومړۍ جهاني جګړه کي عثماني خلافت د دوی يو نيم مليون وګړي وژلي

ارمنيان ادعا کوي چي په لومړۍ جهاني جګړه کي عثماني خلافت د دوی يو نيم مليون وګړي وژلي

د استانبول ښار په مرکز کي به د شنبې په ماخستن د روشن فکرانو د يوې ډلې غونډه تر سره سي په کومه کښي چي به د وژل سوو ارمنيانو په ياد وير وسي. د روشنفکرانو دغه ډله د توکمپالنې او نېشنلزم ضد ډله نوميږي او په خپله وينا د چارواکو څخه يې د غونډې اجازه هم ترلاسه کړېده. څو کاله ترمخه دغه يو ناشونی کار ؤ چي په ترکيه کي دي چا د ارمنيانو پر ولس وژنه خبري کړي وای. که چا داسي کړي وای نو به د محکمو او زندان سره مخامخ کېدلای. خو کله چي د 2007 م مېلادي کال په جنورۍ مياشته کي هرانت دينک نومي يو کس ووژل سو نو په ترکيه کي پر دغه په بشپړه توګه منع سوې موضوع يا تابو باندي بحثونه پېل سول. وژل سوی دغه کس په استانبول کي د ارمنيايي ژبي د ورځپاڼي مسؤل مدير ؤ چي د وژنې وروسته يې په زرګونو کسان پر سړکونو راووتل او لاريون يې وکړی.


لاريون کوونکو هغه وخت دا نعرې وهلې چي «موږ ټوله ارمنيان يو.» هغه پداسي حال کي لاريون کوونکي زياتره ترکي روڼ آندي يا روشنفکران وه. ژورنالست ای دين اېنګين وايي چي د هغه راهيسي په ترکيه کي د ارمنيانو د وژنې پر موضوع خبري پېل سوې:


»د ارمنيانو موضوع تابو يا قدغن وه خو اوس دغه قدغن بيخي له منځه تللی دی. د رسنيو تر څنګ اوس په کوڅو او بانډو کي پردغه موضوع بحثونه کيږي. په ترکيه کي دغه يوه ډېره مهمه موضوع ده.«


ددغو لاريونونو وروسته د ترکيې او ارمنستان هيواد حکومتونو پدې هکله هوډ څرګند کړی چي يو د بل سره به ډېر ژر بېرته سفارتي اړيکي ټينګي کړي. پدې لړ کي بايد د دواړو هيوادونو پارليمانونو پرېکړه کړې وای چي په ترڅ کي يې بايد د دواړو هيوادونو پولې هم پرانستل سي. خو د روان مېلاي کال د اپرېل په 22 مه نېټه د ارمنستان اولس مشر سېرش سارکاسيان دغه تړن چي بايد پارليمان ته وړاندي کړل سي ودروی. د خپل دغه ګام لامل نوموړي دا وښودی چي ترکيه همېشه نوي شرطونه باندي ايږدي. او له دې وجې اوس ارمنستان دغه تړون نه لاسليک کوي.


د بېلګي په توګه ترکيه د ارمنستان څخه غواړي چي ارمنستان دي خپل عسکر د قفقازد قره باغ غر څخه وباسي. د بين الدول قوانينو له مخي د قره باغ سيمه د آذربايجان برخه ده خو دغه سيمه ارمنيايي عسکرو نيولې ده. پداسي حال کي چي آذربايجان د ترکيې ملګری هيواد دی ترکيه د ارمنستان څخه غواړي چي د قره باغ سيمه دي خوشي کړي. دغه موضوع هم د دواړو هيوادونو د نژدې کېدو په لاره کي يو خنډ دی.


لکه د ترکيې لومړي وزير رجب طييب اېردوګان چي څو مياشتي تر مخه وويل:


»موږ د موضوع هواری غواړو. خو دا د يو څو پوښتنو سره تړلې موضوع ده چي پکښي د قره باغ موضوع هم راځي. تر کومه وخته چي دغه سوالونو نه وي جواب سوي وي زموږ لپاره يوه هوښياره پرېکړه کول ډېر مشکل کار دی. خو موږ بيا هم داسي ګامونه اخلو چي د خبرو د پرمختګ لپاره بنسټ وګرځي. ولي چي موږ په نړۍ کي سوله غواړو.«


د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احميت داؤ تولګؤ په يوه مرکه کي ويلي چي د ارمنيايي اولس مشر لخوا د تړون درول د خبرو اترو د په ټپه درولو معنا نه ورکوي. بلکه دغه يوه موقتي وقفه ده. د نوموړي په وينا ښايي ارمنيان تر اوسه د تړون په هکله همږغه ندي او د خپل منځي خبرو اترو لپاره يې وخت پکار وي.


ارمنستان د ترکيې هغه غوښتنه منلې چي په ترڅ کي يې ورڅخه غوښتي وه چي د تاريخوپوهانو يو کمېټه دي جوړه کړي چي پر دې فکر وکړي چي د لومړۍ جهاني جګړې پر وخت د ارمنيانو وژنه د جنګ پايله وه او که سيسټېماټيکي ولس وژنه وه. ارمنيان د خپل حکومت څخه پدې لامل ډېر خفه دي چي د ترکيې دغه غوښتنه يې منلې. ملتپاله ارمنيان وايي چي تاريخ دا خبره څرګنده کړې چي تر يو نيم مليون څخه زيات ارمېنيايان د خلافت عثمانيه لخوا په ولس وژنه کي ووژل سول او پدې هکله نور بحث ته اړتيا نسته. له بلي خوا ترکيه د ولس وژنې تورونه په سخته ردوي.


دواړه هيوادونه په ډېر سخت مخالف دريځونو ولاړ دي. او پداسي حال کي چي په استانبول کي د وژل سوؤ ارمنيانو په وير پرانستې غونډه جوړيږي نو د ټولو اختلافاتو برسېره و هيلو ته لاره هواروي.

ليکونکی: بورمان تامس / احمدولي اڅکزی

کتونکی: نسيم صابر