1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د ارمنستان او ترکيې تر منځ د يو تړون د لاسليکولو سره سره ستونزي پر ځای پاته دي

وروسته له لسیزو دښمنیو ترکيې او ارمنستان د خپلو اړیکو د عادی کولو په لور یو مهم ګام اوچت کړ خو لا ددواړو هيوادونو تر منځ پرتې ستوني پر ځای پاته دي...

ښی خواته د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو او د هغه ارمنی همتاء، ادوارد نالبنديان د تړون تر لاسليک وروسته

ښی خواته د ترکيې د بهرنيو چارو وزير احمد داود اوغلو او د هغه ارمنی همتاء، ادوارد نالبنديان د تړون تر لاسليک وروسته

د ارمنستان د بهرنیو چارو وزیر، اداوارد نالبندیان او د هغه ترکي همتاء، احمد داؤد اوغلو د شنبې په ماښام د سویس د زیوریخ په ښار کي یو تړون لاس لیک کړ، چي له مخه يې د دغو داړو هیوادونو ترمنځ پولي پرانیستلي کیږي او ډیپلوماتي اړیکي نیسي. د دغه نژدې والي سره سره، د دواړو دولتونو تر منح ستونزي پر ځای پاته دي.

د آلمان ږغ راډيو خبریال اولریښک پیک له استانبول څخه ليکي چي سره له دې چي د ارمنستان او ترکیی تر منځ د اړیکو د عادی کیدو لپاره د د پرتوکول د لاس لیکولو د مراسمو د ګډون کونکو میلمنو لکه د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیری، هیلری کلینتن، د روسیی د بهرنیو چارو وزیر، سرګی لاروف، د فرانسی جمهور ریسس برنارد کوشنر د سویس د بهرنیو چارو وزیری، میشی لاین کالمی - ری او د اروپا د اتحاد مشر ديپلومات خاویر سولانا له خوښی څخه په جامو کی نه ځایدل چی بالاخره ارمنیان او ترکان د خپل منځي اړیکو د عادی کولو لپاره چمتو شول او له واشنګتن او بروکسل څخه د ستر رضایت غبرګون ښکاره شو، خو بیاهم د دغو دوو ګاونډیو هیوادو ترمنح ډیری پوښتنی نه حل شوی پاتی دی. څرنګه چی د ترکیی په مشهوری لیبرال ورځپانی، « ریدکال» د یکشنبی د ورځي په ګڼه کی مرات یکتین لیکی: « دا چی د دغه پرتوکول په لاس لیک کولو کی دری ساعت ځڼد راغلی، د دی نښانه ده چی لا تراوسه ډیری ستونزی بر ځای پاتی دی.

حقیقت خبره هم دا ده چی ترکیه او ارمنستان له ستونزمنو پړاونو سره مخامخ دی. دغه دوه پاڼی چی د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له خوا د شنبی په ماښام وروسته له یوی نه پلان شوی لنډی په اصطلاح اور وژنی دیپلوماتی څخه لاس لیک شو. باید اوس په انقره او اریوان کی د اړوندو پارلمانونو له خوا تصویب شی. کیدای شی چی د کاغذ پر مخ د اړیکو د بیرته عادی کیدو پر مخ سخت مقاومت وښودل شی.

که څه هم په ترکیه کی لومړی وزیر رجب طیب ارغوان په پارلمان کی د خپل AKP نومی ګوند له اکثریت سره ښایی بریالی شی چی دغه موافقه تصویب کړی.

د امريکا او سويس د بهرنيو چارو وزيراني

د امريکا او سويس د بهرنيو چارو وزيراني

خو د هغه دا ډول پارلمانی زور کیدای شوی په ترکیه کی یو سیاسی توپان راوپاروی. ځکه هلته، لکه چی مراد ایکتین په خپله مقاله کی لیکی چ « اریوان ته لاره له باکو خخه تیریږی»، ‌ذهنیت واکمن دی. اریوان د ارمنستان او باکو د آذربایچان پلازمینی دی. معنی دا چی د ترکانو له نظره، له ارمنستان سره رښتیی عادی اړیکی هغه وخت ټینګیږی چی د قره باغ د سیمی لانجه حل شی.

د قفقاذ دغه سیمه چی ډیری اوسیدونکی یی ارمنینان دی د اریوان له خوا نیول شوی ده، که څه هم د ولسونو د نړیوالو حقوقو له مخی، هغه اذربایجان پوری اړه لری. دا چی ترکیه هلته له آذریانو سره د ژبی له لحاظه کلتوری اړیکی لری، هلته آن معتدل قوتونه له ارمنستان سره د عادی اړیکو درلودل هغه وخت غواړی چی ایروان له قره باغ څخه خپل قوتونه وباسی. په عین وخت کی د ترکیی د مخالف ګوند CHP د مشر مرستیال د زیوریخ د پرتوکل لاس لیک کول د خپلی جملی له مخی « د ترکیی د راتلونکی لپاره د اندیښنی وړ» ګڼي.

همدا راز په ارمنستان کی هم د دغه پروتوکول په وړاندی نیوکی عنوان شوی دی. د حکومت د مخالف، « کلتوری میراث نومی » ګوند یو مخکښ غړی، د فرانس پرس خبری آزانس ته وویل چی لاس لیک شوی پرتوکل ارمنستان ته یو لړ خطرونه ځان سره لری. هغه وویل، هیواد یی وروسته له دی د خپلی جملی له مخی « له نه امن لرونکی وخت سره مخامخ کیږی.»

ډیري ارمنیان ویره لری چی د دغه پروتوکول له مخی د « د تاریخ پوهانو یو کمیسیون چی د دواړو هیوادونو له پخوانی تجربه لرونکو» کسانو جوړیږی، ښایی په ۱۹۱۵ او ۱۹۱۶ کلونو کی د ارمنینانو عام قتل په هکله چی دوی خپله ورته « ولس وژنه» وایی، په مناسبه توګه قضاوت ونه کړی. د عثمانی ترکی د واکمنی په وخت کی ویل شوی دی چی ۱،۵ ملیون ارمنیان وژل شوی دی. د سویس د زیوریح په ښار کی د ارمنستان او ترکیی تر منځ د پرتوکول د لاسلیک کولو څخه مخکی په امریکا متحده ایالاتو، فرانسی، لبنان او روسیی کی میشت ارمنیانو د مخالف غږ پورته کړ.

Pick, Ulrich/ عبدالباري حکيم

کتونکی. زيارمل