1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د اتوم انرژی مشر په تهران کې

تهران: د اتوم انرژی د بين المللی ادارې IAEO مشر محمد البرادای د ايران د اتوميک پروگرام په هکله د خبرواترو په خاطر د دوو ورځو لپاره تهران ته تلل دی.

Mohammed el Baradei

Mohammed el Baradei

په نظر کې دی، چې دی به د ايران د اتومي انرژی د ادارې مشر غلام رضا اغا زاده او د ايران جمهور ريس محمود احمدي نژاد سره هم وگوری.

ايران وايی، چې دغه هېواد په ويانا کې د اتوم انرژی د بين المللی ادارې IAEO سره د هکارئ لپاره چمتو دی.

غربي هېوادونو په دې هڅه کې دی، چې د ايران اتومي پروگرام بند کړی.