1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د اتومي وسلو راتلونکې

که څه هم امریکا په نړۍ کې د اتومي وسلو د کمیدو غوښتنه کوي، شمالي کوریا خپل اتومي پروګرام نور هم پراخوي. له بلې خوا ویل کیږي چې ایران د اتومي وسلو د جوړولو هڅې کوي. آیا د اتومي وسلو د خپریدو د مخنیوي ستراتیژي ناکامه شوې؟

اوباما په خپله وروستۍ کلنۍ وینا کې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې له روسیې سره به د اتومي وسلو د راکمولو په اړه خبرو اترو ته دوام ورکړي. خو د اوباما تر دغو خبرو یوازې څو ساعته وروسته، شمالي کوریا خپله دریمه اتومي آزموینه تر سره کړه.

دا یوازې شمالي کوریا نه ده چې په نړۍ کې یې د اتومي وسلو د خپریدو په اړه اندیښنې رامنځ ته کړې دي. پر ایران باندې هم تور لګول کیږي چې غواړي اتومي وسلې جوړې کړي. له بلې خوا پاکستان چې وضعه په کې ډیره حساسه ده، لا وختي اتومي وسلې لري.

د شمالي کوریا د دریمې اتومي آزموینې له کبله رامنځ ته شوي تکانونه

د شمالي کوریا د دریمې اتومي آزموینې له کبله رامنځ ته شوي تکانونه



دغه وضعیت ته په کتو سره له اتومي وسلو څخه د یوې پاکې نړۍ تصور کول ښايي یو داسې خوب وي چې ورته رسیدل ډیر زیات وخت ته اړتیا ولري. اوس اصلي پوښتنه دا ده چې آیا له اتومي وسلو څخه د یوې پاکې نړۍ هدف ته رسیدل ممکن دي او که د اوباما هغه مشهوره پالیسي چې غوښتل یې په نړۍ کې د اتومي وسلو کچه راټیټه شي ناکامه شوې ده؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د فرانکفورت د سولې د څیړنې له انستیتیوت څخه انیتې شیپر، وایي: «موږ یوازې څو ستونزمن هیوادونه لرو چې په هغوی کې شمالي کوریا، ایران او یو شمیر نور شامل دي. خو موږ ډیرې لاس ته راوړنې هم لرو چې کله نا کله ورباندې سترګې پټیږي. تر دې پخوا ډیر شمیر داسې هیوادونه ول چې په اړه یې اندیښنې موجودې وې.»

تر سړې جګړې وروسته ډیر پرمختګ شوی دی

د ۱۹۸۰ لسیزې په وروستیو کلونو کې د نړۍ ډیر شمیر هیوادونو غوښتل چې اتومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. د بیلګې په توګه هغه وخت ارجنتاین او برازیل پوځي اتومي پروګرامونه په لاره اچولي ول. دغو دواړو هیوادونو بیا په ۱۹۹۰ لسیزې کې د اتومي وسلو د خپریدو د مخنیوي تړون لاسلیک کړ او خپل اتومي پروګرامونه یې ودرول. دغه مشهور تړون ته په انګلیسي ژبه Treaty on the Non-Proliferation of Nuclear Weapons یا NPT وایي.

جنوبي افریقا تر هغه وخته پور د اتومي وسلو پروګرام لاره چې په دې هیواد کې د تور پوستانو او سپین پوستانو تر منځ نفاق له منځه ولاړ. تر دې وروسته بیا دغه هیواد په ۱۹۹۱ کال کې د امریکا متحده ایالاتو په مرسته دغه پروګرام له منخه یووړ. پر دې سربیره یو شمیر نورو هیوادونو لکه مصر، لیبیا، استرالیا، تایوان او سویتزرلند هم هڅه کوله چې اتومي وسلې جوړې کړي.

د اتومي وسلو د کمولو په برخه کې تر ټولو لوی بریالیتوب هغه وخت ترلاسه شو چې امریکا متحده ایالاتو او د هغه وخت شوروي په دې اړه تړونونه لاسلیک کړل. دغه دوه هیوادونه اوس هم د نړۍ ۹۰ سلنه اتومي وسلي په اختیار کې لري.

په ۱۹۸۰ لسیزې کې امریکا او روسیې له ۵۰۰۰۰ څخه تر ۷۰۰۰۰ پورې اتومې وسلې لرلې. خو په ۱۹۸۲ کال کې دواړو هیوادونو د START په نوم د تړونونو لاسلیکول پیل کړل چې له مخې یې د اتومي وسلو شمیر ډیر کم شو. دغه ډول تړون د لومړي ځل له پاره د امریکا د هغه وخت ولسمشر رونالد ریګن له خوا لاسلیک شو. تر هغه وروسته بیا چورج ایچ ډبلیو بوش او میخایل ګربچوف د دغو تړونونو لاسلیکولو ته دوام ورکړ.

په شمالي کوریا کې اتومي آزموینه ولمانځل شوه.

په شمالي کوریا کې اتومي آزموینه ولمانځل شوه.



د ستوکهلم د سولې نړیوال څیړنیز انستیتیوتStockholm International Peace Research Institute (SIPRI) د وینا له مخې په ۲۰۱۲ کال کې متحده ایالاتو په خپلو پوځي ځیرمو کې ۲۱۵۰ او د روسیې په ځیرمو کې۱۸۰۰ اتومي سرګلولې ساتل شوې دي.

په ۲۰۱۰ کال کې روسیې او امریکا یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې باید دواړه هیوادونه تر ۲۰۱۸ کال پورې خپلې ۱۵۵۰ اتومې سرګلولې راکمې کړي. دغه تړون د روسیې او امریکا تر منځ د اتومي وسلو د راکمولو په برخه کې اخري تړون نه دی او ښايي د دغو وسلو د کمولو بهیر تر دې وروسته هم دوام وکړي.

د آلمان په ریګنزبورګ پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه هاربیرت ماییر وایي: «متحده ایالات اوس د ۱۰۰۰ اتومي سرګلولو د حد د ټاکلو په اړه خبرې کوي. که سړی دې موضوع ته لا تاریخي لحاظه وګوري، نو دا یو ډیر ښه پرمختګ دی. خو که سړی په بشپړه توګه د اتومي بې وسله کولو په اړه فکر وکړي، نو بیا ډیر وخت او کار ته اړتیا لیدل کیږي.»

له بشپړې اتومي بې وسله کیدو سره کمه لیوالتیا

په رسمي توګه په نړۍ کې پنځه هیوادونه اتومي قدرتونه بلل کیږي. خو پر دغو هیوادونو سربیره لږ تر لږه هندوستان، پاکستان او شمالي کوریا هم اتومي وسلې لري. ویل کیږي چې اسراییل هم اتومي قدرت دی خو د دې هیواد حکومت هیڅ کله هم په رسمي ډول دغه خبره نه ده منلې. دغو څلورو واړو هیوادونو د اتومي وسلو د خپریدیدو د مخنیوي تړون نه دی لاسلیک کړی او ښايي هیڅ کله هم په نړۍ کې د اتومي بې وسله کیدو د هلو ځلو ملاتړ و نه کړي.

پر ایران باندې د اتومي وسلو د جوړولو د هڅو تور لګول کیږي.

پر ایران باندې د اتومي وسلو د جوړولو د هڅو تور لګول کیږي.



هندوستان او پاکستان چې ګاونډي هیوادونه دي ښايي هیڅ کله هم اتومي بې وسله کیدو ته زړه ښه نه کړي. له بلې خوا شمالي کوریا هم له دغه بهیر سره کومه علاقه نه لري. په برلین کې د نړیوالو او امنیتي اړیکو آلماني انستیتوت کارپوه میشایل پاول وایي: «دا د رژیم د قانونیت یوه برخه ده او دغه رژیم له داسې یو ملت سره ولاړ دی چې په ویاړ سره وایي: موږ یو اتومي قدرت یو.»

دغه کارپوه ټینګار کوي چې شمالي کوریا به له دې کبله هم له خپلو اتومي وسلو څخه لاس وا نه خلي چې له متحده ایالاتو څخه ویره لري.

له اتومي وسلو پاکه نړۍ؟

تر هغه وخته پورې چې متحده ایالات د یوه اتومي برید پر وړاندې د جنوبي کوریا او جاپان د امنیت تضمین وکړي، ښایي په دغه سیمه کې د اتومي وسلو د جوړولو هڅې پیل نه شي. خو تر ټولو خطرناکه سیمه «منځینۍ ختیځ» ده. ویل کیږي چې اسراییل لا وختي اتومي وسلې لري، او ایران هم هڅه کوي چې دغه شان وسلې جوړې کړي. که ایران اتومي وسلې ترلاسه کړي نو دا به په شدت سره په سیمه کې نوې ستونزې راولاړې کړي.

د آلمان په ریګنزبورګ پوهنتون کې د سیاسي چارو کارپوه هاربیرت ماییر وایي: «ترکیه، سعودي عربستان او مصر غواړي په سیمه کې سیاسي رهبري تر لاسه کړي او یا لږ تر لږه دې موقف ته د ایران د رسیدو مخه ونیسي. په دغه سیمه کې تر ټولو مهمه خبره دا ده چې اتومي وسلو ته د ایران د رسیدو مخه ونیوله شي.» هغه زیاتوي چې همداراز باید نور هیوادونه هم دې ته پرې نه ښودل شي چې اتومي وسلې جوړې کړي ځکه له دې سره به په سیمه کې ډیرې لوېې ستونزې راولاړې شي.

دغه وضعیت ته په کتو سره ښايي له اتومي وسلو څخه پاکې نړۍ ته د رسیدو لاره ډیره اوږده او ستونزمنه وي.