د اتريش پوليسو د راپور له مخي د دغي لارۍ موټر رومانيايي چلونکی هغه وخت وتښتېد چي پوليس ور ورسېدل، خو وروسته ونيول سو.
د دغه لارۍ موټر د بار وړلو په ځای کي ۲۴ تنه افغان مهاجر چي ټول نارينه او عمرونه ئې له ۱۶ څخه د ۲۰ کلونو ترمنځ ول کولپ سوي ول.
د لارۍ د بار وړلو دغه ځای چي ۳ متره اوږد، ۱،۷۵ متره پراخ او ۱،۸ متره لوړ وو دغه افغانان پکښې اوډل سوي ول. پوليسو ويلي دي چي د لارۍ موټر دروازې داسي ټينگي تړل سوي وې چي خلک په يوه ډېر خطرناک حالت ول.
په ويانا کي د پوليسو یوه وياند رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «دا يوه زندان ته ورته حجره وه. دوی په ولاړي او ناستي سره اوډل سوي ول چي هيڅوک له ځايه نه سوای ښورېدلای.»
د پوليسو یوه چارواکي ويلي دي چي داسي ښکاري چي دغو ځوانانو دي په لارۍ موټر کي لنډ مزل کړی وي او روغتيايي وضع ئې ښه وه. خو که پوليسو مداخله نه وای کړې دوی نه سوای کولای چي له دغه ځايه راووځي.
د دغو افغان ځوانانو موټر يوازي څو ورځي تر هغه وروسته پېژندل کیږي چي په اتريش کي په يو لارۍ موټر کي د ۷۱ انسانانو جسدونه کشف سول. دغه مهاجر چي گومان کيږي سوريايان به وي په يو يخچالي لارۍ موټر کي انساني قاچاق کوونکو لېږدول چي ټول مړي سوي ول.
تر دغي پيښي وروسته د اتريش پوليسو پر لويو لارو گزمې زياتي کړي او په ځانگړې توگه هغه لارۍ چي له هنگري ورځي ډېري کتل کيږي.
له افغانستان، سوريې او نورو جنگ ځپلو هيوادونو ډېر مهاجر د ترکيې له لاري بالکان هيوادونو او له هغه ځايه اروپا ته ځانونه رسوي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
هغه خپل سفر د افغانستان له سویل څخه پیل کړ. هغه تر ډیرو سختیو وروسته له ترکیې او یونانه تیر شو. له درو شپو او ورځو پر پښو مزل وروسته یې پښې ډیري پړسیدلي دي او نور نه شي کولای چې مزل وکړي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
کډوال د هنګري او صربستان تر منځ د خښتو پخولو په یوه کوره کې پټ دي. پوليس وخت نا وخت دغه سیمې ته راځي او له نویو رارسیدلو کډوالو څخه موبایلونو او پیسي اخلي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
تر شپږو ساعتونو پیاده مزل وروسته، کډوال د یونان یوه کلي ته چې له مقدونيا سره پوله لري، رسیدلي دي. هغوی غواړي چې د شپې له خوا تر سرحد واوړي. دغه ماشوم ټول وخت له نورو کډوالو سره پیاده مزل کړی دی.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
هغه کډوال چې پخپله کورنۍ نه لري خو له نورو کورنیو سره یوځای مزل کوي، په لار کې د ماشومانو له لیږدولو سره مرسته کوي. کډوالو باید څو ساعته د اورګادي پر دغې پټلې باندي مزل کړی وای، څو د مقدونيا تر سرحد تیر شوي وای.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
د مقدونيا سرحد ته نژدې د کډوالو د پټیدو ځای. تر پنځو دقیقو وروسته، کډوالو بیا مزل پیل کړ. هغوی باید درې ورځې د اورګاډي پر پټلۍ باندي مزل کړی وای، څو د مقدونيا له پولې تیر شوي وای. پر دې لار ډیر کسان وژل شوي دي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
دلته کډوال له یونان څخه مقدونيا ته د اوښتو په حال کې دي. د کډوالو د دغې ډلې ډیر غړي څو وارې د مقدونيا د پولیسو له خوا نیول شوي او تر وهلو تکولو وروسته بیرته یونان ته استول شوي دي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
په مقدونيا کې د صربستان پر لور مزل. تر ۷۲ ساعتونو وروسته قاچاقبرو کډوال د هغوی د پټیدو له ځایه راو کښل او بیا یې مزل پیل کړ. هغوی باید تر ترږمۍ مخکې صربستان ته ورسیږي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
قاچاقبر کډوالو ته وایي چې باید تر هغه وخته پوري چې هغه ته په تلیفون کې زنګ را نه شي منتظر پاته شي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
تر څو شپو او ورځو مزل وروسته کډوال مقدونيا ته رسیږي. خو سرحدي پولیس هغوی نیسي او په څو ساعتونو کې یې بیرته د یونان سرحد ته رسوي. کډوال وایي چې پولیس بد سلوک ورسره کوي او په ځینو مواردو کې ښځې هم وهي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
دغې ښځې په ۴۵ ورځو کې درې وارې هڅه کړې ده چې له دې سرحده تیره شي. په ځنګله او ناامنه محیط کې ژوند کول د کورنیو له پاره اسانه کار نه دی. قاچاق وړونکي هغو کسانو ته چې دیرې پیسې لري، ډیره توجه کوي. خو په ځینو مواردو کې بیا پخپله پیسې د کډوالو له پاره ستونزې جوړه وي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
تر درو ساعتونو پیاده مزل وروسته، قاچاق وړونکی کډوالو ته د دمې اجازه ورکوي. کډوال باید لږ تر لږه درې ساعته نور مزل وکړي، څو د صربستان پولې ته ورسیږي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
دا د کډوالو «پنځه ستوری لرونکی» هوټل دی. که څه هم له دغه پله څخه په هرو څو ساعتونو کې یو اورګاډی تیریدی، خو بیا هم له بارانه د پټیدو له پاره دا یوازینی مناسب ځای وو. کډوال د دغه شان ځایونو د نیولو پر سر یو له بل سره نښتې کوي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
هغه کډوال چې له قاچاق وړونکي سره یې دوستي پیل کړې وي او یا یې هغوی ته ډیرې پیسې ورکړي دي، ګرمه او ښه ډوډۍ خوري. دا په مقدونيا کې د کډوالو د پټیدو یو ځای دی.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
ځوان کډوال هڅه کوي چې دغه اورګاډي پسې ځان وځړوي څو ژر مقدونيا ته ورسیږي. دا ډیر خطرناکه کار دی او ډیر وخت کډوال ژوبلیږي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
هغه کس چې زرغونه کورتۍ یې اغوستې ده د یوې کلیسا کارکوو نکی دی. هغه لومړی کډوالو ته بوټونه او خوراکي مواد ورکړه او بیا یې له هغوی څخه وغوښتل چې افغاني نڅا وکړي.
-
انځورونه: اروپا ته پر پښو مهاجرت
دغه میرمن چې ویل یې په بې سرحده ډاکټرانو پوري اړه لري، د هغه کس پښه معاینه کوي چې په سړې هوا کې یې پر پښو ډېر مز ل کړی وو.
لیکوال: سلجوقی/ شیر محمدي