1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

مرکې

د ابوغريب زندان د پيښو سبب جگړه ده

له نن څخه لس کاله دمخه امريکايي ژورناليست سايمور هيرش پو لومړي وار د عراق د ابوغريب زندان زورونکي انځورونه او راپور خپور کړ. هغه په ۱۹۶۹کال کي د ويتنام په جګړه کي هم د امريکايي عسکرو جنګي جنايتونه رابرسېره کړي ول.

دغه ۷۷ کلن ژوزناليست اوس وايي چي په دې وروستيو وختونو کي دې ته زړه نه ښه کوي چي له رسنيو سره خبري وکړي. خو هغه زياتوي چي له دويچه ويله سره يې د مرکې له پاره په استثنايي ډول زړه ښه کړی دی.

دويچه ويله: آيا تاسو ته په «ابوغريب» زندان کي د شکنجو خبره د حيرانتيا وړ وه؟

هيرش: نه، ځکه دغه ډول کړني نوي نه وې. د بشري حقونو نړيوالو سازمانونو لکه «امنسټي انترنيشنل» او«هيومن رايتس واچ» له مياشتو راهيسي د عراق په زندانونو کي د سختو بدو حالاتو په اړه خبرداری ورکړی وو. خو رسنيو دغه له پامه وغورځول. ولي؟ ځکه چي رسنۍ په خپلو راپورونو کي په دې وجه له پامه غورځول، چي ثبوتونو، انځورونو او اسنادو ته يې اړتيا لرله چي دا نه ول موجود.

دويچه ويله: تاسو ته د ابوغريب په هکله ثبوتونه څرنګه په لاس درغلل؟

هيرش: ما ته د تاګوبا په نوم راپور (د امريکايي پوځ د داخلي څېړني راپور چي د څېړونکي صاحب منصب تاګوبا نوم ورکړل سوی) يوه کاپي راکړل سوه. تورن جنرال تاګوبا يو ډېر غيرتي او انسان دی، خو تر دغه کار وروسته يې دنده پای ته ورسېده. هغه په داسي حال کي چي نوموړي د ابوغريب په هکله حقايق موندلي ول.

دويچه ويله: تاسو له لسيزو راهيسي له جنګي جنايتونو سره سروکار لرئ. آيا امريکايي پوځ او حکومت يې له ابوغريب څخه کومه زدکړه وکړه؟

هيرش: اصلاحات مطرح نه دي. موږ ټول په دې خبر يو چي په جګړه کي ډېر ويرونکي پيښي رامنځ ته کيږي. پر دغه موضوع خبري په حقيقت کي بدلون نه راولي. موږ (انسانان) د زرونو کلنو وېرونکو جګړو شاليد لرو. د جنګي جنايتونو او شکنجو مخه يوازي هغه وخت نيول کيدای سي چي جګړې ودريږي. خو اوس داسي نه ښکاري چي دغسي يو کار دي وسي.

دويچه ويله: ستاسو په اند متحده ايالتونو په رشتيا هم له ابوغريب څخه هيڅ زدکړي نه دي؟

هيرش: نه، زه دا نه وايم، بلکي زه دا وايم چي د جګړې ټوله مفکوره د دې سبب ګرځي چي داسي کړني واقع سي. زه هم په پوځ کي عسکر وم. څوک د خپل هيواد له پاره جګړه نه کوي، بلکي څوک د خپل ملګري له پاره جګړه کوي. کله چي هغه ژوبل سي يا ووژل سي نو د چا زړه غواړي چي غچ يې واخلي. موضوع د ميني او جګړې ده چي پکښي قواعد او اصول مهم نه وي، بلکي څوک له هر هغه چا څخه غچ اخلي چي په لاس ورځي. دا د جګړې طبيعت دی او بس.

دويچه ويله: نو معنی دا چي د ابوغريب پيښي يو وار بيا تکرارېدلای سي؟

هيرش: آيا تاسي زما سره ټوکي کوئ؟ طبعاً دغسي کارونه ممکن دي. د ابوغريب په شان پيښي په هره جګړه کي رامنځ ته کيږي. ښايي جنسي زهيروني هميشه په هره جګړه کي نه وي او دا يو غير عادي کار دی. خو شکنجې هميشه وي او جنګي جنايات هم. په جګړه کي څوک دا زده کوي چي نور دښمن ته د يو انسان په توګه ونه ګوري.

دويچه ويله: آيا تاسو د ولسمشر باراک اوباما په دوره کي هم کومي بهتري نه وينئ؟

هيرش: هغه (اوباما) د ولسمشر جارج بوش په پرتله زيات هوښيار او خبر دی، خو د بهرنيو چارو سياست يې هم هغه (د بوش) دی. امريکا به اوس په ډېر ښه موقع کي قرار درلودلای که يې دېرش کاله ترمخه د وخت شوري وي اتحاد اجازه ورکړې وای چي په افغانستان کي جګړه پر مخ بوزي. د امريکا څخه غلطي د کارتر تر دورې ( ۱۹۷۶ ـ ۱۹۸۰) وروسته وسوه چي په افغانستان کي يې د روسانو (شورويانو) مخه ونيوله. اوباما هم د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته ادامه ورکړې ده. زما په دې سر نه خلاصيږي چي امريکا ولي بيا هم د بې پيلوټه الوتکو په مرسته خلک وژني. حال دا چي له دې کبله يې يوازي دښمنان لا زياتيږي.

دويچه ويله: د ابوغريب د پيښي په اړه پر امريکا متحده ايالتو باندي سختي نيوکي وسوې. آيا امريکايان نن هم د دغي پيښي په هکله دلچسپي لري؟

هيرش: دا موضوع پای ته رسېدلې ده. په زیاته بيا ځوانان د عراق د جګړې په هکله چي د يو څو کالو راهيسي پای ته رسېدلې ده، تقريبا هيڅ معلومات نه لري. طبعي خبره ده چي د ابوغريب په تړاو به يو څو راپورونه خپاره سي خو که موضوع د زدکړي او عبرت وي، نو ويلای سو چي ورڅخه زدکړه نه ده سوې.