1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان کابينې نن پرېکړه وکړه چې د تورنادو کشافي الوتکو به افغانستان ته لېږي

د آلمان حکومتي کابينې نن افغانستان ته د کشافي الوتکو د ماموريت په سر د هو پرېکړه کړې ده. د شپږو تر اتو تورنادو ډوله الوتکو او 500 تنو سرتېرو ماموريت تصويب شو.

د تورنادو کشافي الوتکه

د تورنادو کشافي الوتکه

دغه ماموريت به د آلمان د حکومت په غوښتنه نه يوازې د افغانستان په جگړه ييز جنوب کې تر سره شي. د آلمان د دفاع وزير فرانڅ يوزف يونگ په وينا د افغانستان او پاکستان د گډې پولې په اوږدو کې وضع خرابه ده. اوس د آلمان د پارلمان پرېکړې ته اړتيا ليدله کېږي چې ښايي په مارچ مياشت کې به وشي. که دغه پرېکړه هم وشي ښايي چې ماموريت به په اپريل کې پيل شي. د تورنادو کشافي الوتکې د ناټو لخوا غوښتل شوي وو تر څو د طالبانو د اډو په هکله معلومات راټول کړي