1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د آلمان پوځ څومره افغان کارکوونکو ته ويزې ورکړل سوي؟

له هغه وخت راهيسي چي د جرمني د کورنيو چارو وزارت هغو افغانانو ته چي له دوی سره ئې په افغانستان کي کار کړی وي د ويزې اجازه ورکړې تر اوسه په سونو افغانان آلمان ته راغلي دي.

د آلمان «دي ولت» ورځپاڼي د دغه هيواد د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي ويلي دي چي آلمان تر اوسه پوري تر ۳۰۰۰ پوري خپل افغان همکاران او د هغوی د کورنيو غړي آلمان ته راوستلي دي.

د ورځپاڼي د راپور له مخي د آلمان د پوځ او نورو ادارو د افغان همکارانو شمېر د روان مېلادي کال د مارچ مياشتي تر وروستيو پوري ۷۰۳ تنو رسيدی او پاته نور يعنی ۲۲۴۹ کسان د هغوی د کورنيو غړي دي.

د آلمان د پوځ او نورو ادارو پخواني افغان همکارانو ته په هغه صورت کي ويزه ورکول کيږي چي په ريښتيا ورته د طالبانو گواښ متوجه وي.

په ټوله ايزه توگه د تيري مياشتي تر وروستيو پوري د آلمان د پوځ او نورو ادارو۱۹۸۴ افغان همکارانو په آلمان کې د ژوند کولو غوښتنليکونه وړاندي کړي دي. له دې جملې څخه په ۸۰۸ مواردو کي موندل شوي چي انفرادي خطر متوجه دی او په آلمان کي د ژوند کولو غوښتني يې منل شوي دي.

د ورځپاڼي د راپور له مخي همدااوس د آلمان له دفاع، کورنيو او بهرنيو چارو وزارتونو سره ۵۳۵ نور افغان ځايي کارکوونکي مصروف دي.

دغه راز۱۵۶۰ افغان سیمه ايز کارکوونکي بيا له (GIZ) موسسې سره اوهم  د آلمان پراختياي بانک(KFW) د فعاليعتونو په چوکاټ کي همکاري کوي. نو دوهم د خطر په وخت کي په آلمان کې د پناه غوښتننه کولای سي.

 

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM