1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

اروپا ته مهاجرت

د آلمان په کوم ایالت کې د مهاجرو د منلو چانس ډیر دی؟

په آلمان کې د پناه غوښتنې منل کیدل تر ډیره په دې پورې اړه لري چې یو مهاجر له کوم هیواده راغلی. خو څیړونکي وايي چي د پناه غوښتني منل په دې پورې هم اړه لري چې یو مهاجر په کوم ایالت کې د پناه غوښتنه کوي.

د آلمان په مختلفو ایالتونو کې د سیاسي پناه غوښتونکو د منلو شمیر يو له بل سره توپیر لري. دا په دې معني چې په دې هیواد کې د سیاسي پناه غوښتني منل کیدل یوازي په دې پوري اړه نه لري چې یو مهاجر له کوم هیواد څخه او د کومو دلایلو له امله مهاجر شوی دی. د دې ترڅنګ د پناه غوښتنې منل کیدل په دې پورې هم تړلې ده چې یو مهاجر د آلمان په کوم ایالت کې د پناه غوښتنه کړې ده. دغه معلومات د آلمان د کونسټانز پوهنتون دوو څیړونکو په خپله تازه څیړنه کې موندلي دي.

د دې څېړني د لیکوالانو هر یوه لیزا ریدل او ګیرالډ شنایډر په حواله د دې ترڅنګ چې په ټول آلمان کې د پناه غوښتنې له پاره یو شان قوانین نافذ دي، خو بیا هم د آلمان په ځینو ایالتونو کې د پناه غوښتنې د منل کیدو امکان ډیر او بیا په ځینو کې ډیر کم دی.

دې څیړونکو همدا راز ویلي دي چې د آلمان په مختلفو ایالتونو کې د مهاجرت او پناه غوښتني ادارې یا «بامف» کارکوونکي په یو ډول پریکړې نه کوي. دوی وايي چې په مختلفو ایالتونو کې د ایالتونو سیاست او ټولنیز جوړښت تر ډیره پر دغو پریکړو اغیز لري. له همدې امله دې څیړونکو په آلمان کې د پناه غوښتنې منل کیدل د «لاټرۍ ګټلو» ته ورته ګڼلي دي.

یادو څیړونکو په آلمان کې د ۲۰۱۰م څخه تر ۲۰۱۵م کال پورې د دې هیواد په مختلفو ایالتونو کې د پناه غوښتنې اړوند پریکړي څیړلي دي. د لاسته راغلو معلوماتو پر اساس دا معلومه شوه چې د آلمان په زارلڼد ایالت کې ۶۹ سلنه او بیا د بریمن په ایالت کې ۵۵.۷ سلنه سیاسي پناه غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی. د دې شمیرو په پرتله بیا د آلمان په زاکسن ایالت کې ۲۶.۹ سلنه او برلین کې دغه شمیره ۲۴.۶ سلنه ښوول شوې ده.

د سیاسي پناه غوښتنو د منل کیدو دغه شمیرې په مجموعي ډول یوازې د دې پنځو کلونو په موده پورې اړه نه لري، بلکي په انفرادي توګه هم د هرکال د شمیرو له مخې یو له بله سره همداسې توپیر لري.

د سوریې د مهاجرو پناه غوښتني تقریباً د آلمان په هر ایالت کې منل کیږي. خو په دې څیړنه کې راغلي دي چې د آلمان په بیلابیلو ایالتونو کې د افغان او عراقي مهاجرو د منل کیدو په شمیرو کې ځانګړی توپیر لیدل کیږي. 

د بیلګې په توګه په نیدر زاکسن ایالت کې ۷۵.۵ سنله عراقي مهاجرو ته پناه ورکړل شوې خو په زاکسن انهالت کې بیا یوازې ۳۷.۵ سلنه عراقي مهاجر منل شوي دي. په همدې ترتیب د آلمان په نارد راین ویسټ فالن ایالت کې کابو ۳۵ سلنه افغان مهاجل منل شوي خو بیا په براندنبرګ ایالت کې یوازې د۱۰ سلنه افغان مهاجرو د پناه غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړل شوی دی.

 

زموږ له ارشيف څخه:

DW.COM