1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

د آلمان پارلماني ټاکني

د آلمان په ټاکنو کې کومې موضوعګانې د مسلمانانو له پاره مهمې دي

په آلمان کې ميشت مسلمانان د دغه هيواد عمومي انتخاباتو په اړه چې د سپتمبر په ۲۴مه نیټه ترسره کيږي څه نظرونه لري؟ په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا په دې اړه د آلمان څو مطرح ګوندونو ته يوه «انتخاباتي تګلاره» وړاندې کړې.

په آلمان کې د اسلامي ټولنو په اړه د سياسي ګوندونو سياستونه يو له بل سره توپیر لري. د آلمان مسيحي سوسيال دموکرات ګوند يوازې په استنثنايي حالاتو کې د دوه ګوني تابعت غوښتونکی دی. د آلمان آزاد دموکرات ګوند، پر اسلامي ټولنو نيوکه کوي چې له بهر څخه تمويلږي، خو د آلمان د کيڼ اړخ ګوند بيا وايي چې آلمان کې بايد د مسلمانانو د رخصتيو ورځې په رسميت وپيژندل شي.

«په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا» یا (ZDM) دغه مسايل د خپلې «انتخاباتي تګلارې» په توګه مطرح کړې دي چې هغه ېې د «اسلامې ورځپاڼې» او د «آلمان د مسلمانانو ليګ بڼسټ» سره په ګډه خپره کړې ده.

دغه طرح د آلمان د ګوندونو د موضع ګيريو پر اساس قرار لري چې په احتمالي توګه يې د آلمان مسلمانان له انتخاباتو څخه د مخه خپلو کې مصروف کړي دي، د حجاب له بحث څخه نيولې د منځني ختيځ تر جګړې پورې.

له مسلمانانو سره د بدبينۍ له وجې د تبعيض او جنايتونو مسايل

په آلمان کې د «آلمان د مسلمانانو مرکزي شورا» د « انتخاباتو له امتحان» سره، د آلمان شپږو مطرح ګوندونو ته ۱۵ پوښتنې وړاندې کړي دي چې د سپتمبر ۲۴مې انتخاباتو وروسته، پارلمان ته د لار موندنې له پاره ښه چانسونه لري.

له مطرح شويو پوښتنو څخه یوه دا ده: ستاسو ګوند د ټولنې په ځينو برخو کې د مسلمانانو پر وړاندې د مخ پر ډيريدونکې تبعيض په تړاو څه غوښتنې او څه دريځ لري؟

سوسيال دموکراتان غواړي چې د عامه خدماتو په برخه کې د هغو انسانانو سهم زيات کړي چې د مهاجرت ريښې لري. زرغون ګوند «د هغو جنايتونو پر وړاندې د پوليسو او قضايي ارګانونو ښه مجهز کيدل غواړي» کوم چې بهرنيانو پر وړاندې د نفرت او بدبينۍ څخه سرچينه اخلی.

په آلمان کې د مسلمانانو مرکزي شورا د بهرنيانو ضد ناسيونال سوسياليستي مخفي ډلو له لوري د وژنو د اغيزو په تړاو هم پوښتنه کړې ده. دغه وژنې هم په آلمان کې د مسلمانانو پر وړاندې له نفرتونو څخه سرچينه اخلي. د آلمان آزاد دموکرات ګوند غواړي دغې پوښتنې ته د «امنيتي ادارو او قضايي نظام په حساسولو» سره غبرګون وښيي.

د آلمان کيڼ اړخ ګوند هم په همدې نظر دی، خو دغه ګوند سربيره پر دې بيا د ښې اړخو افراطي چارو، توکم پرستۍ او يهود ستيزۍ په تړاو د يوې مستقلې نظارت کونکې ادارې غوښتونکی دی.

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا رئيس ایمن مازيک، دویچه ويله سره په مرکه له انتخاباتو څخه دمخه د دوي لخوا د مطرح کړل شويو پوښتنو په اړه وويل: «زه غواړم چې له دې غوښتنې سره ډیري کسان دې ته وهڅول شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او دغه راز د هغوې په تصميم نيونه کې ورسره مرسته وکړم، ځکه ډیريو مسلمانانو لا تر اوسه په دې اړه تصميم نه دی نيولی.»

د اروغان پر وړاندې د عمل ابتکار؟

په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا انتخاباتي تګلاره په احتمالي توګه د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان پر وړاندې د عمل يو ابتکار هم دی خو د شورا مشر مشر ايمن مازيک يې په اړه په مستقيم ډول څه نه وايي.

اردوغان تر دې مخکې په آلمان کې له ميشتو ترکانو څخه غوښتنه کړې وه چې د آلمان مسيحي دموکرات، سوسيال دموکرات او زرغون ګوندونو ته رايې ور نه کړي، ځکه د هغه په آند دغه ګوندونه د ترکيې دښمنان دي. دغه ډول يوه غوښتنه په اصل کې له انتخاباتو سره د بايکاټ په معنی هم ده.

په واقعيت کې هم د آلمان او ترکيې ترمنځ د روابطو خرابوالی د آلمان ډيری رای ورکونکي خپلو کې مصروف کړي دي. څرنګه چې په دې اړه د «ده چرخه شبکې» مشر سعيد حيدر وايي، دغه شبکه غواړي له فعالو مسلمانانو څخه په سياست، رسنيو او اقتصاد کې ملاتړ وکړي. حيدر اوس مهال د يوه ګرځنده کمپاين له لارې له مسلمانانو سره ګوري تر څو هغوی په انتخاباتو کې د ګډون لپاره تشویق کړي. د هغه کمپاين له «بسونو څخه ليدنې» په نوم دی.

«انتخاباتي تګلاره» په آلمان کې ميشتو د ټولو مسلمانانو لپاره ده

سعيد حيدر چې د حقوقو په څانګه کې يې زدکړې کړي دي، غواړي په خپل دغه سفر کې د نورو رضاکارانو سره د انتخاباتو په اړه خبرې وکړي او وويني چې په دې اړه د خلکو غوښتنې څه دي.

هغه تر ډيره دا پوښتنه مطرح کوي: مونږ د خپلې راتلونکې له پاره د څه ډول ټولنې غوښتونکي يو؟ هغه دويچه ويله ته وويل چې دغه فعاليت په اصل کې له انتخاباتو څخه د مخه سياست دی چې له دې سره سړی کولی شي د ګوندنو په واقعي محتواو باندې پوه شي.

همدا خبره په آلمان کې د مسلمانانو د مرکزي شورا د انتخاباتو د تګلارې په اړه هم موجوده ده. حيدر په دې اړه وویل: «کوم شې چې په ځانګړې توګه ما خوشبينه کوي هغه دا دی چې له دې لارې د مسلمانانو په مختلفو ټولنو کې د آلمان انتخابات مطرح کيږي. او له بل لورې دغه د انتخاباتو تګلاره له کوم ځانګړي ګوند څخه ملاتړ نه کوي بلکه يوازې د راي اخيستنې له پاره کمپاين کوي.»

يوه بله پوښتنه په دې اړه مطرح کيږي چې آيا انتخاباتي تګلاره ټولې هغه موضوعګانې منعکس کوي چې مسلمانان د انتخاباتي کمپاينونو پر وخت ورسره علاقه لري؟ د آلمان د مسلمانانو په منځ کې شاوخوا يو نيم ميليون یې د راي ورکولو د شرايطو سره برابر دي چې په هغو کې يو پر دريمه برخه يې ترکان دي.

په آلمان کې ميشت نور مسلمانان بيا د منځني ختيځ، شمالي افريقا او د پخوانۍ يوګوسلاويا هيوادونو څخه دي. دا چې دغه افراد دې له کوم ځانګړي حزب سره علاقمندي ولري، په ټوليزه توګه يې په اړه څه نشي ويل کيدای.

د انتخاباتي څيړونو د چارو کارپوه اندرئاس ووست وايي: «مسلمانان په ټوله کې د نورو غير مسلمانانو په پرتله هيڅ کومه بله سياسي آجندا نه لري. هغوي دغه راز له داسې موضوعاتو لکه کار، زده کړه، روغتيا او مالياتو سره علاقمندي ښيي.»

Niebergal/ks