1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان ولسمشر: د پخواني ختیځ آلمان «دریم نسل» بل ډول پوښتنه لري

د آلمان ولسمشر یواخیم ګاوک، د پنجشنبې په ورځ په برلین کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د آلمان له هغو ۱۵۰ ځوانانو سره ولیدل چې ځانونه د «ختیځ آلمان دریم نسل» ګڼي.

دا له ولسمشر یواخیم ګاوک، سره په خپل ډول کی یو ځانګړې لیدنه کتنه وه. په دې لیدنه کتنه کې هغو ځوانانو له ګاوک سره ولیدل چې په ۱۹۸۹ کال کې د برلین د دیوال له ړنګیدو څخه یوازې یو څو کاله مخکی زیږدلي دي. هغوی پر هغې موضوع باندې خبرې وکړې چې د ولسمشر له پاره ډیره په زړه پورې وه: «آلمان ځوان وروستی تاریخ.»

په دې غونډه کې۱۵۰ تنه هغه ځوانان د ولسمشرۍ په (Bellevue) ماڼۍ کې راټول شوي ول چې په ۲۰۱۰ کال کې د پخواني ختیځ آلمان د «دریم نسل» په نامه یې یوه کاري شبکه جوړه کړې ده. دغه شبکه اوس ۱۰۰۰ غړي لري او هغوی ټول په خپلو منځو کې یو څه مشترک لري او هغه دا چې: دوی ټولو د خپل ماشوم توب او ځوانۍ لومړي کلونه د پخواني دیموکراتیک آلمان د واکمنۍ په موده کې تیر کړي دي او بیا وروسته له ۱۹۹۰ کال څخه د خپل بلوغ او د مسلکي زده کړو په دوره کې په متحد آلمان کې ستر شوي دي. هغوی په حقیقت کې د دوو مختلفو سیاسي سیستمونو تجربه له ځانه سره لري: لومړی سوسیالیستي سیستم چې د مرکزي دیکتاتورې واکمنۍ له خوا رهبري کیده او بل یې تر بیرته یووالي وروسته د ټول آلمان دیموکراسۍ ده، چې له بدلون سره جوخته وه.

ګاوګ: «د ختیځ دریم نسل بل ډول پوښتنې لري.»

د ولسشمر ګاوک په نظر، دوی د بدلون یو نسل پورې اړه لري، هغه یو نسل چې د خپل پخواني نسل په پرتله بل ډول پوښتنې کولای شي: «یو توپیر شته دی، هغه دا چې آیا تاسې د دریم نسل د لمسیانو په توګه له خپلو نیکه ګانو څخه پوښتنه کوئ چې ورته ووایاست: تاسې په هغه وخت کې چیرته وئ؟ او یا تاسې د هغه وخت د زمانې د یو شاهد په توګه چې د دیکتاتورۍ په وخت کې محکومې طبقې پورې مو اړه درلوده د هغو کسانو په وړاندې دریږئ چې له هغو څخه باید انتقادي پوښتنې وشي.»

لومړی دیکتاتوري او بیا دیموکراسي. ډیری ځوان آلمانان د دغه دواړو سیستمونو تجربه له ځانه سره لري

لومړی دیکتاتوري او بیا دیموکراسي. ډیری ځوان آلمانان د دغه دواړو سیستمونو تجربه له ځانه سره لري

ګاوک له دغو ځوانانو سره په لیدنه کتنه کې د تیرو لسیزو په هکله له دغه آزاد او ژور بحث څخه ډیر څه زده کړل. ځکه د هغه په نظر دغه ډول یو بحث کولای شي چې د دې سبب وګرځي تر څو «د هغې زمانې شاهدان یو ځل بیا بل ډول ځوابونه ورکړي.»

ګاوک وویل چې دی ډیر بختور دی چې د آلمان د دولت یو ستر مقام کې اوس دنده تر سره کوي، ځکه د پخواني دیموکراتیک آلمان DDR، «ناحق سیستم» باندې کار او فکر کول د هغه د شخصي بیوګرافي یوه برخه ده. ګاوک په DDR کې د کلیسا د ملا په توګه کار کاوه او ډیر وختي د هغه وخت د «آلمان د سوسیالیستي اتحاد» د واکمن ګوند رژیم پر ضد د کلیسا مقاومت سره یو ځای شو. د DDR د نظام له ړنګیدو او د آلمان له یووالي څخه وروسته ګاوک د هغې یوې ادارې مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د نوموړي نظام د استخباراتي او جاسوسي آرشیف د دوسیو څیړلو دنده وه. دغې ادارې چې د «ګاوګ د ادارې» په نامه یې هم شهرت پیدا کړ، نوموړې دوسیی د هغو خلکو پر مخ پرانیستې چې د سوسیالیستي نظام د دولتي استخباراتي سازمان یا «شتازي» له خوا تر تعقیب لاندې نیول شوي ول. د ۲۰۱۲ کال د مارچ په ۱۸ ګاوک د آلمان د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، هغه د پخواني ختیځ آلمان لومړی وګړی دی چې د آلمان د دولت داسې یو ستر مقام ته وټاکل شو. له دی سره په ختیځ او لویدیځ باندې د آلمان د ویش د ټپ درمل کول د هغه د ژوند موضوع وګرځیدله.

خو ګاوک یادونه وکړه، هغه یو نسل چې دهغه پر وړاندې اوس ناست دی، یو ډیر ستر ګام یې وړاندې ایښی دی. هغه وویل: «ډیری ځلمیان او ځوانان اوس د ختیځ او لویدیځ د اختلاف په هکله د زړو خلکو له خبرو څخه ستړي شوي دي. هغوی اوس د اروپایي توب احساس کوي، هغوی نور د خپلو اړوندو ایالتونو، لکه نیدرزاکسان، باوریا یا د دې سیمې او یا د هغې سیمې په حدودو کې ځانونه نه قیدوي، دا خو پریږده چې یو بل ته «اوسي یا ویسي» خطاب وکړي.» «اوسي» د آلمان د ختیځ او «ویسي» د آلمان د لویدیځې برخې د خلکو لقب دی چې کله یې قصدا او کله یې هم یو بل ته په ټوکو سره یادوي.

د پخواني ختیځ آلمان د «سوسیالستي اتحاد» د واکمن ګوند SED رژیم د دیکتاتورۍ د تاریخ د څیړلو له پاره د آلمان د فدرالي بنسټ مدیره، انا کامینسکي په نظر دا یوه ډیره ښه موقع ده چې په خپل ځان پوه او یوه نوي نسل سره د پخواني ختیځ آلمان پر تاریخ باندې یو ځل بیا رڼا واچول شي. خو هغه یادونه کوي چې د SED د دیکتاتورۍ وحشت باندې غور په هیڅ صورت سره له پام څخه ونه غورځول شي.

کامیسنکي غوښتنه کوي چې په راتلونکې کې یو بل تاریخ هم باید په دقیقه توګه تر څیړنې لاندې ونیول شي: د آلمان له یووالي څه د پاسه دوه لسیزي تیریږي، نو له دې امله «د ۱۹۸۹ کال له بدلون څخه وروسته څه نا څه ۲۵ کاله وروسته هغه یو تاریخ دی چې د پوره ځیرتیا غوښتنه کوي، په خاصه توګه د ۱۹۹۰ کال څخه وروسته تاریخ ته باید زیاته پاملرنه وشي.» نوموړې زیاتوي چې په دې موده کې نه یوازې د آلمان د بیایووالي د سترې پروسې او د اروپا د یووالي بریالیتوب د پام وړ دی، بلکه ځینې ناخوالې هم لیدل کیږي. «موږ باید د هغو کسانو د برخه لیک په هکله هم ډیر زیات پوه شو چې د دی بدلونونو تر څرخ لاندې او باندې شوي دي.»