1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان سوسیال دیموکراتان، د نړۍ تر ټولو پخوانی دیموکراتیک ګوند

د آلمان د سوسیال دیموکراتانو گوند ۱۵۰ کلن تاریخ لري او په نړۍ کې تر ټولو پخوانۍ دیموکراتیک گوند دی. دغه ګوند په آلمان کې د ټونیزې څوکالۍ پر ارزښتونو د ولاړ دولت د رامنځ ته کیدو له پاره ډیره مبارزه کړې ده.

هر گوند د خپل تأسیس له پاره یو پسمنظر لري. دغه پسمنظر د نړۍ د تر ټولو پخواني دیموکرات گوند له پاره ډیر زوړ تاریخ لري. په داسې یوه وخت کې چې کارگرانو هیڅ ډول حقوق نه لرل، د آلمان سوسیال دیموکرات گوند تولد شو او کارگرانو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه له لویو شرکتونو سره خپله مبارزه پیل کړه.

فردیناند لاسال (1864-1825)

فردیناند لاسال (1864-1825)

دا چې دغو کارگرانو وشو کولای خپله مبارزه په همغږې او سیاسي ډول پر مخ بوځي د یوه وگړي په مرسته ممکنه شوه. دغه وگړی «فردیناند لاسال» نومیده. د دغه کس پلار یو بډایه سوداگر وو، خو هغه بیا هم د ۱۸۶۳ کال د مې د میاشتې په ۲۳ نیټه د آلمان د زاکسن ایالت په لایپزیک ښار کې د کارگرانو د انجمن د جوړیدو اصلي محرک وو.

لاسال ۱۵۰ کاله وروسته د سوسیال دیموکراتانو د خوځښت له بنسټ ایښودونکو څخه بلل کیږي چې بیا وروسته د نولسمې پیړې تر پایه پورې د آلمان د سوسیال دیموکراتانو په گوند باندې بدل شو. د سوسیال دیموکراتانو د گوند سابقه لروونکی سیاستوال ایرهارد ایپلر وایي: «د سوسیال دیموکراتو د خوځښت د بنسټ ایښودونکو پیغام دا وو: که تاسو کاگران غواړئ چې خپلې وضعې ته بدلون ورکړئ، نو دولت دې ته اړ کړې چې تاسو په داسې وگړو باندې بدل کړي چې مساوي حقوق او اقتصادي مصونیت لري.»

ورځیني او بې بضاعته مزدورکارانو د لومړي ځل له پاره د ځوانو سوسیال دیموکراتانو له خوا مسلکي او سیاسي زده کړې تر لاسه کړې. هغه وخت د آلمان له نیم څخه ډیر وگړي بې سواده ول. پر دې سربیره په دې هیواد کې د آزاد او مخفي ټاکنو حق هم وجود نه لاره.

د آلمان د سوسیال دیموکراتانو د گوند پخوانی عمومي منشي فرانس مونته فیرینگ، په دیرې لیوالتیا سره د هغو لسو کسانو کیسه چې د سگرتو په یوې فابریکه کې یې کار کاوه داسې کوي: «نهه تنه کارگران په کار اخته ول او لسم کارگر یو کتاب چې دوی ټولو په گډه رانیولی وو په لوړ غږ لوسته. په دې ترتیب سره هغوی یو څه ټولنیزې او سیاسي زده کړې کولې.»

د لاسال هغه ژمنه چې «ټولنیز پرمختگ د زده کړې له لارې ممکنه دی» اوس هم د آلمان د سوسیال دیموکراتانو د گوند یو اساسي اصل دی.

څارنه، افراط گرایي او د سوسیال دیموکراتانو مقاومت

لاسال د ځوان سوسیال دیموکرات گوند په لومړۍ برنامه کې داسې ولیکل: «له هغه وخت راهیسې چې دغه انجمن آن یوازې د ۱۰۰۰۰۰ کارگرانو استازيتوب وکړي، نو په یوه قدرت بدلیږي چې ورباندې به حساب کیږي.» هغه په دې مورد کې حق په جانب وو، ځکه د آلمان د امپراتوري یعنې له ۱۸۷۱ کال څخه تر ۱۹۱۸ کال پورې د آلمان د لومړي ملي دولت پر مهال د آلمان د سوسیال دیموکراتانو گوند په ډیر کم وخت کې په یوه لوی ځواک باندې بدل شو چې شاوخوا یو میلیون غړي یې لرل. دغه گوند په ټاکنو کې یو پر دریمه برخه رایې وگټلې. سوسیال دیموکراتان هغه وخت له سیاسي لحاظه دومره بریالي ول چې په پای کې بیا د آلمان د هغه وخت د صدراعظم اوتو فون بیسمارک، له خوا د په اصطلاح سوسیالیستي قوانینو په واسطه هغوی منع شول. د دغه گوند غړي د ۱۲ کلونو له پاره تر فشارونو لاندې ول، ورته به سپکاوی کیده او مهاجرت ته به اړ کیدل.

څارنې او تعقیبونه د دې لامل شول چې د سوسیال دیموکراتانو د گوند یو شمیر غړي افراط گرایي ته مخ کړي ځکه سوسیال دیموکراتانو د مارکسیزم له انقلابي ایدیالوژیو څخه ملاتړ کاوه. په دغو ایدیالوژیو کې د حاکم نظام ړنگول او د یوه داسې نوي سیستم رامنځ ته کول هم شامل ول چې په کې طبقاتي توپیرونه او خصوصي مالکیتونه شتون و نه لري. دغه موضوع د لومړۍ نړیوالې جگړې په پای کې په ۱۹۱۸ کال کې د سوسیال دیموکراتانو د ویشل کیدو لامل شوه. په دې ترڅ کې سوسیال دیموکراتان د کارگرانو په خوځښت او اصلاح غوښتونکو انقلاقي ډلو وویشل شول. کله چې دویم ویلیم، د پروس له پادشاهي څخه گوښه شو، د سوسیال دیموکراتانو دواړو اړخونو د ۱۹۱۸ کال د نومبر په نهمه نېټه د بیلابیلو جمهوریتونو د رامنځ ته کیدو وړاندیزونه وکړل. په داسې حال کې چې د سوسیال دیموکراتانو د گوند غړی فیلیپ شایدیمن، د یوه منځلاري دیموکراتیک جمهوریت د رامنځ ته کیدو غوښتونکی وو، کارل لیبکنشت بیا د یوه کمیونستي سوسیالیستي جمهوریت رامنځ ته کیدل غوښتل.

خو په ۱۹۲۰ او ۱۹۳۰ لسیزو کې د سوسیال دیموکراسي نوم په آلمان کې د دیموکراسي د مرحلې له ناکامي سره تړلی وو. د وایمار جمهوريت چې له ۱۹۱۸ کال څخه تر ۱۹۳۳ کال پورې د منځلارو سوسیال دیموکراتانو له خوا جوړ شوی وو، سیاسي ثبات نه لاره او د پولي تورم او بیکاري له کبله رامنځ ته شوی خراب اقتصادي وضعیت د دغې سیمې له پاره یوه روښانه راتلونکې نه شوای تضمینولای. ضعیفو دیموکراتیکو جوړښتونو ونه شوای کولای چې د ادولف هیتلر په مشري د نازیانو د رامنځ ته کیدو مخه ونیسي. یوازې مقاومت چې وشو دا وو چې د ۱۹۳۳ کال د مارچ میاشتې په ۲۳ نیټه د آلمان د هغه وخت په پارلمان کې د سوسیال دیموکراتانو ټولو ۹۴ غړو د هغه قانون مخالفت وکړ چې هیتلر غوښتل د هغه په واسطه په آلمان کې دیموکراسي له منځه یوسي او د خپل ځان له پاره د خپل سري حاکمیت لاره هواره کړي.

د کارگرانو له گوند څخه د خلکو نوی گوند

د دویمې نړیوالې جگرې تر پای ته رسیدو وروسته د آلمان د سوسیال دیموکراتانو گوند د خلکو په کیڼ اړخه گوند باندې بدل شو. په داسې حال کې چې هغه وخت د آلمان حاکمو محافظه کارو ګوندونو د دغه هیواد اقتصادي وده د کپیتالیستي اصولو له مخې پر مخ بیوله، د آلمان د سوسیال دیموکراتانو گوند د کپیتالیستي ضد خپل لومړنۍ موقف تصحیح کاوه.

دغه گوند په ۱۹۵۹ کال کې د آلمان د بن ښار په بادگودسبرگ سیمه کې خپله اساسنامه تصویت کړه چې په کې یې د آزاد بازار په اړه خبرې کړې وې. دې گوند د بازار له داسې یوه اقتصاد څخه یادونه کړې وه چې پیاوړی ټولنیز امنیت ولري.

بالاخره په ۱۹۶۶ کال کې په آلمان کې تر جگړې وروسته لسیزه پیل شوه چې په کې سوسیال دیموکراتانو پیاوړی نقش لاره. په دې لسیزه کې د سوسیال دیموکراتانو سیاستوالو په ټاکنو کې مساوي حقوق، د ښځو د رای اچولو حق، په یوه ورځ کې اته ساعته کار، او د کارگري اتحادیو پیاوړي کول رامنځ ته کړل.

د خلکو گوند د کړکیچ او نوي پیل پر مهال

د آلمان د سوسیال دیموکراتانو گوند په ۱۹۸۹ کال کې د برلین د دیوال تر نړیدو وروسته د دواړو پخوانیو آلمانونو په نزدیوالي کې ډیر پیاوړی نقش لاره. په دې دوره کې سوسیال دیموکراتان د اوږدي مودې له پاره په اپوزیسیون کې ول. خو دغه وضعیت بیا د دغه گوند د سیاستوال گرهارد شرویدر، له واک ته رسیدو سره بدلون وموند. شرویدر دغه گوند ته یو څه بدلون ورکړ او هغه یې په یوه منځلاري گوند بدل کړ ترڅو د ټولو له پاره د منلو وړ وي.