آلمان کې افغان مهاجرو ته د کار په برخه کې یو لړ آسانتیاوې
۱۳۹۶ شهریور ۱, چهارشنبهدا ډول کاري امکانات تر اوسه پورې هغه چا ته ورکول کیدل چې په آلمان کې یې تر پناه غوښتنې سمدلاسه وروسته په دغه هیواد کې د پاتی کیدو چانس زیات وو.
د آلمان د کار او ټولنیز چارو د وزارت په یوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې له دې ډول یوه نوي بدلون سره هغوی (آلمان ته تازه راغلي افغان مهاجر) کولای شي چې له ۳ تر ۱۵ میاشتو په موده کې له یو شمیر مهمو پروګرامونو څخه برخمن شي، د بیلګې په توګه د مسلکي او حرفوي زده کړو مرستې، حرفوي ملتیا، او هغه مرستې چې څنګه کیدای شي یو مهاجر ته د مسلکي زده کړو لاره هواره شي.
خو د هغو افغان مهاجرو پر وړاندی چې د پناه غوښتنې پروسه یې په جریان کې وي، لا تراوسه د ادغام په کورسونو کې د شاملیدو دروازه تړلی پاتی ده.
د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وینا پاڼه کې راغلي دي چې تر اوسه پوری معمول داسی وو چې افغان پناغوښتونکي د ادغام له پروګرامونو څخه نه برخمنیدل.
دغه پروگرامونه یوازې د هغو مهاجرو له پاره په پام کې نیول شوي وو چې په آلمان کې د پاتې کیدو چانس زیات وو. خو اوس د آلمان د کار او ټولنیزو چارو وزارت د نوي پریکړې پر بنسټ افغان پناغوښتونکي هم د ۲۰۱۷ م کال تر دویمې نیمایې وروسته د ادغام د دغو پروګرامونو مستحق دي.
په وینا پاڼه کې چې رسنیو ته رسیدلی ده د دغو پروگرامونو مهم ټکی دا دي:
۰ د آلماني ژبې ارتقاع د مقرراتو سره سم د آلمان د کډوالو او مهاجرو د فدارل ادارې د مسلکي ژبې د زده کړو له پاره مرسته.
- هغو مرستو ته مخکې له مخکې لاس رسی چې وکړای شي کار موندنی ته لاره اواره کړي.
- وروسته له درې میاشتو د اقامت له اجازې څخه د مسلکي او حرفوي زده کړو مرستې، حرفوي ملتیا او هغه مرستې چې څنګه کیدای شي یو مهاجر ته د مسلکي زده کړو لاره اواره شي.
- د مهاجرت د قانون په اساس وروسته د ۱۵ میاشتو د مسلکي زده کړو پر مهال د مسلکي زده کړو لګښت ورکول.
د دغو تدابیرو تر پرانیستل کیدو وروسته افغان مهاجرو ته په آلماني ټولنه کې د ادغام چانسونه بهتره شوي دي. سربیره پر دې افغان مهاجر ته دا امکانات هم ورکول شوي چې ډیر ژر به د ادغام د تدابیرو له امکاناتو څخه برخمن شي.
په وینا پاڼه کې هدایت شوی دی چې د آلمان د کار اداره به د نوموړو پروگرامونو له پاره سمدلاسه زمینه برابروي تر څو افغان مهاجر له هغو څخه برخمن شي.