1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان د پخواني جمهور رييس ولف محاکمه

د آلمان پخوانی ولسمشر کريستيان ولف د «نوومبر مياشتي پر۱۴نیټه» په یوه محکمه کې د تورن کس پر چوکې باندي کښېني. داسي یوه پيښه د آلمان په تاریخ کې کله نه ده لیدل شوې.

پر ولف باندي تور دی چې د خپلۍ واکمنۍ پر مهال يي له خپلي چوکۍ څخه نا مناسبه استفاده کړې ده چې کیدای شي په نقدې جریمې او یا هم په ډیر خراب حالت کې د دریو کلونو بند په سزا محکوم شي.

کريستیان ولف چې د ۲۰۱۰ کال له جون میاشتي څخه د ۲۰۱۲ کال تر فبرورۍ میاشت پوري د آلمان جمهور رييس وو باید شخصاً پخپله محکمې ته حاضر شي. په لسونو کمرې به محکمې ته د هغه د ورتګ جریان تعقیب کړي.

ټول هغه خواشیني کوونکي مسایل به چې له واک څخه د هغه د لیرې کیدو سبب شول، یو ځل بیا مطرح شي. دغه تورونه عبارت دي له: ښکلاء سره د ولف لیوالتیا، د ښایسته او شتمنو په دنیا اوسیدل، د خپل کور د رانيولو له پاره د لوړ کریدت اخیستل، د خپلو شتمنو دوستانو په کورو کې د خپل رخصتۍ تیرول او همدارنګه د شپې له خوا د خپلو دوستانو لکه د فلم جوړونکي « ډیویډ ګروینولډ» سره یوځای جشنونو ته تګ او د هغو پیسې ورکول.

بالاخره په تلیفون کې د « بیلډ» ورځپاڼي مشر د تهدیدولو له قضيې څخه به هم په دغه محکمه کې یادونه وشې چې دا ټول د رسنيو له آزادۍ سره د ولسمشر پر نامناسب چلند دلالت کوي. د ولف طلاقه شوې «لومړۍ ماينه» بيتینا، او یو شمیر نور پيژندل شوې څېرې به هم په دغه محکمه کې د شاهدانو په توګه را څرګند شي.

یوازې یو مشخص تور

کريستیان ولف به، چې په رسمي ډول ده ته د آلمان پخوانی جمهور رييس ویل کیږي وکولای شې ټول تورونه رد کړي. څارنوال، کريستیان ولف ته وړاندیز کړی دی چې که هغه ۲۰زره يورو جریمه قبوله کړې نو د محکمې له بهیر څخه به خلاص شي.

د دا ډول جریمي ورکول داسی یو کس ته چې د حقوقو په برخه کې يي لوړي زده کړي کړي دي او ۵۴ کاله عمر لرې او د خپل ولسمشرۍ او نورو مقامونو پر مهال د میاشتې ۲۰۰زره يورو يې معاش درلود او همدارنګه رسمي دفتري موټر يي درلود کومه ګرانه خبره نه ده.

خو ولف دغه وړاندیز رد کړی دی او خپلو وکیلانو ته يي ویلي دي چې د ده «د پخواني جمهوررييس کريستیان ولف» د حیثیت او حقوقو د اعاده کولو په خاطر دې هڅه وکړي.

ولف چې د یو سیاستمدار په توګه يي ماته خوړلې ده او د رسنیو په وسیله يي سپکاوی شوی دی په عین وخت کې د ډیر شمیر آلمانانو همدردي را جلبه کړې ده. هغه غواړي لږترلږه له خپلي لمني څخه د ګناه کارۍ لکه لیري کړي.

د دغې قضيي نور موارد په هغه وخت پوري اړه نه لري چي کريستیان ولف د آلمان د جمهور رييس په توګه دنده ترسره کوله، بلکې په دغه وخت کې هغه د مسیحي دیموکرات ګوند د یوه سیاستوال او د آلمان د نیدر زاکسن ایالت د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله. همدا لامل دی چې دغه محاکمه د هنوفر په یوه سیمه ییزه محکمه کې ترسره کیږي.