1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

آلمان او نړۍ

د آلمان د سولی غورځنګ

دپنځوسم ځل لپاره د ايسټر په مناسبت د سولي لپاره او د وسلو د تجارت او جوړونې پر ضد په المان کي کلني ايسټر لاريونون په لاره اچول کيږي.

په نړي کي د سولي لپاره د ايستر د دودايز لاريون يوه صحنه

په نړي کي د سولي لپاره د ايستر د دودايز لاريون يوه صحنه

د دغو لاريونونه لپاره لاره هغه وخت هواره سوه کله چي په 1957 م مېلادي کال يعني د نن څخه 57 کاله تر مخه د المان د هغه وخت لومړي وزير کونراډ آډناور چي د مسيحي ډيموکراټ ګوند مشر هم ؤ د دې پلوي وکړه چي الماني پوځ ته دي اټومي وسلې ورکول سي. د هغه وخت د المان د دفاع وزير فرانڅ جوزيف شټراوس د المان و اولسي جرګې ته وويل: « پدې کي بايد هيڅ شک ونه کړل سي چي د شوروي لخوا اوس هم موږ د بريد تر ګواښ لاندي يو. د شوروي سرې لښکري د نورو هر ډول وسلو تر څنګ اټومي وسلې هم لري. که د اروپايي هيوادونو و پوځونو ته د ورته وسلو د ورکړې مخنيوي کيږي نو دا و سره لښکر ته د بريد د دعوت ورکولو معنا ورکوي. هيڅ الماني حکومت به ونه کړاي سي چي په المان کي د لا زياتو امريکايي عسکرو د ځاي پر ځاي کېدو غوښتنه وکړي تر هغه وخته چي په المان کي شته امريکايي پوځونه و شوروي ته ورته وسلې ونه لري.»

د المان د حکومت د اټومي وسلو د تر لاسه کولو د پلان پر ضد د سوسيال ډيموکراټ ګوند او د کارګرو د ټولنو لخوا يو غورځنګ رامنځ ته سو چي وروسته پکښي کلېسايي ټولنو هم ونډه واخيسته. دغه غورځنګ ته د «مرګ دي وي پر اټومي مرګ» نوم ورکول سو. خو دغه غورځنګ ونه توانېدي چي د دې مخه ونيسي چي د مارچ په 25 مه نېټه 1958 مېلادي کال د المان اولسي جرګې دا پلان تصويب کړي چي الماني پوځ دي تاکتيکي اټومي وسلې د امريکا څخه ترلاسه کړي.

د تصويب څخه تر مخه د المان د اولسي جرګۍ په بحث کي د سوسيال ډيموکراټ ګوند استازي او د المان وروستني ولسمشر ګُستاف هاينه مان د الماني حکومت اټومي ارادې په ټينګه وغندلې:

«زه و اټومي وسلو ته د حشراتو دفاعي ابزار وايم. د دې له مخي به انسانان حشرات غوندي وي. دغه ډول نوي وسلې د جګړې د هر ډول قوانينو او ضوابطو د له منځه وړلو مانا ورکوي او دغه وسلې ښايي هغه ټولی لاس ته راوړني له منځه يوسي چي لوېديځ کلتور يې لري.»

د المان په اولسي جرګه کي د اټومي وسلو د لاس ته راوړلو د پلان د تصويب وروسته د سوسيال ډيموکراټ ګوند د اټوم ضد غورځنګ څخه جلا سو. خو بعضو کليسايي ټولنو د کارګرو د ټولنو په مرسته دغه غورځنګ ژوندي وساتي او په 1960 م مېلادي کال يعني 50 کاله تر مخه د ايسټر په مذهبي لمانځنو کي د لومړي ځل لپاره لاريونونه راوايستل سول. دغو لاريونونه د بريطانيې د هغو لاريونونه څخه الهام اخيستي ؤ چي په 1958 م مېلادي کال د اټومي وسلو پر ضد تر سره سوي وه او په کومو کښي چي تر لسو زرو څخه زياتو انسانانو ونډه اخيستې وه.

د ايسټر په لومړي مارش يا لاريون کي د المان څه باندي 1200 کسانو ګډون وکړ. د هغه وروسته هر کال د ونډه اخيستونکو په شمېر کي زياتوالي راتلي. په 1968 م مېلادي کال په تر سلو څخه زياتو الماني ښارونو کي تر درې لکو څخه زياتو کسانو په دغه لاريونونو کي ونډه واخيسته. خو کله چي په 70 مه لسيزه کي شرقي او غربي المان بېرته سره نژدې سول او شوروي او متحده ايالتونو پر دې خبري اتري پېل کړي چي اټومي وسلې دي کمي سي نو د ايسټر په لاريونونو کي د ونډه اخيستونکو شمېر په کمېدو سو.

خو کله چي د 70مي لسيزي په پاي کي شوروي ايس ايس شل نومي راکټونه جوړول پېل کړل نو په اروپايي هيوادونو کي د جګړې بېره بېرته زياته سوه. پدې ترڅ کي متحدينو په المان او څلورو نور اروپايي هيوادونو کي پېرشينګ دوه نومي راکټونه ځاي پرځاي کړل، کومو چي د اټومي خوليو د ليږدولو توان درلودي. پدې ترڅ کي د تاريخ تر ټولو ستر اټوم ضد لاريونونه رامنځ ته سوه او د ايسټر لاريونونه هم بېرته راژوندي سوه. په 1990 م مېلادي کال کي د غربي المان او شرقي المان وګړو په ګډه د شرق او غرب پر پوله د ايسټر لاريونونه تر سره کړه. خو لکه چي شرقي او غربي المان بېرته سره يو ځاي سول نو د ايسټر په لاريونونو کي د ونډه اخيستونکو شمېر را کم سو. خو وافغانستان ته دالماني پوځ د لېږدولو راهيسي د ايسټر لاريونونو د ګډونوالو په شمېر کي بيا زياتوالي راغلي دي. تمع کيږي چي د شنبې او يکشنبې په ورځ به د المان په تر60 څخه زياتو ښارونو کي به تر 80 زرو څخه زيات لاريونه کوونکي د اټومي وسلو او د وسلو د تجارت پر ضد په لاريونونو کي ونډه واخلي.

اندرياز څوماخ/ احمد ولی اڅکزی

کتونکی: عبدالباري حکيم