1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages

افغانستان

د آلمان د دفاع وزير په مزار شريف کې

مخکې له دې چې د آلمان پارلمان افغانستان ته د کشافي الوتکو د لېږلو پر موضوع پرېکړه کوي، د آلمان د دفاعي چارو وزير فرانڅ يوزف يونگ ناڅاپه مزار شريف ته مخه کړې ده، تر څو هلته له مېشتو آلماني عسکرو سره وويني.

يونگ دوې ورځې په افغانستان کې دی او له آلماني عسکرو سره ويني

يونگ دوې ورځې په افغانستان کې دی او له آلماني عسکرو سره ويني

د آلمان د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ خبر ورکړ چې هغه غوښتل دوې ورځې هلته تېرې کړي او عمومي وضع له نژدې څخه وڅاري. د آلمان پارلمان د چارشنبې په ورځ د ناټو د غوښتنې په سر پرېکړه کوي، چې په کې د آلمان د کشافي تورنادو الوتکو عمليات د افغانستان په جگړه ځپلي جنوبي برخه کې په نظر کې نيول شوي دي. يونگ وويل چې د اټکل له مخې د شپږو الوتکو دغه ماموريت «د افغانستان د ټولې خاورې په کچه» لازم دی. که د آلمان پارلمان دغه ماموريت ومني به الوتکې تر اپريل مياشتې پورې افغانستان ته ورسېږي او داسې ښايي چې دغه ماموريت به په لومړي پړاو د شپږو مياشتو دپاره تر سره شي.